په ژړا پسې خندا وي

انسان چې کله ځان وپېژني، بیا الله ج، دین، مذهب، مور، پلار، کورنۍ، دوستان او په ټوله کې د ورځې په تېرېدو سره ښي او چپ لاس او بیا د یوه انسان د عقل مناسب ډېر څه پېژني؛ خو که د ژوند اسانتیاوې، د ژوند کولو بنسټیزې موخې او نور هغه څه چې د ژوند د ښکلا، بقا او له هرې نګاه د ژوند د تمامي حقیقت او تمامي زیب او زینت راز او نیاز پېژني، د علم، پوهې او سالمې تربیې، ښوونې او روزنې پر بنیادي مشق او تمرین یې پېژندلی شي.

روغتیا او هغه نور د ژوند د چتر د ستن او بازو اړین توکي چې انسان پرې بشپړېدای شي، د انسان سلوکو ته د اخلاقي او د مخ پر وړاندې تګ لار پرانیزي، هغه نورې اسانتیاوې دي.

د پخوا په پرتله افغانستان د هغو قومونو، سمتونو او ډلو ګډ شاهد دی چې پکې د پوهې او روزنې څراغونه چېرته ګڼ او چېرته ځای ځای بل شوي دي، چېرته ډېر او چېرته لږ، چرته یو نیم ځان ښکاره کړي او بیا د ترهګر او تروریزم ښکار شي. چېرته بیخي د نفاق له امله لا سر پورته کولو ته شېبه نه لري؛ خو له نېکه مرغه چرته بیا داسې هم شوي چې له دې هر څه سره سره، عزم او هوډ دومره پیاوړی وي چې له دې هر څه سره مبارزه هم کوي او په نشته امکاناتو بیا هم خپله ژاله تېر باسي.

لس کاله وړاندې افغانستان کنډواله وه؛ خو اوس نسبي روغونه، نسبي جوړښت او د ځینو سیمو لپاره منظم چارچوبونه لري؛ خو بیا هم ستونزې پر ځای پاتې دي.

د ییو لوی قوم چې ستاینه یې کېږي، د بدې ورځې په وخت د اصیل ملګري په شان ملاتړی وي، له هر هغه چا سره چې د ملي ګټو لږه جزبه، شوق او پالنه ور سره وي، دا ولس بیا ترې د هر ډول قربانۍ ورکولو لپاره ورسره ننګه کوی او تر بریایې رسوي، موږ یې ډېرې داسې بېلګې پیدا کولای شو.

د تاریخ په اوږدو کې به مو په کارتو اورېدلي وي چې د ځدراڼو قوم په پکتیا، پکتیکا، خوست او په ټوله لویه پکتیا کې د جرګو او مرکو، د یوالي او آن په ملي کچه د ستونزو په حل کې یې ونډه اخیستې وي.

له ولسمشر غني سره له صداقت او مېړانې ډکه ملګرتیا، د هغه د بریا پر مخ لویه پرته لار را لنډه کړه؛ خو له بده مرغه همدغه د ښې او بدې ورځې هوډمن او په یوالي مین قوم د دوی د پراخې حوصلې، د دوی له مینه ناک ژوند او د اصلیت پېژندې پر بنست لا هم چپه خوله دی، حقوق یې له همدې امله د نورو په لاسونو کې ښکته پورته کېږي؛ خو حقدار ته نه سپارل کېږي.

د ښوونځیو، کلینیکونو، روغتونونو، بیا رغونه او نورو هغو کې له دغه قوم سره مناسب سلوک نه دي شوي، لا اوس هم زموږ بچیان ښوونځي نه لري او که لري یې هم، د ډېرو ستونزو له امله یې اکثریت په نشت حسابېږي، د روغتیايي او نورو اسانتیاوو لپاره لکه څوک چې هېڅ اراده نه لري، د بیا رغونې پر وخت خو له هر ډول پلانه پاتې وي.

ولې مو د مبارزو او د ملي زعامت د ټاکلو پر وخت داسې کدرونه چې موږ یې د ډېرو مهمو اشخاص بدیل ګڼلای شو، یو هم په کوم لوړ پوسټ مقرر نه شو؟ زموږ رایې خو په موږ باج نه وې؛ بلکې هغه مو د انسانیت ارزښت در لود او په خپل درانه ارزښت لرلو سره مو په خپل ځای و کارولې؛ خو بیا هم هېر یو.

لومړ باید د دې غم وخوړل شي چې له ځدراڼ قوم څخه د دوی د پراخ نفوس او په خپل ځای کې د یوالي په موخه د نفوذ پر سر معامله ونه شي، چاته وخت نه ور کوو چې قربانۍ به موږ ور کوو او ساتو به یې هم موږ؛ خو هغه چې د ښې ورځې ملګري دي، راځي به او میم زر ما ټوله زما به کوي.

خو تر دې هر څه د مخه د دغه قوم یوالي ته باید په خپله د قوم د مخورو، کدرونو، ځوانانو، لویو او وړو جدي پاملرنه وشي چې بیا هم نه یوازې دا چې خپل ارزښت وساتلی شو. بلکې د پرمختګ لپاره ستر ګامونه پورته کړو.

په خوست ولایت کې د ولسمشر له خوا د پاچاخان پوهنتون او د جلغوزیو لپاره د بازار موندنې، صادرېدو او د هغوی د هر اړخ لپاره توجه کول ټول هغه مسایل دي چې د خوست او په ټوله کې د لویې پکتیا لپاره د دغه قوم غوښتنې وروستۍ د پرمختګ شواهد دي چې پوره شوې او داسې ګڼې نوروې هغه به هم که خدای کول تر سره شي، چې د رښتیني پرمختګ انځور به وباسي.

د خپل نسل لپاره په خپله هغه څه چې په وس مو دي، سره له دې چې د حکومت، اړوند مسوولینو او نورو مشروع سرچینو له لارې به د زده کړې، روغتیا او نورو اسانتیا په برابرولو کې ونډه اخلو، مبارزه به کوو چې د دوی د پرمختګ سبب وګرځي.

په ډله ییز ډول به د هر ماشوم او هر ځوان په اړه به د هغوی د زده کړو او لوړو زده کړو په اړه هڅې کوو چې بې تعلیمه او بې زده کړې پاتې نه شي؛ نه یوازې دا چې لوستی به وي، بلکې کدر به وي؛ باید کدرونه مو له شماره ووځي، باید چې د لویې پکتیا دا لوی قوم د علم او پوهې، د اخلاقو، د یوالي، د ټول منلي افغانستان او هېښ قوم په توګه یوه بې سارې او کمسارې بېلګه وګرځي او انشاء الله چې ستاسې په همکارۍ او یوالي کې به دا هر څه پلي شي.