په بهرنيو چارو وزارت کې د صلاح الدين رباني لاس ته راوړنې

په بهرنيو چارو وزارت کې د صلاح الدين رباني لاس ته راوړنې
ډاکټر نيک محمد ويال 
 
صلاح الدين رباني داسې يو کس نه دی، چې د ځوانۍ له وخت څخه په سياسي چارو کې بوخت وو او يا يې هم په دې برخه کې کومې ځانګړې زده کړې تر سر کړي دي. نوموړي ته د افغانستان په حکومتونو کې سياسي چوکۍ د پلار څخه په ميراث پاتې دي. لکه څه ډول چې، عبدالله عبدالله، يونس قانونې، امرالله صالح او نور، د احمدشاه مسعود او قسيم فهيم برخې د دوی له مړينې وروسته هم له حکومت څخه غواړي او يا د جهاد په نوم د برخې چيغې وهي؛ صلاح الدين رباني هم، د جهادي مشر زوی دی او د پلار له مړينې وروسته د مړ پلار له نفوذ څخه بايد په حکومت کې برخه ولري.

د بهرنيو چارو وزارت لپاره هر کس، لوړپوړي کسان خو په ځانګړي ډول سره د بهرنيو چارو وزير بايد په سياسي علومو، نړيوالو اړيکو، پالېسۍ او ډېپلوماسۍ کې لوړې زده کړې او تجربه ولري، خو له بده مرغه چې صلاح الدين رباني له دې څخه محروم دی.

صلاح الدين رباني د بهرنيو چارو له وزارت څخه د کورنيوو چارو وزارت جوړکړی او يا هم د يو ګوند د سياسي دفتر په توګه ورڅخه کار اخلي. په بهرنيو چارو وزارت کې د صلاح الدين رباني يو څو لاس ته راوړنې د بيلګې په ډول درته په ګوته کوو.

- د ياد وزارت ډېری پخواني مامورين اقرار کوي، چې د رباني په ورتګ سره د ياد وزارت بڼه په قومي او ژبني ټاکنو وړاندې تللې ده. له ۷۰ څخه تر ۸۰ سلنه پوري نوې ټاکنې د نوموړي د قوم او ګوند د خلکو له منځه شوي او د نورو قومونو پخوانيو مامورينو ته داسې ناخوالې رامنځ ته شوې دي، چې د وزارت چاپيريال يې پرې راتنګ کړی دی.

- په بهرنيو هېوادونو کې، د افغانستان د سفارتونو او کنسولګريو په منځ کې د تعصب او قوم پالنې لړۍ پراخه شوه. د صلاح الدين رباني په لارښونو او يا هم د نوموړي په ملاتړ، د افغانستان ملي او تاريخي ورځې په بهرنيو هېوادونو کې په داسې ډول سره ولمانځل شوې، چې د تعصب بوی ترې پورته کېدلو او ترې چې د هېواد رسمي ملي سرود ته هم د پلې کولو اجازه ورنه کړل شوه.

- په بهرنيو هېوادونو لکه پاکستان او هند کې، د افغان محصلينو او افغان سفارتونو ترمنځ اړېکې پرې شوې. د افغان محصلينو پر وړاندې د سفارتونو او کنسولګريو دروازې وتړل شوې، د محصلينو په اسنادو کې ستونزې، د محصلينو ترمنځ خپلې منځي شخړې او د نورو هېوادونو د چارواکو له خوا د افغان محصلينو زورلو او حق خوړل داسې اوج ته ورسېدل، چې د غږ اورېدلو يې څوګ نه شول پاتې.

- په عربي هېوادونو کې، د افغان مسافرو د پاسپورټ او ویزې مشکل، چې له کالونو موجود وو، په خپل ځای پاتې شو. تر اوسه هم په سعودي کې افغان مسافر د پاکستان په پاسپورټ او ويزو تګ - راتګ کوي او يا هم د کالونو - کالونو راهيسې په عربي هېوادونو کې بند پاتې دي.

- د صلاح الدين رباني په شتون کې، په پاکستان کې د افغان کډوالو ژوند د يو نامالوم برخليک په لوري لاړ. د پاکستان حکومت او پوځ په افغان کډوالو هر ډول لوبې ترسره کړي. کډوال ووهل شول، ورټل شول او لسګونه نورې نخرې پرې تجربه شوې. دا هره ناخواله، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نه او يا کمزورو ډېپلوماټيکو اړيکو پايله وه.

- په اروپايي هېوادونو کې يو شمېر افغان کډوالو داسې کړنې تر سره کړې، چې د افغانستان د بدنامۍ او شرم نوم يې په نړۍ کې خپور کړ. افغان کډوالو په اروپايي هېوادونو کې له قتل نيولي بيا تر غلا، جنسي زورنې او ترهګرويزو فعاليتونو پورې په کارونو تورن او ونيول شول. په اروپايي هېوادونو کې افغان کډوال د يو بې هېواده او بې وطنه کس په توګه په زندانونو کې واچول شول. بهرنيو چارو وزارت يې په اړه نه خبر دی او که خبر هم وي، نه پوهيږي چې په دې ډول مسايلو کې له کوم ډول ډېپلوماسۍ کار واخلي او ستونزې څنګه حل کړي.

- روسيې او ايران داسې ادعاوې وکړې، چې د افغانستان په خاوره کې د دوی پر وړاندې ترهګرې ډلې روزل کيږي، افغانستان ته ترهګر راوړل کيږي او نور. خو صلاح الدين رباني د خپلو ګوندي ګټو په پار د يادو هېوادونو د څرګندونو په اړه چوپ پاتې شو او دا پوښتنه يې ترې ونه کړه، چې څرګندونې يې ډېپلوماټيکې پولې ماتوي.

- صلاح ادين رباني د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ځانګړې ناسته کې ګډون ونه کړ. رباني ته د افغانستان د بهرني سياست پر ځای ګوندي سياست مهم وو او له ارګ سره يې د عطا محمد نور د دندې او جمعيت ګوند د برخې په اړه ناستې تر سره کولې.

- د کابل پروسې په دويمه ناسته کې، صلاح الدين رباني د ولسمشر له خوا طالبانو ته د سولې له وړانديز سره مخالفت څرګند کړ او افغانستان ته يې يوه بله د شرم پوزه جوړه کړم.

پورته يې يو څو بېلګې وې، چې صلاح الدين رباني د خپل واک او صلاحيت په وختونو کې په بهرنيو چارو کې تر سره کړي، په لسګونه نورې ناخوالې هم شتون لري، چې د خورا افغانستان تاريخ به يې په صلاح الدين رباني پورې وليکي.