په سياست کې د عطا ماته او راتلونکې پايلې يې

په سياست کې د عطا ماته او راتلونکې پايلې يې
ډاکټر نېک محمد ويال 
 
عطا محمد نور د جګړې له ډګر څخه سياسي ډګر ته را دننه شو. سياست او جګړه سره توپير لري، خو پر يو بل اغېز لرونکي دي. عطا محمد نور د جګړې په ډګر کې يو جنګيالي قومندان وو، لوې لاسته راوړنې يې د مقابل لوري وژل، له دوی څخه د سيمو نيولو، وړاندې تګ او يا هم يوازې له ځان څخه ساتنه او دفاع وه.

يو متل دی، چې په جګړه کې حلوا نه وېشل کيږي، او دا خبره رېښتا هم ده. په جګړه کې بشري حقوق تر پښو لاندې کيږي، ملکي تلفات شتون لري، ظلم او تشدد ورسره وي، چپاول او لوټول ممکن وي، د دښمن په پر وړاندې بې پوېو خبرې او تبليغات خپريږي او ورته ډېر نور څه.

خو له بلې خوا، د جګړې د مهار لار سياست دی. په سياست کې له فکر، پلان، امکاناتو، ډېپلوماسۍ، طرحو او مشورو څخه ګټه اخېستل کيږي، او موخې تر لاسه کيږي.

دا به ومنو، چې عطا محمد نور د جګړې په ډګر کې د نورو په مرسته بريالی وو. د جګړې پورته ځانګړتياوې مو چې ذکر کړې، عطا هم له هغوی ډېرې درلودلې او هم يې عملي کړې. خو په سياسي ډګر کې عطا د سياست ځانګړتياوې او وړتياوې له ځان سره نه درلودې.

په نېږدې تېر کې، ولسمشر عطا محمد نور له دندې ګوښه کړ، خو عطا يې پر وړاندې سياسي نه بلکې جګړيزه مبارزه پيل کړه. عطا د افغانستان د کورنيو جګړو وخت ته لاړ او له هغه تجربو يې ګټه واخېستله، ترڅو موخې لاس ته راوړي. عطا توندې څرګندونې درلودلې، سپکې - سپورې يې وويلې، ګواښونه يې وکړل، قانون يې تر پښو لاندې کړ، نظام يې وګواښو، د حکومت د چارو پر وړاندې يې خنډونه رامنځ ته کړل، خپلو زور يې نندارې ته وړاندې کړ، خپل خلک يې وسله وال کړ او نامشروع بغاوت يې اعلان کړ.

د عطا په شمول يو شمېر نورې سياسي کړۍ ډېری وخت، په خپلو خبرو کې ادعا کوي، چې اوس ۲۱ مه پيړۍ ده؛ د امير عبدالرحمن خان او نور محمد تره کي د دکاتورۍ دورې له منځه تللي دي، خو دوی دا هيروي، چې په ۲۱ پيړۍ او د ديموکراسۍ په دور کې، زور، د کورنيو جګړو تجربې، مليشه ځواکونه او قانون ماتونه هم ښې پايلې نه ورکوي.

مرکزي حکومت د عطا محمد نور د ټولو ناستو، ګواښونو او سپکو - سپورو په اړه سياسي او ډېپلوماټيکه حوصله وکړه او چوپ پاتې شو. حکومت اړ وو، چې په رېښتنې مانا سياست او ډېپلوماسي وساتي او همدا ډول د کورنيو جګړو تجربې تکرار نه شي.

په سياست او ډېپلوماسۍ کې د نه پوهېدنې او يا کمې پوهېدنې په اساس، عطا محمد نور داسې غوښتنې رامنځ ته کړې، چې حتی د حکومت له صلاحيت هم وړاندې وې او مستقيماً يې په ملي حاکميت پورې اړه درلودله. مرکزي حکومت هڅه کوله چې د خبرو، ډېپلوماسۍ او سياسي لارو څخه عطا ته قناعت ورکړي او ستونزې ورسره حل کړي او په دې برخه کې حکومت بريالی هم شو.

عطا محمد نور چې احساساتو لاندې کړی وو، په درېيو مياشتو کې يې داسې څرګندونې وکړې، چې خپلو پلويانو ته يې په دې دنيا جنت جوړکړ، ټول يې وزيران، مشران او د افغانستان حاکميان جوړ کړل. په همدې بنسټ يې ناستې تر يوه بريده ښې او په جوش کې وې.

عطا هره ورځ درې چارې تر سره کولې:
۱- په احساساتي څرګندونې يې يو شمېر خلک خپل کړل او پر ځان يې راټول کړل.

۲- په سياسي کړيو او حکومت کې يې په ډېر شمېر خلک د ځان دښمن کړل، ځکه چې هر ورځ به يې دوی ته سپکې - سپوري ويلي او ګواښونه يې کول.

۳- عامو افغانانو ته د عطا اصليت څرګند شو. خلک پوهه شول، چې دا سړی څومره د قدرت وږی دی او څومره په خپلو خبرو او ژمنو کې رېښتنی دی.

حکومت په سياسي او ډېپلوماټيک ډول سره عطا له دندې لېرې کړ او يو څه ژمنې ورسره وکړې، چې په راتلونکي کې به ورسره تر سره شي. عطا د هغه حکومت ژمنو ته اوس منتظر دی، چې نوموړي يې په درېيو مياشتو کې پر وړاندې ګواښونه وکړل، حکومت يې نامشروع ياد کړ، د سقوط خبرداري ورکړل او لنډه دا چې د حکومت دننه يې ځان ته يوه داسې کړۍ رامنځ ته کړه، چې هر ورځ له نوموړي څخه د غچ اخېستلو شيبې شماري، خو داسې غچ نه، څه ډول چې عطا پرې ټينګار کوي، بلکې سياسي او ډېپلوماټيک غچ، چې درد به يې له څه وخت وروسته را څرکند شي. په دې ډول سره عطا په سياسي ډګر کې ماته وخوړله، بې کاره په کور کېناست او هره ورځ له نورو بې دندې کسانو سره خبرې - اترې، ناستې ترسره کوي؛ او بس.
 
حکومت قضداً ته عطا ته درې مياشتې وخت ورکړ، چې هرڅه يې په زړه کې وي، څرګند يې کړي او خپل زور نمايش ته وړاندې کړي. عطا يا غولېدلی وو، يا احساساتو لاندې کړی وو، يا يې زړه درد کولو، يا چا په غلته مشورې ورکولې او يا هم .... خو هغه څه چې عطا په تېرو درېيو مياشتو کې د حکومت او سياسي ډولو پر وړاندې وکړل، هم يې د خپلو خلکو په منځ کې ځای له لاسه ورکړ او هم يې په زيات شمېر سياسي مخالفين پيدا کړل.

د عطا پلويان اوس په عطا دوه نيوکې لري:
۱- که چېرې عطا پر حقه وو، نو بيا بايد په هېڅ ډول له خپلو غوښتنو نه وای تير شوی.

۲- او که چېرې عطا د خپلو ګټو په موخه د خلکو له احساساتو ګټه پورته کوله، نو بيا يې هم له خپلو پلويانو سره جفا کړي.

نن عطا په کور کېناست او امپراتوري يې پای ته ورسېده او د سبا لپاره؛ د عطا پلويانو په نوموړي باور له لاسه ورکړی، نه يې په ټاکنو په جوش سره تر شا ودريږي او نه به يې هم، په خبرو او ناستو کې غږ بدرګه کړي.