
ملا محمد عمر څوګ وو؟
ژباړه: ډاکټر نېک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن
سرچينه: د اېس رياست کتاب
لېکوال: ستیف کول
ملا محمد عمر خپل د ماشومتوب او ځوانۍ دوره د افغانستان په ارزګان ولايت کې تېره کړې وه. نوموړی د خپل تره تر روزنې لاندې را لوی شو، تره يې يو ديني ښوونکی وو. د ملا محمد عمر پلار هغه وخت مړ شو، چې دی ډېر کوچنی وو او د پلار له مړينې وروسته يې مور د ده له تره (د ملا محمد عمر د پلار ورور) سره واده وکړ.
ملا محمد عمر په قوم هوتک وو، هوتک په سويلي افغانستان کې يو قوم دی، چې په تېر کې يې سياسي ځواک درلود او مشرانو يې په افغانستان حاکميت درلود. ملا محمد عمر د ژوند تر ټولو اوږد بهرنی سفر پاکستان ته کړی.
نوموړي ديني او اسلامي زده کړې کړې وې، عصري علومو يې نه وو لوستلي او همدا ډول د نوموړي د سفر يو نېږدې ملګري په وينا، چې ملا عمر کليوالي فکر درلود.
کله چې روسانو په افغانستان يرغل وکړ، نو ملا محمد عمر د ځوانۍ په عمر کې وو او د مجاهدينو له هغې ډلې سره يوځای شو، چې ده د کندهار په ديني مدرسو کې ورسره پېژندګلوي پيدا کړې وه. ملا محمد عمر او ورسره ملګرو يې د روسانو په مقابل کې د کندهار په دښتو کې د ميوند ولسوالۍ سره نېږدې جګړه وکړه. يوه ورځ د جګړې په ډګر کې روسانو وړاندې تګ وکړ، ملا محمد عمر او د هغې ملګري ملا عبدالسلام ضعيف له خپلو خندقونو څخه د دوی ننداره کوله، د جګړې سيمه ټوله د انسانانو په جسدونو پوښل شوې وه. په ياده سيمه کې روسان په خپلو پوستو کې پټ شول او پروتونه يې وکړل، د بم يوې سرګلولې د ملا محمد عمر د مخ پر وړاندې چاودنه وکړه او د نوموړي ښۍ سترګه يې ټپي او ړنده کړه.
ملا عبدالسلام ضعيف ويلي، "د پېښې په شپه افغان مشرانو يوه مېلمستيا برابره کړه، د ملا محمد عمر په مخ باندې بنداژ (پټۍ) لګېدلې وه او دغه ععنوي شعر يې ولوستلو."
(زما ناروغي بې علاجه ده، اوه! زما ګلانو لکه ملګري +++ زما ژوند پرته له تاسو مشکل دی، اوه! زما ګلانو لکه ملګري)
د روسانو له جګړې وروسته ملا محمد عمر په کور کېناست، کور يې بې برېښنا او د يو خاورين جومات ترڅنګ وو، چېرته چې نوموړي د جګړې په ډګر کې خپله سترګه له لاسه ورکړې وه.
ملا محمد عمر څلور ميرمنې درلودلې، د يو څو بچيانو پلار وو، اولادونو ته يې تبليغ او اسلامي زده کړې ورکړي وې.
کله چې د روسانو سره جګړه پای ته ورسېده نو په افغانستان کې کورنۍ جګړه پيل شوه. مجرمينو او جنګسلارانو په کندهار باندې حاکميت پيدا کړ. دغه خلکو په پوستو او پاټکونو کې خلک زورول، ماشومان يې تښتول او يا به يې هم په ماشومانو باندې جنسي تيري تر سره کول. په دغه وخت کې د ملا محمد عمر د جګړې د وخت ملګرو پرېکړه وکړه، چې يادو ظلمونو ته بايد د پای ټکی کيږدي او د دوی پر وړاندې مبارزه وکړي. د ملا عمر ملګرو يو مشر ته اړتيا درلودله، نو يو ماذديګر دوی د نوموړی کورته ورغلل. دوی ملا عمر ته وويل، چې دوی نوموړی د خپل مشر په توګه غوره کړی دی. ملا ضعيف متوجې وو، چې ملا محمد عمر زړه نه زړه دی، چې د يو څه له ويلو وړاندې بايد فکر وکړي او دا دي ملا عمر عادت وو، چې په مسايلو به يې ژور فکر کولو.
په وروستيو کې ملا محمد عمر د نوموړي کور ته د راغلې کميټې او خپلو ملګرو سره موافقه وښودله او وويل، چې يو څه ته ضرور اړتيا ده، چې بايد تر سره شي. په پايله کې ملا محمد عمر د پاکستان او سعودي عربستان په همکارۍ اسلامي امارات رامنځ ته کړ. ملا عمر د ځان لپاره د ديني زده کړو څښتن او نور قومندانان سلاکاران وټاکل او همدا ډول يې يو شمېر په عصري زده کړو سمبال پښتانه له ځان سره يوځای کړل.
نور بيا....