
د هرې جګړې غرامت عام ولس پرې کړی، دلته هم په جګړو کې ښکېلو یوه لوري هم په عام ولس زړه نه دی دردولی، څوک ترې سفر جوړوي او څوک یې په نیمو شپو په کورونو چاپې وهي، څوک د ړندو بمباریو له کبله وژل شوي او وژل کیږي او څوک په عامو لارو، بازارونو او عامه ځایونو په بمونو او چاودنو کې ټوټه ټوټه شي او غوښې یې کورونیو ته په لاس ورکړل شي.
د عام ولس د ساتنې او د جګړو پر مهال یې د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره په جګړو کې ښکېلو لوریو یوه لوري هم هغه ډول چې په کار ده ځانونه مسئول نه دي ګڼلي؛ خو تل دغه لالهانده ولس د دوی د هدفونو ښکار شوي او قرباني شوي دي.
د وري ۱۲مه د دوشنبې ورځ غرمه مهال د افغان هوایي ځواکونو دوه چورلکو د کندوز دشت ارچي ولسوالۍ دفتاڼو سیمه کې په یوې مدرسې د بخاري شریف د دستاربندۍ په مراسمو هوایي برید وکړ، د ملکي وګړیو د مرګ ژوبلې په اړه بېلابېلې شمېرې خپرې شوې، چې تر ډېره بریده تاکید په ۱۵۰ کسانو کیږي.
ملي دفاع وزارت وویل، چې برید یې د طالبانو په یوې غونډې کړی او د طالبانو لویه دسیسه یې شنډه کړې، طالبانو ته یې مرګ ژوبله اړولې چې د کویټې شورای د غړیو په ګډون د طالبانو یو شمېر مشران هم په کې وژل شوي دي.
طالبانو په دغه برید کې خپل لورته اوښتې مرګ ژوبله رد کړه او ویې ویل چې مرګ ژوبله عام ولس ته اوښتې او په غونډه کې یې خپل شتون هم رد کړ او دا یې هم وویل، چې دوی دغه ډول غونډو ته نه ورځي.
خبره راځنې اوږده شوه؛ خو اړ وم چې د پېښې په اړه لنډ مالومات ولیکم، اوس به راشم اصلي موضوع ته چې له پېښې دوه ورځې وروسته دفاع وزارت د دغو عملیاتو یوه ویډیو خپره کړه، په ویډیو کې څو تنه وسله وال طالبان تر سترګو کیږي، په ویډیو کې یو سپین رنګې کورلا ډوله موټر دی چې دوه تنه د سپینو پګړیو لرونکي کسان هم دغه موټر کې د کېناستو پر مهال لیدل کیږي او تر ډېره بریده په خواله رسنیو کې هم د همدغه موټر انځورونه او ویډیو کته او پورته شوه او ویل کېده چې همدغه د طالبانو مشران دي او یا د کویټې د شورای غړي دي.
دغې ویډیو او په دې موټر کې سپرېدونکو کسانو زه هم شکمن کړی وم، چې ګوندې د دفاع وزارت د خبرې په تائید چې همدغه د کویټې د شورای غړي دي؛ نو ځکه یې داسې په مهربانۍ او قدر سره موټر ته پورته کوي.
خو د تېرې پنجشنبې په ورځ راته مالومه شوه چې دغه دوه سپین پګړي کسان د کویټې د شورای غړي نه دي، دوی وسله وال طالبان هم نه دي، دوی دواړه د کندوز ښار اړوند سیمو کې د مسجدونو امامان دي، دوی هره شیبه په ښار کي وي او د بخاري شریف غونډې ته ور بلل شوي وو او د دوی نومونه هم پېژنم.
د دفاع وزارت بله تېروتنه خو دا ده، چې دوی د دغه موټر انځور د سهار نهو بجو په شاوخوا کې ښیي؛ خو ما چې کوم مالومات تر لاسه کړل، دا د بمبار نه وروسته انځور دی، چې له دغو دوه عالمانو نه یې یو ټپي شوی او د درملنې لپاره یې موټر ته پورته کوي.
د دې تر څنګ مې د دې غونډې د یوه ویناوال عالم چې د بغلان په ښار کې اوسيږي غږیز کلیپ هم لاسته را رسېدلی، چې دې عالم په همدې غونډه کې ۲۱ دقیقې وینا کړې، وینا یې له شروع نه تر هغه وخته چې چورلکې پرې بم غورزوي د امام بخاري صیب په شخصیت او علمیت راڅرخي.
عالم د وینا پر مهال وي، چې د شلمې دقیقې او ۴۷مې ثانې پر مهال وایي، اه خلک لکه چې په تښتېدو شول طیاره یې ولېده که څه چل وشو، الله دې خیر کړي نو، څو شیبې چوپتیا رامنځته شي، عالم بیا وینا پیل کړي، په هر حال ووایي او په همدې خبرو سره د چورلکو او ډزو د غږونو په اورېدو سره د عالم غږ ورک شي؛ خو بیا هم هغه څوک چې ټیلیفون یې د عالم د خبرو د ثبت لپاره ایښی همغسې ترې پخپل ځای پاتې کیږي او د ټپي کسانو د زګېرویو غږونه هم په ثبت شوي کلیپ کې اورېدل کیږي.
اوس نو پوښتنه دا ده، چې که د جګړې ښکېلې خواوې خپلې تېروتنې او د ملکي وګړیو د خوندیتوب په تړاو خپل مسئولیت درک نه کړي؟ خپلو جنایتونو ته د توجه لپاره د بهانو لټولو پر ځای د ملکي وګړیو خوندیتوب ته ژمن پاتې نه شي؟ د کابل، جلال اباد او کندوز دشت ارچي پېښې به یې وروستۍ نه بلکې موږ به هره ورځ د دغسې پېښو شاهدان و اوسو او عام ولس به یې د هرې پېښې اصلي قربانیان وي.