ګرانې اروښادې مورجانې ته!
هاغه پورې شين بـــخـونه غونډۍ ګورې!
چارچاپېره ترېنــــه شنــــې ونــــــــې ولاړې
هلتـــه پروت زما ارمــــان زما جـــــنت دی
بام د ميــني تــــه د زړه ســـــتـــــــنې ولاړې
چې د سرو شنو مرغکيو سيل پرې ګرځي
د خــوږ لفــــظـو اوازونـــو پــــرې اتــــڼ دی
پســتور پرې له شيــــنکي اسمـــانــه اوري
د قـــــــدرت د رحمــــــتونــو پـــرې اتـــڼ دی
هغه شــــنه جــــنډه چــې رپي نري باد ته
پرې ليــــکلې مې سپېــــڅلې کليمــــه ده
ها زمـا د خـــوږې مينـــــې سر چيـــــنه ده
د ژونــدون د تصــــويـــرونــــو ايـــــــنه ده
هغه دوې شـــناختې او څلی چې ښـــکارېږي
پــــــه وړو وړو زريـــنــــو شـــــګو رنـــــګ دی.
چې د ژوند د وږمو ساز کې يې زه ساز کـړم
ها، ګلاب هلـــته د مرګ کړۍ کـې زنګ دی
رانه لاړه تــه وا خــوب كې مې ســاه لاړه
د ژړا د غــرونــو سرته يې ياغـــي کــــړم
اوس چينه د يوې زرينـــې شاعرۍ شوم
د دردونــــو په ســــــــندرو يې غــني کړم
د جمعې په شــپه خـــو خامـــخا ورځمــــه
پاکــه ميــــنه يــې په ميـــنه ميــــنه وايــــم
ايــينــــې پــرې د رڼـــو اوښـــــــکو کرمـــــه
د ياســين په زمزمو يې خدای ته ستا يـم.
سيدجيلاني جلان
غزل
غږ مې ورک دې مورې مورې ستړى غږ په چا وکړم؟
اخ په خداى نيمګړى شــــوم نيمګړى غږ په چا وکــړم؟
اى ادکې! ووايه بچيه راته ووايه
اوښکې اوښکې زړه مې دې راوړى غږ په چا وکړم؟
خوله د ښيرازۍ مې په ډبرو د وخت ماته شوه
مينه مينه ژوند مې اوبو وړى غږ په چا وکړم؟
ژوند مې له ياغى ځوانى نه څلى د ايرو جوړ کړو
ډير يم طــبع خړى طــــبع خړى غــږ په چا وکړم؟
بيايې مې جلانه ! انديښنې د ژړا غرونو ته
ستونى کې مې پروت د سلګو پړى غږ په چا وکړم؟
سيدجيلاني جلان
وروستي