ګمان نه شي

 
له دې رنځه رغيدل مې ګمان نه شي
ستا له غمه خلاصيدل مې ګمان نه شي
دديدن ارمان به ګور ته اخر يوسم
ښکلى ياره ستاراتلل مې ګمان نه شي
وچيدو داباسين کې هيڅ شک نه شته
خپلې اوښکې وچيدل مې ګمان نه شي
په خزان وهلي باغ به بهارراشي
په غمجن زړګي خندل مې ګمان نه شي
ډيرکارونه په څو ځلې تکراريږي
خودوبار ستا راکتل مې ګمان نه شي
که دنياورپسې ټوله لټ په لټ کړم
مخ دښکلي يار ليدل مې ګمان نه شي
داسيي ده ډير کارونه په قصدکيږي
زړه له ياره صبريدل مې ګمان نه شي
ښه پوهيږم بخت وفاراسره نه کړي
په پالنګ ستا درختل مې ګمان نه شي
چې يې بخت ملګرتوبې ورسره نه کا
خپل مقصدته رسيدل مې ګمان نه شي
چې تسل دخوشالۍ به راته راکړي
پردي څه کړې چې په خپل مې ګمان نه شي
لکه تاچې څومره ماسره جفاکړه
(هاشمي) وايي په بل مې ګمان نه شي