مننه ولسمشره چې په یاد دې یو

د جنوبي زون یا لویې پکتیا خلکو همیشه ګیله درلوده، چې د ټاکنیزو کمپاینونو او قربانۍ پر مهال د سیاستوالو د لیست په سر کې وي؛ خو کله چې د امتیازاتو او قدرت د ویش وخت را ورسیږي، ددې سیمې خلک له یاده وځي، د ۱۳۹۳ کال له ټاکنو وروسته چې اوسنی ولسمشر پکې بریالی شو، هم ددې سیمې خلکو دوامداره ګیلې درلودې، چې هیڅ زیربنايي پروژې پکې ندي پرانیستل شوې او ولسمشر غني له یاده ویستلي دي، دوی د ټاکنو پرمهال دځینو وعدو په ترلاسه کولو ولسمشر غني ته ۹۸ سلنه رایه ورکړه، چې په هغو کې د پکتیا د مچلغو بند، سروۍ خولې بند، د خوست ولایت هوايي ډګر، د غلام خان سوداګریز بندر او داسې نور شامل ول.

ولسمشر غني څو میاشتې وړاندې پکتیا ولایت ته پخپل سفر کې ددې ولایتونو خلکو ته ډاډ ورکړ، چې کړې وعدې یې په یاد دي او حتما به یې پلې کوي. ده پخپله وینا کې وویل: "ما د خپل واک په لومړیو کې د سترو اقتصادي پروژو د پرانیستې په لړ کې له هراته پیل وکړ، ددې لپاره نه چې تاسو مې له یاده وتلي وئ، ما غوښتل چې خلک باوري شي چې زه ملي روان یم او اسلامي روان یم؛ خو ستاسو نوبت هم رانیږدې دی." له نیکه مرغه د پروني سفر په ترڅ کې ولسمشر د خپلو وعدو د پلي کیدا په لور لومړنی ګام پورته کړ او څو مهمې پروژې یې پرانیستلې چې: د مچلغو د اوبو او بریښنا بند، د شهیدانو او مامورینو لپاره د دوو ښارګوټو پرانیسته، د وارداتي بریښنا سب سټیشن، د ګردیز او زرمت لویه لاره، د سوداګرو او پانګوالو لپاره د صنعتي پارک، چې په حقیقت کې دا د پکتیا د ولسونو بنسټیزې غوښتنې وې، پکې شاملې وې، ددې ترڅنګ یې ددې ولایت ولسونو ته وعده ورکړه چې په لویه پکتیا کې به د جلغوزیو د ځنګلونو د احیا او د مڼو او جلغوزیو اوسنیو تولیداتو ته په نړیواله کچه د پلور مارکیټونه پیدا کړي. د یو پکتیاوال په توګه د ولسمشر څخه مننه کوم، چې د ولس د ښیرازۍ لپاره له هرې ممکنه لارې ګټه پورته کوي؛ خو تر څنګ یې په لویه پکتیا کې ځینې نورې سترې پروژې دي، چې په پلي کیدو سره به یې ددې ولایتونو د خلکو په ژوند کې بنسټیز بدلون رامنځته شي.

لومړی: په لویه پکتیا کې بیشمیره واړه او ستر کانونه موجود دي، ولسمشر باید ددې کانونو استخراج ته د نړیوالو شرکتونو توجه راواړوي چې ددې ولایتونو لپاره حیاتي ارزښت لري او له بله پلوه ددې سیمو په امنیت او ثبات کې اغیزمن رول درلودلی شي.

دويم: د خوست هوايي ډګر چې له کلونو راهیسې ددې ولایت د خلکو غوښتنه ده باید کارونه یې زر تر زره پیل شي، ځکه چې ددې ولایت اکثره اوسیدونکي په خلیجي هیوادونو کې مسافر دي، چې اکثره له کابل څخه د تګ پر مهال له جنايي پیښو او ورته نورو ستونزو سره مخ کیږي.

درېیم: د غلام خان بندر چې ددې ټول زون په اقتصاد وضعه کې اغیزمن بدلون راوستلی شي، باید پرانیستل شي.

څلورم: د لویې پکتیا وړ کادرونو ته باید د دولت په چوکاټ کې د خدمت زمینه برابره شي.

پنځم: ستاسو د وعدې سره سم، ددې سیمې د ځنګلونو بیا ځلي احیا ته باید ډیره توجه وشي، ځکه چې ځنګلونه نه یوازې ددې سیمې په اقتصادي پیاوړتیا کې ونډه لري، بلکه کیدی شي چې په راتلونکي کې په سیاحتي سیمه بدله شي.

شپږم: لکه څنګه چې زراعت او مالداري د دې سیمې د خلکو د اقتصاد د ملا تیر بلل کیږي، د کرنې او مالدارۍ په برخه کې باید د باغدارۍ او ویترنرۍ سیار متخصص ګروپونه جوړ شي، چې بزګرو او مالدارانو ته په وخت او لازمې مشورې ورکړي.

اووم: د پکتیا ولایت په مرکز کې باید د زون په کچه د ویترنرۍ یو مجهز انستیتیوت جوړ شي.

اتم: د بهرنیو چارو وزارت له لارې باید په عربي هیوادونو کې ددې سیمې د خلکو د مسافرو ستونزو ته جدي پاملرنه وشي.