د سپټمبر ۱۱ مې پېښې طرحه يو پاکستاني جوړه وه، هېڅ طالب او يا بل افغان په کې شامل نه وو

د سپټمبر ۱۱ مې پېښې طرحه يو پاکستاني جوړه وه، هېڅ طالب او يا بل افغان په کې شامل نه وو
ژباړه: ډاکټر نېک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن
سرچينه: د اېس رياست کتاب
لېکوال: ستیف کول

ملا محمد عمر له اسامه بن لادن څه يو څو کاله په عمر کې کم وو. د جهاد په وخت کې نوموړي له اسامه بن لادن سره ډېره کمه پېژندګلوي درلودله او اسامه بن لادن؛ ملا محمد عمر افغانسان ته نه وو را دعوت کړی.

په لومړي ځل اسامه بن لادن هغه وخت د افغانستان خاورې ته را دننه شو، چې د طالبانو حاکميت منځ ته نه وو راغلی. بن لادن په يوې جېټ الوتکه کې افغانستان ته راغی، چې له ځان سره يې پيسې او خپل جنګيالي هم را وستلي وو.

اسامه بن لادن له ملا محمد عمر سره په کندهار کې ولېدل او وروسته د يو او بل ملګري او متحدين شول. په هغه وخت کې طالبانو د القاعده مرستې او ملاتړ ته د شمالي ټلوالې پر وړاندې اړتيا درلودله. د اسامه له راتګ څخه وروسته ملا محمد عمر د نوموړي وړيا مرستې هم قبولې کړې، چې د کندهار په جوړولو او د شمالي ټلوالې سره په جګړه کې يې ورڅخه ګټې پورته کولې.

که څه هم ملا محمد عمر او اسامه بن لادن سره ملګري او متحدين شول خو بيا هم، د القاعدې او طالبانو ترمنځ يو لړ ستونزې موجودې وې. د بهرنيانو په اړه د اسامه بن لادن توندې څرګندونې او په بهر کې د القاعده بريدونه هغه څه وو، چې طالبان يې له اقتصادي، سياسي او د سفر له بندېزونو سره مخ کړل.

د سپټمر د يوولسمې په بريد کې، طالبانو او نورو افغانانو هېڅ برخه نه درلودله، هغه کسان چې د سپټمبر د يوولسمې نېتې پېښه يې رامنځ ته کړه او الوتکې يې وتښتولې، د سعودي عربستان او يا نورو عرب هېوادونو وګړي وو.

هغه چا چې په امريکا د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د يوولسمې نېټې د حملې طرحه او پلان جوړ کړی وو، شيخ خالد محمد نومېده، چې په خټه پاکستانی وو، زده کړې يې په امريکا کې سر ته رسولې وې او د ژوند ډېره برخه يې، په کوېټ هېواد کې تېره کړي وه.

تر اوسه هم څرګنده نه ده، چې آيا ملا محمد عمر د سپټمبر د ۱۱ مې نېټې د پېښې په اړه له وړاندې خبر وو او کنه؟ دو اروپايي لېکولانو د سپټمبر د پښې په اړه د ملا محمد عمر د لاس لرلو او يا نه لرلو په اړه د طالبانو له مشرانو سره هم مرکې تر سره کړې وې، خو دوی ويلي، چې دغه خبره په شک کې ده او نه شو ويلی، چې ملا عمر وړاندې له پېښې څخه خبر وو او کنه؟

د امريکا په سي ای اې کې د ترورېزم پر ضد ادارې يو چارواکی هانک کرمټن ويلي، "چې القاعده د نړيوالو اړيکو او مسايلو په اړه د طالبانو له چوپتيا څخه ګټه پورته کوله"

کله چې د امريکا متحدو ايالتونو ولسمشر جورج بوش له طالبانو څخه غوښتنه وکړه، چې اسامه بن لادن ورته تسليم کړي او ملا محمد عمر دغه غوښتنه رد کړه، نو طالبان د امريکا پر وړاندې دښمن شول، ډېری يې ووژل شول او يو شمېر نور يې بنديان شول.

په واشنګټن او نيويارک د سپټمبر د يوولسمي حملې څخه اته ورځې وروسته ملا محمد عمر د طالبانو اسلامي امارات ټولو ادارو ته يو حکم صادر کړ، چې له دوی غوښتنه کړې وه، ترڅو قربانۍ ورکولو ته تياری شي.

ملا محمد عمر طالبانو ته حکم کړی وو، چې په جوماتونو کې د قران کريم ختمونه تر سره کړي، له خدای څخه د کفارو په مقابل کې د بريا دعا وکړي.

د سپټمبر د ۱۱ مې حملې څخه وروسته، ملا محمد عمر ته نېږدې او وفاداره طالب چارواکي ملا عبدالسلام ضعيف، چې د طالبانو په وخت کې وزير او بيا يې په مهم ډېپلوماټيک پوسټ کې په پاکستان کې د طالبانو د سفير په توګه کار کړی وو، کندهار ته لاړ. ملا محمد عمر ضعيف ته وويل، "ما اسامه بن لادن احضار کړ او د سپټمبر د يوولسمې پېښې په اړه مې ترې پوښتنې وکړې، خو هغه قسم وکړ چې دا کار يې نه دی کړی او زه له دې نور فشار په اسامه بن لادن نه شم را وستلی. که ته (ضعيف) د سپټمبر د يوولسمې نېټې د پېښې په مورد د اسامه بن لادن د لاس لرلو په اړه کوم ثبوت لرې نو وړاندې يې کړه، خو ما ونشو کولی، چې کوم ثبوت پرې پيدا کړم.