د سيما سمر په عقيده بشر او انسانان څوګ دي؟

د سيما سمر په عقيده بشر او انسانان څوګ دي؟ 
ډاکټر نېک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن
 
په افغانستان کې نه يوازې د سيما سمر، د بشر حقوقو د خپلواک کمېسيون، بلکې د ټولو هغه ادارو شتون د پوښتنو لاندې دی، چې په هېواد کې د بشر حقوقو په نوم فعاليت او کار کوي. افغانستان ته د نړيوالې ټولنې په راتګ سره، د ښځو، ماشومانو، کارګرو او په لويه کې د انساني او بشري حقوقو د ساتنې او پاملرنې چيغې را پورته شوې او په همدې برخو کې د افغانستان د دولتي بودجې او بهرنيو هېوادونو په مېلېونه ډالر مرستې خرڅ او په اوبو لاهو شولې.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي له واکمنۍ څخه بيا تر نن ورځې پورې، سيما سمر د افغانستان د بشر حقوقو د خپلواک کمېسيون مشرتوب په غاړه لري. سيما سمر په خټه هزاره افغانه ده، خو د هغه مالومات په اساس چې د نوموړې په اړه خپريږي، سمر هم په افغانيت شرميږي او هم په اسلاميت. که له دې ورتېر شو او په خپلې موضوع تمرکز وکړ، نو د بشر حقوق د خپلواک کمېسيون او سيما سمر په شتون کې، د افغانانو په بشري حقوقو کوم تيري تر سره نه شول او کومې نورې لارې لا پاتې دي، چې د افغانانو د بشري حقوقو پر وړاندې نور تاوترېخوالي رامنځ ته کړي.

په ماشومانو جنسي تيري تر سره شول، په کورنيو تاوترېخوالو کې زوی مور، خاوند ښځه، پلار زوی، زوی پلار، ورور خور، خور ورور... ووژل، ويې وهل، په مخونو يې تیزاب پرې وشېندل، لاسونه او پښې يې ورماتې کړې. کم عمره جونې لکه حيوانات د پيسو په مقابل کې خرڅ شوې، د وسلوالو مخالفينو له خوا په صحرايي محکمو کې خلک په دورو ووهل شول، سنګسار شول، اعدام شول او لسګونه نورې سزاګانې ورکړل شوې.

د حکومت او وسله والو مخالفينو په بريدونو کې، په زرګونه بې ګناه افغانان ووژل شول، يا ټپیان شول او که نور څه نه وي، نو شتمنۍ او پانګې خو يې زيانمنې شولې. د زورواکو او غصبينو له خوا د خلکو په مېلېونه جريبه ځمکې او جايدادونه غصب او ونېول شول. دا هر څه د بشر پر وړاندې شوي، د بشر پر ضد او د بشر د خوښې او رضايت پرته هره کړنه د بشر پر وړاندې تاوترېخوالي او د بشري حقوقو نقض بلل کيږي.

نړيوالې ادارې هر کال د افغانستان په اړ ښېښنده سروې او راپورونه خپروي. په هر کال کې د هغه پېښو ګرافونه وړاندې کيږي، چې په افغانستان کې د ملکي کسانو د مرګ - ژوبلې، د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د تاوترېخوالي او نورو نه خوښو کړنو شمېرې په کې ذکر شوې وي.

سيما سمر او په لويه کې د بشر حقوقو خپلواک کمېسيون اوس بشر ته څه ځواب لري او د بشر لپاره يې څه کړي دي؟ د ياد کمېسيون شتون د څه په پار دي؟ او د کوم بشري ضد ناورين مخه يې نېولې ده؟

بشر په لويه کې هر انسان ته وايي، او په هېواد کې د افغانستان د بشر حقوقو د خپلواک کمېسيون دنده دا ده، چې پرته له کوم ژبني، قومي او سميه ييز توپير څخه د هر افغان پر وړاندې د ظلم او تاوترېخوالي مخنيوی وکړي.

د سيما سمر په عقيده هر افغان انسان او بشر نه دی. سيما سمر د افغانانو ترمنځ داسې کرښې رامنځ ته کړي دي، چې له يو شمېر افغانانو څخه يې د بشر نوم هم اخېستی دی. لکه چې وړاندې مو وويل، له بشر څخه موخه انسان دی. انسان ښايي مضر وي، شر اچوونکی وي، ترهګر وي، د نظر اختلاف ولري او ورانکارې چارې تر سره کړي، خو لنډه دا چې انسان هرڅومره بد هم شي، خو بيا هم انسان دی، ښايي چې مجرم او يا په نورو نومونو به ياد شي، خو هېڅ عمل هم له انسان څخه دا حق نشي اخېستلی، چې ووايي، د انسان او بشر نه بلکې کوم بل مخلوق دی.

د سيما سمر په عقيده؛ طالب بشر نه دی، پښتون بشر نه دی، د نوموړې سياسي مخالف بشر نه دی، څوګ چې سمر ته نېږدې او ورسره اړيکه لرونکي نه وي هغه هم بشر نه دی. سيما سمر ته بشر په شمېر کسان دي، نوموړې ته بشر ځانګړی قوم او ډله ده. د سيما سمر په عقيده بشري تاوترېخوالی هغه څه دی، چې نوموړې ته ناخوښ وي او د هغو کړنو پر وړاندې غږ پورته کوي، چې د سيما سمر د شخصي فکر او ليدلوري سره په ټکر کې وي.

که سميا سمر ته هر انسان بشر وای او هر افغان ورته انسان وای، نو بيا به يې د حکومت او وسلوالو مخالفينو له خوا په ټولو برېدونو کې د وژل شويو او اغېزمن شويو کسانو پر وړاندې مساوي غږ پورته کړی وای او د هېواد په ۳۴ ولايتونو کې به يې، هره بشري ضد کړنه غندلې وای، خو د سيما سمر په اند بشر يو ځانګړی قوم او بشري حقوق په افغانستان د يوې خاصې ډلې لپاره دي.

د سيما سمر او د افغانستان د بشر حقوقو د خپلواک کمېسيون په شتون کې په هېواد کې د بشر پر وړاندې هر ډول تاوترېخوالی او جنايت تجربه شو. د بشري حقوقو د نقض په اړه؛ سيما سمر او ورته نور کسان او ادارې بايد وپوښتل شي، دا خلک په خپله د بشر پر وړاندې ناورين دی.