د افغان وينه يو رنګ لري، د صدارت څلور لارې او دشت ارچي عاملين د خدای او بشر پر وړاندې د نفرت وړ دي

د افغان وينه يو رنګ لري، د صدارات څلور لارې او دشت ارچي عاملين د خدای او بشر پر وړاندې د نفرت وړ دي
ډاکټر نېک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن
 
خوار او غريب افغان له تېر څخه بيا تر نن پوري د سولې چيغې ځکه وهي، چې د کابل د صدارات څلور لارې، د کندز دشت ارچي او په سلګونه ورته نورو پېښو د منځ ته راتګ ويره لري. حکومتي چارواکي په ديوالونو کې بند دننه خوندي ناست دي او د دولت د وسلوالو مخالفينو مشران په قطر او نورو هېوادونو کې د سهولت ډک ژوند لري.

پردي پالو، غلامانو، وحشت اچوونکو او جاسوسانو ته، پرون د کابل د صدرات څلور لارې بريد مشروع، حلال، جهاد او لاس ته راوړنه وه؛ خو بيا نن، پردي پالو ته د کندز د دشتي ارچي بريد وياړ او وړاندې تګ دی.

د صدارت په څلور لارې کې په سلګونه بې ګناه مسلمانان ووژل شول، د پرديو غلامانو د افغان ياده وژنه په افتخار سره تائيد کړه او وژلي شوي يې حکومتي چارواکي ياد کړل او د بې ګناه ملکي کسان وژنه يې په دې سره مشروع کړه، چې حکومتي کسان وو. خو نن بيا هم د جګړې بل ښکېل لوري، د يو څو وسلوالو مخالفينو د وژلو په موخه، په سلګونه کورنۍ د غم په ټغر کېنولې او په جرئت دا اقرار هم کوي، چې مونږ بمبار وکړ او مونږ دغه خلک ووژل.

که طالب د حکومتي چارواکو او حکومتي کسانو مرګ جهاد بولي او يا هم حکومت د وسلوالو مخالفينو وژنه روا بولي، دا فتواګانې خو له دوی سره، خو کله چې حکومت په خپلو عملياتو او وسله وال مخالفين په خپلو بريدونو کې بې ګناه ملکي کسان وژني، ځواب يې ورته څه دی؟ دواړه خواوې په ګناه کې ګناه کوي. حکومت او وسله وال مخالفين يو ځل بې ګناه ملکيان ووژني او بيا پرې دا ټاپي ولګوي؛ حکومت ملکي کسان هم د طالب او یا بل مخالف په ليکو کې شامل کړي او مرګ يې روا کړي، طالب او وسله وال مخالفين ملکي بې ګناه کسان ووژني او بيا ورته په ټنډه ټاپه ووهي، فتوا ورکړي او ووايي، چې حکومتي کسان او د پرديو غلامان وو.

وسله وال مخالفين د يو حکومتي کس د ټارګېټ په موخه، په سلګونه بې ګناه کسان په بې رحمۍ سره وژني او هېڅ ډول انساني، اسلامي او افغاني اصول په پام کې نه نيسي او نه هم د رحم او زړه سوي په نوم کوم څه پيژنې. همدا ډول حکومت په پټو سترګو ځمکني او هوايي عمليات کوي. يو د دولت وسله وال مخالف په نښه او ورسره په څنګ کې په سلګونه نورې د بې ګناه افغانانو کورنۍ د غم په ټغر کېنوي.

پرون د صدارت په څلور لارې کې د شوي بريد وژل شوي ټوټه - ټوټه کورنيو ته وسپارل شول او د ځينو غوښې او د بدن برخې به اوس هم د کابل ښار په لښتيو او ونو کې پاتې وي، خو نن حکومت په کندز کې په لسګونه کسان د يو يا دوو ټارګېټ شويو کسانو په پار داسې ووژل، چې کورنۍ به يې جسد نه بلکې د غوښو ډک تابوتونه خاورو ته وسپاري.

نن به څوګ وکولی شي، چې د کابلي او کندزي افغان وينه سره بېله کړي او يا ووايي، چې د يوه وينه کفره او د بل مسلمانه وه، څوګ به په دې نړۍ د خدای له پرېکړو وړاندې پرېکړه وکړي، چې يو ته د جنت او بل ته د دوزخ ټاپه ولګوي او يا هم پرې د جنتي او دوزخي زيری وکړي؟

تر اوسه هم داسې غلامان او وحشيان شتون لري، چې د کابل په پروني بريد خوښ وو او هغه انسان ورته انسان نه ښکاره کېدو، او داسې کسان هم شته، چې د کندز په ننني بريد يې ټټر يخ شولو، چې افغان ووژل شو او ورته مهمه نه ده، چې څوګ وو او ولې ووژل شو، خو موخه دا ده، چې افغان وي او بايد وژل شي او بس.

د افغان وينه يو رنګ لري، دا جګړه پردۍ ده، دا جګړه تپل شوې ده، په دې جګړه کې د حق ملاتړ وکړي، د طالب او حکومت هغه کړنې وغندئ، چې وحشي دي، بشري ضد دي، وينه په کې بهيږي او د کابل د صدارت څلور لارې، د کندز د دشتي ارچي او په سلګونه نورو وحشيانه پېښو او وير لړۍ پسې غځوي.