غزل

لکه خوب ياافسانه وه
څومره ښکلې زمانه وه
داغمــــونه دومره نه وو
خوشالي موهر شيبه وه
دګرمۍ په سرو غرمو کې
په يخ سوري مو دمــه وه
سرګردانه دومـــره نه وو
ښه قرار مو ورځ او شپه وه
د دنيا لالچ مــــو کم وه
مينه زړونو کـــې پرته وه
کليوال پکې راټول وو
يووستل يو مو حجره وه
مشرکشر مــــو معلوم وو
زمونږ دا پله درنـــــه وه
ټولې چارې په مسلات وي
هريوکارتـــــه مشوره وه
دابي ځايه سيالۍ نه وې
دژوند چاره موساده وه
ټول خواړه موخوندور وو
که سړه وه کــــــــه توده وه
لکه ټول ووخويندې ورونه
يو پربل مــــــو بروسه وه
چل وټه په منځ کې نه وه
زمونږداسې يارانه وه
هره ورځ لکه اختر وه
د شبقدر هره شپه وه
يو به بل کره ورتللو
که هرڅو لاره اوږده وه
غم ښادۍ مو وې شريکي
په ژوندون کې مو مزه وه
سيدبديع الزمان (هاشمي )