د افغانستان په اړه د امریکا سیاست او مداخلې

د ډولنډ ټرمپ د واکمنۍ په اوږدو کې د افغانستان په اړه سختې تېروتنې وشوې چې جبران به یې د امریکا د اوسنۍ نوې ادارې (جوبایډن) په غاړه وي. دغه تېروتنې په رښتیا هم نه جبراېدونکې ښکاري. لکه 
کله چې ټرمپ د امریکا د ولسمشر په توګه د بریالیو ټاکنو له تر سره کېدو وروسته لوړه وکړه، د امریکا ګانګرس داسې توقوعات نه درلودل چې د امریکا اقتصادي، سیاسي او فرهنګي بنسټونه دې په دې کچه زیانمن شي لکه د ټرمپ د واکمنۍ په پای کې چې شوي دي. که څه هم نړیوالې رسنۍ د دغو زیانمېدو په اړه ښکاره او جوت ثبتونه وړاندې کړي دي، ما کوښښ وکړ چې یوازې د افغانستان په اړه د ولسمشر ټرمپ د پرېکړو او په تېروتنو تم شم.

د امریکا په بهرني او کورني سیاست کې له اره داسې پالیسۍ موجودې دي چې د واکمن ولسمشر په تبدیلېدو او را تبدلېدو سره کوم ډېر توپیر نه شي کولای؛ خو په استنثايي حالاتو کې یا هم د واکمن په هغه سر زورۍ سره چې دغو پالیسو او د پالیسۍ جوړوونکو سپارښتنو ته توجه نه لري. ښه بېلګه یې مخکنی ولسمشر ډولنډ ټرمپ دی.

نوموړي ته چې د امریکا د سنا جرګې په ګډون ټولو سیاست پوهانو او پالیسي طرحانو کومې سپارښتنې کولې په خپله سر ورزۍ سره له پامه غورځولې او ان د کرونا د اوبا په اړه یې د یو متخصص ډاکټر په توګه نړیوالې سپارښتنې کولې. اوس چې د تېروتنو خبره رامخ ته کېږي، د ټرمپ ستره تېروتنه دا وه چې د خپل واک د پیل په لومړي سر کې یې له یوې المانۍ ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل چې پر عراق او افغانستان برید سره موږ میلیاردونه ډالره زیان کړی دی او سلګونه کسان پکې وژل شوي دي، امریکا پر عراق تر برید وروسته په داسې جګړو کې ښکېله ده چې هېڅ وخت به پای ته ونه رسېږي. نوموړي زیاته کړې یې ده چې پر عراق او افغانستان د امریکا بریدونه د امریکا په تاریخ کې سترې تېروتنې وې.

په دې مرکه کې د ولسمشر ټرمپ بله ستره تېروتنه دا وه چې د ناټو سازمان یې له کاره لوېدلی او پخوانی بنسټ یاد کړ. نوموړي همدا راز پر المان هم نیوکه کړې چې د کډوالو پر مخ یې خپل سرحدونه خلاص او له امله یې اروپايي هېوادونه ناامنه کړي دي. ټرمپ په ځینو اروپايي هېوادونو کې بریدونو ته په اشارې ویلي چې له همدې موقع په استفادې یو شمېر ترهګر اروپايي هېوادونو ته لاړل. له دې سره ولسمشر ټرمپ هم امریکا ته د مسلمان وګړو په ورتګ بندیز ولګاوه.

دغه تېروتنې ټولې هغه نړیوالې او د امریکا په تاریخ کې خورا بې جوړې تېروتنې وې چې له دغه زبرځواک هېواد سره یې د نړیوالو او په ځانګړې توګه د اروپایي موثره هېوادونو اړیکې خرابې کړې.

ښاغلي ټرمپ دا درک نه کړه چې په افغانستان او عراق کې د امریکايي ځواک په ګډون ناټو ځواکونو یا سازمان څومره سرښندنې وکړې او د دیموکراسۍ په اړه یې د نړیوالو قناعت په څه سختۍ سره تر لاسه کړه. دغه سازمان ته په چورلټ د بېکاره سازمان خطاب کول، په رښتیا هم د امریکا په تاریخ کې نه ځایېدونکې خبره ده.

اوس چې د اسلامي امارت په نامه په افغانستان کې واکمن حکومت واګې د همدې ناټو د ځواکونو په ګډو هڅو له منځه ولاړ او په افغانستان کې د جمهوریت په بنسټ ولاړ نظام رامنځ ته شو. دلته د امریکا په زیاته پیمانه او د ناټو د نورو غړو هېوادونو د بېشمېره مالي لګښتونو په پایله کې یو داسې نظام را منځ ته شو چې په خپلو اتلس کلنو لاسته راوړنو ویاړي. دغه شان ناټو او امریکا هم د دې نظام رامنځته کېدل او هر ډول ملاتړ د ځان لپاره د ویاړ او افتخار جوګه ګڼي. اوس چې ټرمپ دې هر څه ته د ترهګریزې ډلې په توګه د طالبانو ډله په بې شمېره امتیاز پورته کړه، ډېر سیاسي ارزښت یې ور کړ او بیا د ناټو هڅې په سیند لاهو بولي، رښتیا هم چې د امریکا د سیاسي ادارې لپاره له زغمه وتونکې مسله ده.

کله چې ولسمشر ټرمپ د امریکا او طالبانو تر منځ له شوې هوکړې وروسته له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د وتلو پرېکړه وکړه د امریکا، په مشرانو جرګه کې د امریکا د جمهوریپال اکثریت غړو، مشر او د ټرمپ نږدې ملګری مېچ مکانل د ولسمشر ټرمپ دا پرېکړه تېروتنه بللې وه او د ناټو غړو هېوادونو هم خپل دریځ څرګند کړ.

د ټرمپ د دا ډول پرېکړې پر خلاف بیا د ناټو سرمنشي ین ستولتنبرګ وویل: له سختې پرېکړې سره مخ یو، موږ له نږدې ۲۰ کلونو راهیسې افغانستان کې یو او د ناټو یو غړی هم له اړین وخت پرته افغانستان کې پاتېدل نه غواړي، خو په دا مهال له دې هېواد ژر وتل هم ښايي درنه بیه ولري.

له بلې خوا د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د هوکړې له مخې امریکا طالب استازو سره ژمنه کړې وه چې د بین الافغاني خبرو په تر سره کېدو سره به په افغانستان کې نوی او ټول شموله نظام را منځ ته کېږي. دغه خبرې په قطر کې د طالب مرکچي پلاوي  ویاند سهیل شاهین رسنیو ته وکړې. اوس که دغه ډول هوکړه د ټرمپ د ادارې له خوا شوې وي، بله هغه تېروتنه ده چې د افغان حکومت په رامنځته کېدو کې د امریکا د شل کلنې مبارزې لاسته راوړنې له صفر سره ضربوي. که په افغانستان کې لنډمهاله حکومت رامنځ ته کېږي چې هیڅ افغان ته د منلو وړ نه دی، د امریکا او ناټو په ماتېدنه ښکاره دلالت کوي.

اوس چې د امریکا د واکمنۍ چارې جو بایډن تر لاسه کړې دي، نوموړی تر ټرمپ مخکې د ولسمشر بارک اوباما د مرستیال په توګه دنده تر سره کړې، د دغه هوکړه لیک او په ټوله کې د ډولنډ ټرمپ د څلورکلنې پالیسۍ پر سر د بیا کتنې او نوو پرېکړو د کونې په لړ کې باید نوې پاملرنه وکړي او د یو با تجربه ولسمشر په توګه یې ښه وړتیا هم لري. ممکن په نږدې وختونو کې د افغان سولې د مسلې د نوي رنګ او نوې بڼې په اړه د بدلون په موخه ښاغلی بایډن د خپلې واکمنۍ د بهرنیو چارو پالیسي د ایران او پاکستان لپاره ډېر ژر اعلان کړي چې له دې سره به د افغان سولې په اړه د امریکا نوو پرېکړو او په سیمه کې د امنیتي حالاتو د بدلون لپاره ښه زمینه سازي وشي.