شوم هوسون

دسيدبديع الزمان (هاشمي )
له رښتينوکېسو څڅه
محمدالدين کا کا به ويل په سحر ګل ډير ظلم اوزياتى وشو ،هغه يو پښتون اوغير تي سړى و،خو اوس هغه دژوند پر خوږو نه پوهيږي ،په خپل کلي کې سترګې چاته نه شي پورته کولى ،په سحر ګل مې داچا رې نه دي لوريږي .
غوښتل مې له محمد الدين کا کا نه دسحرګل ټوله کيسه واورم ،چې پر هغه څه ډول دومره ظلم اوناروا شوې ده ، يوه ورځ له هغه سره په يوه ګوښه ځاى کې کيناستم او هغه راته کيسه په دې الفا ظو پيل کړه :
وراره جانه! سحرګل زمو نږ دسيمې يوښه خانداني سړى دى ،او رښتيا هم چې هغه ښه غيرتي او پښتون دى ،دهغه ښځه څوکاله وړاندې مړه شوه ،يو زلمى زوى اويوه پيغله لور يې درلود ل، دهغه لورګلان خداى شته چې ډيره ښکلې او هوښياره جلۍ وه ،دمور له مرګ وروسته يې دکور ټولې چارې هغې ته ورتر غا ړې شوې ، چې هغه به يې ډيرې منظمې او په ښه ډول سرته رسولې ، دسيمي ښه نو مورو خلکو په سحر ګل با ندې جرګې کولې ، خودګلانې نصيب لاتراوسه له چاسره سمون نه وو خوړلى ، افضل چې په اصطلاح يو نا متو قومندان او له اره ديوې غرنۍ سيمې اوسيدونکى و، او دامهال په ښارکې ميشت و، دسحر ګل کا کا پسې يې پښې
را اوږدې کړې ،څو څو وارې يې ترې دګلانې غو ښتنه وکړه ،خو هغه يې يوه غوښتنه هم ونه منله تر دې چې پټ پټ يې دټوپک ګواښونه او دمرګ اخطا رونه هم ورکړي وو،خو سحر ګل ته ددې ټولو خطرونو سره سره بيا هم افضل ته خپله لور ورکول ، يو نا وړه اونا شونى کار ښکاريده . افضل له خپل هوډه اوسحر ګل له خپل هوډه نه تيريده ، نږدې شپږ اوه مياشتې په همدې ډول تيرې شوې، نه پو هيږم چې ولې ناڅاپي افضل خپل هوډ مات کړ ، دخلکو په وړاندې به يې ويل چې دسحرګل کا کا خوښه او رضا نه ده ، خپله لور ماله نه راکوي ، خير دى زه به بل ځاى ښځه وکړم . سودا په رضا اوښيښي په خوښي . ددې خبرو په اوريدو سحر ګل
هم خوشاله شو ، هغه دچا خبره په رګوکې يې وينه وچليده ، دخداى شکر به يې ويسته چې له يوې لويې بلا څخه خلاص شو.
اوس نو افضل دسحر ګل له يوه تربورمير کلام سره اړيکي پيدا کړې ، يو دبل کور ته تله راتله کول ، څه موده په دې کې تيره شوه ، اوبيا يوه شپه ناڅاپي ډزې وشوې دکلاشينکوفو ضربې وچليدې ، خلکو چې پوښتنه وکړه ورته څرګنده شوه چې مير کلام خپله لور افضل ته ورکړه ، دکلي خلک حيران شول ځکه دمير کلام لور دومره ښکلې نه وه .
لنډه داچې ډير ژر دافضل واده برابر شو ، ميرکلام ته يې ښې ډيرې پيسې ورکړې او افضل خپله ناوې تر کوره کړه . دسيمې له دود سره سم دجنۍ ښځينه خپلوانې دواده په دريمه ورځ دافضل کورته وراغلې ، چې په هغوى کې ګلا نه هم لاړه ، ورځ تيره شوه مازيګر چې ښځې خپلو کورونو ته راستنيدې ،افضل ګلا نه په خپل کور کې بنده کړه ، تللو ښځو ډير شور وفرياد وکړ ، خو دوسلوالو له خوا ورپسې دټوپک ګواښونه وشول ، دمير کلام لور يې چې مخکې ځانته واده کړې وه ، هغه يې هم له ورغلو ښځو سره راوليږله . ډير ژر ټول کلى په دې خبر شو چې ګلانه افضل په زور ستنه کړه ، اودهغې دتره (ميرکلام) لور يې بيرته له تللو ښځو سره راليږلې ده .
سحر ګل هغه شپه ټول په غړيدلو سترګو تيره کړه ، دافضل کرغيړنه څيره به يې په مخکې نيغه ولاړه وه ، سبا سهار دکلي له څو تنو سپين ږيرو سره دافضل کورته وراغلل ، کله چې ورسيدل ګور ي چې حا لات بل ډول دي ، دافضل حجره له وسلوالو ډکه ده ، ورغليو سپين ږيرو ته يې ډير بد رد ويلي وو، اوپه ډير بد شان يې را رخصت کړي وو. سپين ږيرو که به هرڅو سوال او زاري ورته کړې وې ،خو دهغوى له خوا ورته دټو پکو ګواښونه کيد ل او همدا يوه خبره به يې ورته کوله چې دمير کلا م لور موبيرته درليږلې ، هغه دسحر ګل زوى ته واده کړئ ، زمونږ دګلانې په څير ښا يسته ښځې پکار دي ،نه دمير کلام دلور په څيربد رنګې ، او بلا اخر يې داتو ر هم ولګا وه چې دمير کلام لور دسحر ګل له زوى سره دمخه پټه يارانه کړې ، دسحر ګل لور مونږ په بدو کې ستنه کړې، نور نوکه څه مو له لاسه کيږي ويې کړئ ،سپين ږيري له نا کا مه خپلو کورونو ته راستانه شول ، وايي دايې هسې دسحر ګل لور ګلانې له پاره يوه پلمه جوړه کړې وه او په دې ډول يې دخپل شوم هوس ښکار کړه .
ګلانه اوس دافضل په کور کې دهغه ددوو نورو ښځو سره له غمه ډکې شپې ورځې تيروي ، اوسحر ګل شپه او ورځ دګلانې په فکر کې ډوب دى،خو هيڅ يې تر وسه نه دي پوره .