دښځو پر وړاندې دتاو تريخوالي لاملونه

(دسيدبديع الزمان هاشمي) ليکنه
درنو لوستونکوپه دې کې شک نه شته چې زموږ په هیواد کې دښځو پروړاندې دتاوتریخوالي ستونزې ډیرې دي اودغه ستونزې په ډیرو سیمو کې یوډول دي خو په ځینو سیمو کې یوڅه توپیره هم سره لري . خو دلته یوازې په ختیزو ولایتونوکې پردغو ستونزو او دهغې دپیښدولااملونو پراړه سره غږیږو. په ختیزو ولایتونوکې هم دهیواد دیوشمیر نورو ولایتونوپه څیر دښځو پر وړاندې دتاو تریخوالي کچه ډیره لوړه ده ،په ځانګړی ډول په ځینو لریو پرتو سیمو کې ډېرې ښځې دیو لړ ستونزو سره لاس اوګریوان دي،لکه په ښځو باندې له توانه وتلی درانه کارونه ، په نه خبره دښځو وهل ټکول ، نجونه له ښونځیو څخه منع کول ، دکوچنیو او کم عمره نجونو سودوونه،دولورپه نوم دډېرو پیسو په اخیستلو سره دخور او لور خرڅول اوداسې نورې ستونزې دي،چې له امله یې په ټولنه کې ډول ډول ناوړه پېښې منځته راځي .
دبشری حقونودخپلواک کمیسیون دمعلوماتو له مخې هرکال په سلګونو پېښې په دغو ولایتونو کې رامنځ ته کیږي چې له امله یې ښځې له یو ډول تاو تریخوالي سره مخ کیږي چې په دولتي ادارو او دبشر دحقونو په خپلواکه سیمه ییزه دفترونو کې ثبت شوي دي .
دبشر دحقونودخپلواک کمیسیون دمسولینو په وینا په دغو ثبت شویو پېښوکې ډېرې هغه ښځې وي چې دکورنۍ تاوتریخوالي له امله وهل شوي او ټکول شوي دي ،اویاښځو خپل ځانونه سوزولي دی ،تر دې چې تر دې چې په محکمو کې دقاضيانو پروړاندې یې ځانونه سوزولي دي ، اود دې ډول پېښو له رامنځته کیدو څخه دښځو هغه بې وسي او مجبوري څرګندیږي چې دهغوی پر وړاندې نورې ټولې دخلاصون اونجات لارې تړل شوې دي او هغوی همدغه ځان سوزونه دټولو ناخوالو نه دځان خلاصونې یواځینۍ لاره بولې .
په هرصورت داټولې هغه ناخوالې دي چې زموږ ټولنه ورسره مخ ده اوستر لاامل یې زموږ دوګړو دپوهې او زده کړې دکچې ټیټوالی دی ،چې زموږ ټولنه یې دې ډول بدبختیو سره مخ کړې ده ، داچې موږ مسلمانان یو اوپه اسلام کې دنړۍ تر ټولو ادیانو دښځوحقونه ښه او خورا ډېر دي ،خو موږ دخپل سپیڅلی دین پر احکامو پوره نه پوهیږواو که چیرې پوهیږو هغه پر ځانو نه عملی کوو او داځکه چې کهموږ په رښتیا داسلام په کامل دین ځان وپوهواو په خپل ژوند کې یې عملي کړو،هیڅکله به په یوه کورنۍ کې داډول تاوتریخوالی رامنځته نه شي .
داسلام په مقدس دین کې دټولنې دهر تن حقونه څرګند اومعلوم دي ،چې ښځه پر میړه څه حق لری اومیړه پر ښځه څه حق لري ، ځوی اولور پرمور اوپلار څه حق لري او پلار اومور پراولاد ونوڅه حقونه لري ،مشر پر کشراوکشر پر مشر څه حقونه لري ،په دغه سپیڅلي دین کې څوارلس سوه کاله وړاندې دهرچا حقونه ټاکل شوي دي،خوکاش چې زموږ هغه ورونه چې له خپلو ښځوسره بدسلوک کوي په دې پوهیدلیچې زما ښځه پرما کوم حقونه لري او دهغې حقونه یې دخپل دین په رڼاکې ورپوره کولی. اوکاش چې زموږ خویندې په دې پوهیدلی چې زما میړه پرما کوم حقونه لري اوزما خواښې ،خسر اودکورنۍ نور غړي پرما کوم حقونه لري ، هغه حقونه هغوی پیژندلی ،پر هغې یې عمل کولی او هغه یې په خپل ژوند کې پلي کړی وی ،نوهیڅکله به په کورنیو کې داډول بدمرغۍ نه رامنځته کید لې اوداتجربو ښود لې په هغو کورنیو کې چې غړي یې یو دبل حقونه پیژني ، یو دبل پرحقونو تیری نه کوي ،بلکې یو دبل دحقونو درناوی کوي ،په هغوکورنیو کې داستو نزې نه شته ،هغوی یو د بل لهسس لاسه دولتي ادارو ته دشکایت له پاره تلو ته نه اړ کیږي ،چې ښځه پر میړه عرض وکړي اویا میړه پر ښځه ،بلکې هلته یو خوشاله او سوکاله ژوند وي ،هلته څوک کوتک او ټوپک ته لاس نه غځوي ،هلته دسختو نه سختې شخړې په خبرو هواریږي .
نو زما دټولو خویندو او ورونو ،میندو اوپلرونو دا هیله او غوښتنه ده چې یو دبل حقونه وپیژني ،یو دبل پر حقونو ځان وپوهوي او یو دبل دحقونودرناوی وکړي او چې کله دغه کار عملي شي اوهر څوک له خپلو حقونو برخمن شي . نو په پایله کې به زموږ ټولنه اوراتلونکی نسل له دې ډول ناوړه ستونزو وژغورل شي ،اوموږ به دیوې سوکالې ټولنې لرونکي اوسو.