کاش چې مورې!

سيدبديع الزمان (هاشمي )
دموردنړيوالې ورځې په مناسبت

کاش چې مورې ته ژوندۍ وای
کاش چې مورې ته ژوندۍ وای
زه هماغسې ماشوم وای،ستاپه خواکې لوبيدلى
هم سپيڅلى اومعصوم وای،غورځيدلى پاڅيدلى
يادې څنګ کې غلى ناست وای ،په خوله غږمې دابۍ وای
کاش چې مورې ته ژوندۍ وای
کاش چې مورې ته ژوندۍ وای
په ورو،ورو مې درته ويلى،مورې وږى يمه زه
راله جام کې اوبه راکه ، مورې تږى يمه زه
ستاپه لاس کې دپياز غوټه،يوسړه مړۍ ډوډۍ وای
کاش چې مورې ته ژوندۍ وای
کاش چې مورې ته ژوندۍ وای
غرونه غرونه کړاونه، تا زما له پاره تير کړل
څومره سختې تکليفونه ،تازما له پاره تير کړل
چې زه سترشومه رالوى شوم،کاش چې ته په دې نړۍ وای
کاش چې مورې ته ژوندۍ وای
کاش چې مورې ته ژوندۍ وای
چې ماغږبه دابۍ کړ،تابه څوځل زارقربان ويل
په يوځل خوداسې نه وو،داالفاظ دې هرزمان ويل
مرګي چوپ کړ هغه غږ، چې يې ماله هرګړۍ وای
کاش چې مورې ته ژوندۍ وای
کاش چې مورې ته ژوندۍ وای
وايم سل کاله ژوندۍ وای،که زهيره اوبوډۍ وای
خو زما د بد نصيبه ،په دنيا کې يو ابۍ وای
چې مدام يې دعاګانې، راته کړې دلۍ دلۍ وای
کاش چې مورې ته ژوندۍ وای
کاش چې مورې ته ژوندۍ وای
(هاشمي)درته دعاکا،جنتونه دې نصيب شه
ستابه کوم حقوق ادا کا، جنتونه دې نصيب شه
هيڅ خدمت مې ستا ونه کړ،ته زمونږه دنياګۍ وای
کاش چې مورې ته ژوندۍ وای
کاش چې مورې ته ژوندۍ وای