لومړی د ټاکنو پایلې او بیا مذاکرات

په بېجنګ کې د افغان سولې په اړه د بین الافغاني مذاکراتو ځنډ اصلي لا مل ممکن د ټاکنو تر اعلانیدو پورې وي چې دا هم په لاندې ممکنه دلایلو سره ښه زېری درلودی شي.

د وسله والو طالبانو او امریکا تر منځ د سولې د مذاکراتو په نامه په ټویټ پرې شوې خبرې بیا د پیوندېدو په حال کې وې؛ داسې چې د دغو مذاکراتو د پیل او یا د هغوی د پیل لپاره د زمینه سازۍ په موخه تېره جمعه په روسیه کې لومړنۍ غونډه وشوه چې د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استادزي زلمي خلیلزاد شتون پکې د افغان سولې په اړه د امریکا او طالب استازو تر منځ د مذاکراتو له نهم او وروستي پړاو نه وروسته د پام وړ دی.

دغه مذاکرات د امریکا د ولسمشر ډولنډ ټرمپ له خوا د یو ټوېټ په اساس په دی بهانه د نا معلوم وخت لپاره وځنډېدل چې طالبانو په پلازمېنه کابل کې د شش درک په سیمه کې په یو موټر بم کې د امریکايي ځواکونو نسبتاً یو لوړ رتبه پلاوی وواژه.

ممکن دا د قضیې ظاهري اړخ وي؛ خو په امریکا کې د سنا مجلس او دیو نتیجه نورو اړوندو موثرو بنسټونو له خوا په سپینه ماڼۍ فشارونه او بیا د لوړ رتبه مامورینو ګوښه کېدل یا استفعاء ورکول، هغه څه وو چې له ولسمشر ټرمپ څخه یې د داسې پریکړودکیدو تمه زوندی کړه توقعاتو د څرګندېدو هیله کېدای شوه.

په هر حال، هغه مذاکرات چې د امریکا برحال ولسمشر (ټرمپ) د (افغانستان جګړه په تاریخ کې اوږده جګړه ده او زه غواړم چې په سوله ییز ډول دغه جګړه د امریکايي ځواکونو په راوېستلو سره پای ته ورسوم) د شعار پر بنسټ په ۲۰۱۸ کال کې د سپټمبر په ۴ مه نېټه پیل کړل. خو دا هر څه وروسته له هغه وشول چې د ملي یووالي د حکومت مشر ډاکټر محمد اشرف غني په کابل کې د سولې په اړه د جوړ شوي کنفرانس له لارې له طالبانو سره د بې قید او شرطه مذاکراتو د کېدو ټټر وواهه. هلته ولسمشر ډېر هغه څه چې باید د سیاسي حزب لپاره ورکړل شي، طالبانو ته پشنهاد کړل او دا په داسې حال کې وه چې افغان ولسمشر د حزب اسلامي په نامه له حکومت د مخالف وسله وال ګوند سره د سولې بریالۍ تجربه تر سره کړې وه.

امریکا چې د افغانستان روانه جګړه ورته رښتیا هم د تاریخ په اوږدو کې بې سارې اوږده جګړه ښکاري، د ترهګرۍ پر وړاندې د ښکېلتیا پر وخت یې ډېرۍ زیانونه تجربه کړي، طالبانو ته د هغوی د دې غوښتنې په پام کې نیولو سره چې (مونږ هغه وخت له امریکا او افغان حکومت سره خبرې کوو چې په افغانستان کې د پوځي بهرنیانو شمېر صفر ته رسېدلی وي) د لومړي ځل لپاره د قطر په مرکز دوحه کې امریکایانو له طالب استازو سره خبرو او مذاکراتو ته غاړه کېښوده.

که څه هم چې د امریکا له خوا د دغو مذاکراتو د ځنډېدو خبره شوې وه او طالبانو یې پر وړاندې د بښنې کوم پیغام خپور نه کړ؛ خو له هغې مودې را په دېخوا یې په جګړه ییز ډګر او همدا راز په بریدونو کې د کمۍ احساس کېدای شي.

ممکن طالبان هم دا ځل د سولې د خبرو لپاره د پخوا په شان سختدریځ ونه لري او ممکن د سولې د مذاکراتو لپاره یې په رهبرۍ کې د پام وړ بدلون را وستلی وي.

اوس چې په روسیه کې د لومړي ځل لپاره د امریکا، روسیه، چین او پاکستان تر منځ د مذاکراتو په بڼه خبرې اترې وشوې، تمه وه چې په چین کې دې تقریباً بین الافغاني مذاکرات د دوشنبې په ورځ چې تېره ورځ وه پیل شي؛ خو په ښکاره د نا څرګندو دلایلو له امله دغه ناسته وځنډېده. د یادې غونډې لپاره د چین له خوا افغان حکومت او طالبانو ته په رسمي ډول بلنه هم ور کړل شوې وه.

په رسنیو کې یو شمېر سیاسي شننونکو دا باور درلود چې د افغانستان د جمهوري ریاست لپاره د تر سره شوو ټاکنو د پایلو تر اعلانېدو پورې ممکن دغه ناسته ځنډېدلې وي. یو شمېر نور بیا په دې باور دي چې دغه مذاکرات د روسیې په غونډه کې د ګډونوالو له خوا ځنډېدلي دي.

که رښتیا هم د افغان ولسمشریزه ټاکنو د پایلو لپاره ځنډېدلي وي، د یو قوي او یو سري حکومت په جوړېدو سره ممکن دغه د سولې مذاکرات د ټولو اړخونو په ځانګړي ډول د افغان حکومت، امریکا او طالبانو لپاره ډېر مهم وي او هغه ډول چې دوی او افغان ملت یې غواړي، پایله به یې ور کړې وي.

اصلي موخه هم همدا د ټاکنو د پایلو اعلانېدل دي، دا چې یو شمېر کړۍ په لوی لاس د تر سره شوو ټاکنو مشروعیت تر سوال لاندې راوړل غواړي او یا د پایلو د ژر اعلان د مخنیوي لپاره هڅه کوي، په اصل کې د دغو خبرو د ژر پیل او د سولې د راتګ مخه نیسي.

ممکن دغه ډله خلک چې د ټاکنو د پایلو له اعلانېدو وېره لري، له یوې خوا د هغې سولې په اړه د اوسني حکومت هوډ او اراده چې د خپلې دورې په اوږدو کې یې ثابته کړه او له حکمتیار سره په سوله کې یې بریالۍ تجربه هم درلوده، له مخې لرې کېدل غواړي او په دې پوهېږي چې که بین الافغاني خبرې پېلېږي، ممکن د اوربند مسله هم ور سره را مخ ته شي، چې د اوربند په صورت کې به یا خو د همدې ترسره شوو ټاکنو پایلې اعلانېږي او یا به د بیا ځل ټاکنو لپاره ښه زمینه برابره شي او په دې کې به په خپله د دوی د ناکامۍ چاره لکه لمر روښانه او ځلانده شي.

تېره ورځ د افغانستان د دفاع وزیر اسدالله خالد د سولې د خبرو په صورت کې د اوربند خبره هم وکړه چې افغان حکومت یې ورته بیخي چمتو څرګند کړ.

اوس چې ټول ښکېل اړخونه له سولې پرته بله لار نه لري، په خورا درنښت ترې هیله کوو چې د دغو مذاکراتو لپاره دې د هر څومره ژر پیل په موخه لاس په کار شي او هېواد دې د سوکالۍ او ابادۍ خوا ته په ګډه سره یوسي.