ونه ؤ،يوسوداګرؤ،ددې سوداګر يوځوى ؤ، نوراولاديې نه ؤ،دې سوداګرته خداى ډېرمال اودولت ورکړى ؤ،ورځونه يوه ورځ وه داسوداګرمړشو،ټول مال او دولت يې دې ځوى ته پاتې شول زوى يې وويل:دپلارنه ډېرمال اودولت راپاتې دى چې په سريې بادکړم، ام نه خلاصيږي دسوداګرځِوى بدخرڅي شروع کړه،په څوکلوکې داسې غريب شوچې دپلۍ ټق ته کيناسته کاروکسب يې نه کاوه،دکوروکلي خلکوله پامه بدراته،چاورسره قرض اوپورنه کاوه څه به دې سرخوګوم چې دسوداګر ځوى دخلکودخنداشو،هغه سوداګر چې دکلي ټول خلک به ده ته محتاج وو،ټولوبه يې قدرکاوه، ټول کليوال به يې قرضداري وو،اوس يې دزوى پورې خلکوخنداګانې کولې،ماشومانودلاسه په تنګ شو،ام داسې له خپل کلي ووته په يوه دښته سرشو روان ؤ،يوه شپه اودوه ورځي مزل يې وکړ په دويمه شپه يوې بلې باچايۍته ورسيده ماښام نژدې دى ډېروږى شوى دى،دشپې ځاى ام نه لري ديوه کوردروازه يې ټکولې داکور ديوه دروزګر کوردى،د دروزګر پيغله لور دروازې له راغلې پوښتنه يې کړې څوک يې ده ورته ويلي زه يومسافريم ډېروږى شوى يم، که يومړۍ ډوډۍ راته راکړې جنۍ په منډه تلې پلارته يې ويلي چې يومسافردى زاړه کالي يې په غاړه دي وايي چې وږى يم،دروزګر چې وتلى هلک يې ليدلى زړه يې پې سوى دى هلک يې له ځان سره کورته ننيستى دى، په ډوډۍ يې موړکړى خپل يوه جوړه کالي يې ورته ورکړي هغه يې اغوستي دي دروزګرخپلې ښځې ته ويلي چې اى ښځې زمونږهسې ام زوى نه شته دا هلک به له ځان سره کړو داخپله لوربه ام په نکاح ورکړو له مونږسره به وي،ښځې يې ويلي له دې نه به نوره ښه خبره چيرته وي،اى سړيه،ام به مودلورکورپې ودان شي اوام به مونږپرې ډاډه يو،دزوى تسلي به موپې کېږي .
بله ورځ يې هلک له دې مصلحته خبرکړى هلک خوشاله شوى ورته يې ويلي چې تاسوزماپه شان بې وزله اوبې وطنه،بې کوره ته لور راکوئ زماله پاره به له دې نه نوره دخوشالۍ خبره کومه وي، لنډه داچې دهلک اوجنۍ واده يې سره وکه،دناوې توب اوګراواتوب شپې او ورځې تېرې شوې،هلک اوجنۍ ښه سره خوشاله دي،دروزګرسحرخپل د دروزګرۍ دوکان ته ځي ماښامه پورې يوڅه پېسې وګټي کورله پې سودا مودا راوړي،يوه ورځ دې هلک دروزګر ته ويلي کاکازه به ام درسره دوکان ته لاړشم،له تاسره به يوڅه کار وکم،دروزګر ورته ويلي چې څه کى اى زويه زه اوس دونه څه ګټم چې زمونږدکورګوزاره پرې کېږې،اوبله داچې ستاکارام نه دى زده،هلک ويلي خيردى کاکا کاربه په قراره،قراره زده کم، سباله دروزګرسره هلک ام دکارځاى ته تلى دى دروزګر سره لرګي کته پورته کيي، دروزګر چې کارکيي داورته ګوري چل تې زده کيي خوخيرپه څوورځوکې هلک يوڅه کارزده کړى دى،دروزګرچې کاروکړي هلک پې ښايسته نقشونه جوړکي،په څوورځوکې دروزګرداسې مشهورشوى دى،دډېر لرې،لرې ځايونوخلک ورته راځې اوشيان پې جوړوي،يوه ورځ يې دکټ پښې جوړې کړې ښايسته نقشونه پې جوړکړي،يودوکاندارته يې دخرڅون لپاره ورکړي دي،په دوکان کې يې ايښي دي،باچاپه چکر راوتى دى،چې دکټ پښې يې ليدلي دي،ډېرې يې خوښې شوي دي په ډېرلوړقيمت يې واخستې،امريې وکه چې له دې نه يوښايسته کټ زمالپاره جوړکئ سمدستې يې دروزګر ته امروکه،ښايسته کټ يې باچاته جوړکړى، دباچا دخوب کوټه کې يې واچوه باچادماخوستن لمانځه ته جومات ته تلى، دباچاپيغله لوردشپې دخپل پلارکوټې ته تلې،جنۍ دپلارکوټه کې جانمازغوړولى مونځ يې کړى،دپلارکټ کې يې ډډه اچولې پريشانۍ وړې اوده شوې ده،باچا چې لمونځ کړى کورته راغلى خپلې کوټې ته ننوتى ګوري چې په کټ کې يې څوک ښځه پرته ده،باچاحيران شوى چې داڅوک ده، باچاپه فکرکې ډوب ولاړدى،چې ناڅاپه دکټ نه پې اواز شوى چې پام کوه ګوره چې دفلانکي باچا غوندې به غرق شې،چې رانژدې نه شې،باچافکرکړى چې داکومه ښاپيرۍ ده،خوب يا کټ پښې ورته غږکړى چې زه کټ پښه يم پام کوه چې رانژدې نه شې چې دفلانکي باچاغوندې به غرق شې غوږشه چې دهغې باچاکېسه درته وکم:
باچاحيران دکوټې په دروازه کې دننه ولاړدى کټ پښې ورته کېسه شروع کړه يوباچاخپل ځوى ته دبل باچالوروکړه،دخپلوۍ داخبره په ورکوټوالې کې شوې وه باچادخپلې انګور عکس له ځان سره په بکس کې ساتلى وه،يوه ورځ شهزاده هغه بکس بېرته کړى داعکس يې ليدلى، دپلارنه يې پوښتنه کړې چې داعکس دچادى؟ پلاريې ورته ويلي چې دادفلانکي باچالورده دايې په ورکوټوالي کې ستاپه نوم کړې ده،شهزاده ويلي پلاره ددې باچايې کوم ځاى کې ده؟ پلاريې ورته ويلي زويه!ددې باچايې ډېره وړاندې ده په منځ کې ډېرلوى غرونه اوسيندونه بهيږي،او زويه اوريدلي مې دي چې دې شهزاد ګې سحر زده کړى،دسحرپه زور يې دسيندپه منځ کې يوه برجوره کلاجوړه کړې ده،هيڅ بنده زاد هلته نه شي ورتلى،شهزاده چې داخبرې اوريدلي دي پلارته يې ويلي چې زه دخپلې ښځې پسې ورځم اوهرڅنګه چې کېږي زه به هغه راولم،پلاريې ډېرغذراوزارۍ ورته کړي،خوشهزاده روان شوى دى،په اس سورشوى دى ځي،ځي په مياشتو،مياشتومزلونه يې کړي دي يوه ورځ په يوبزرګ او ولي باندې ورپيښ شوى دى،سلام يې اچولى هغه بزرګ ورته ويلي خيرشه ځوانه څنګه دې راپيښه کړې، په يواځې ځان په دې دښتواوځنګلونوکې ګرځې ؟
شهزاده ورته خپله ټوله کيسه کړې،بزرګ ورته ويلي ځوانه ته خودډيرسخت کارپسې راوتى يې،خو ځه توکل په خداى زه به درته دعاکوم خداى به دې په خپلوکارونو کې کامياب کړي، څه دم دعايې ورښودلې،بيايې ورته ويلي دي داسې وکه چې مخامخ لاړشه يوڅوميله وړاندې به يودوه کلي په مخ درشي په هغوکليوکې به ښه دمه وکړې اس به دې ام دمه شي بيابه دهغوکليونه مخ پرقبله دوه شپې اودوه ورځې په دښته کې ښه تيز مزل وکړې،په دريم ماښام به ديوه درياب غاړې ته ورسېږې،شپه به هلته وکړې،سهرچې دې مونځ وکه دغه دُعاګانې به ووايې د درياب اوبه،به تاله لار درکي، دغه لارمخامخ هغه قلاته وتلې ده،هلته به ستاشهزادګۍ ستاپه تمه ناسته يي،بيابه ام دغه دعاګانې ووايې د درياب اوبه،به بيا لار درکي اوپه ام هغه لاربه بيرته راځې..
شهزاده دفقيرنه رخصت شو،څوميله وړاندې هغه دووکليوته ورسيده ګوري چې هلته د دواړوکليوخلک په خپل منځ کې په جنګ دي ديوه کلي خلک لږاوکمزوري دي اوددې بل کلي خلک ډېردي اوقوي دي، شهزاده له ځان سره فکرکړى دى،که چېرته له دې ډېرواوقوي خلکوسره ملګرى کيږم داکمزوري به وايي چې شهزاده بې غيرته دى،ويريده اوکه ددې کمزوروسره ملګرى کېږم،داخوښکاره له ناکامۍ سره مخ د ي، خواخرداچې په خداى توکل کړى دى،له دې کمزورو خلکوسره ملګرى شوى،جنګ يې شروع کړى دى شهزاده داسې جنګ کيي چې خلک ورته حيرانيږي هه،هه چې هغوډېروخلکوماتې خوړلې ده دې کمزوروجنګ ګټلى دى،ټول له شهزاده نه
راتاوشوي دشهزاده داسې قدر کيي، چې په سريې ګرځيي،دقوم مشرشهزاده ته ويلي چې ماخپله لورتاله په انعام کې درکړه،شهزاده ورته ويلي چې زماقبوله ده خوزه چيرته ديوضروري کارپسې روان يم که چيرته دهغې خوا ژوندى راغلم نوله ځان سره به يې بوځم اوکه مړوم نوبياستادلورخپله خوښه ده چې هرڅوک کيي ،شهزاده په هغه کلي کې شپه کړې،دسفرلپاره يې يوڅه توښه ام راخيستې،سحروختي يې مخ په قبله حرکت کړى،يوه لويه دښته يې مخې ته راغلې په دښته کې مزل کيي هه،هه دوه شپې اودوه ورځې مزل يې کړى، چې وړاندې يې اوبه ترسترګوشوي دي، شهزاده خوشاله شوى چې منزل مې که خداى کيي راورسيده،بيايې مزل ته زور ورکړى ماښام،ماښام دهغه درياب غاړې ته رسيدلى،هلته له اس نه کوزشوى دى ،شپه يې ام هغه ددرياب په غاړه کړې،سحر وختي له خوبه پاڅيدلى اودس يې کړى،مونځ يې کړى دى،هغه فقيرچې څه دُعاګانې ورښودلې
وې هغه يې ويلي دي،خداى له يې زارۍ کړي دى،خداى ورته په درياب کې لارجوړه کړې
شهزاده په اس سورپه درياب ورګډشوى، چې يوه ښه ټوټه تلى په يوه برجوره کلايې سترګې لګيدلي خوشاله شوى دى، چې قلاته ورنژدې شوى شهزادګۍ پې غږکړى چې راورسيدې؟ دې ورته ويلي دي چې وو راورسيدم، شهزاده کلا ته ورننوتى دى شهزادګۍ ورته قدراوغزت کړى،شهزادګۍ ورته ويلي چې دلته له ماسره اوسېږى اوکه ستادپلارباچايئ ته ځو؟ شهزاده ورته ويلي چې خپلې باچايۍ ته ځوهلته خلک زماپه تمه ناست دي چې داشهزادګۍ راولي،شهزادګۍ ځان برابرکړى دى،شهزاده بيادفقيردخولې دعُاګانې وويلې درياب ورته لاره ورکړه دواړه له دريابه راپورې وتل،شهزاده مخکې دى شهزادګۍ ورپسې په بل اس سوره ده،هغه ام هغه ليدلي لار راروان شوي دي په لارکې شهزاده ورته دخپل راتګ ټوله کېسه کړې ده هغه ددوقومونودجنګ کېسه اوبياهغه دقوم مشرچې دې ته يې خپله لور ورکړې، شهزاده ورته ويلي چې څنګه وکم،هغه جنۍ له ځان سره بيايواوکه پريدويې؟ شهزادګۍ ورته ويلي چې تاورسره وعده کړې له ځان سره به يې بوځو ام هغه کلي ته رسيدلي دهغه مشرسره يې شپه شوې هغې ته يې دخپل راتګ ټوله کېسه کړې هغې ته يې ويلي چې دازماښځه ده نوره ستاخوښه چې لوردې ماله راکى اوکه نه اوستا دلورخوښه چې له ماسره ځي اوکه نه،هغه مشرخپلې لورته دشهزاده ټوله کېسه کړې،لوريې ويلي چې زه اوس ددې په نامه شوې يم،که هرڅوښې ولري زه ورسره ځم زه يې ام ښځه يم … .
سحروختي شهزاده دخپلودواړوښځوسره په اسونوسواره شول،دخپلې باچاهۍ په طرف راروان شول په لارکې يې دهغه فقيرسلام وکه،دعُايې تې واخيستله راروان شول څه سربه دې خوګوم،څوشپواو ورځومزله وروسته خپلې باچايۍ ته راورسيدل، په ښارکې اوازه شوه چې شهزاده سره ددوه ښځوراغى،اوداسې ښايسته ښځې يې له ځان سره راوستي دي لکه سپوږمۍ ، باچاخبرشومخې له يې خلک ورولېږل ښه په قدراوعزت يې دشهزاده ناوې راوستې،سبادشهزاده دواده پروګرام برابرشو،واده شروع شوباچايي واده ؤ دوه شپې دوه ورځې واده وشو،دشهزاده ښځوله پاره يوه ښايسته بنګله جوړه شوې وه،دواړه ناويانې يې هلته بوتلې،
په دريمه ورځ چې باچادشهزاده کورته لاړه دشهزاده ښځې يې چې وليدلې دهغوى ښايست چې يې وليده،دباچانيت ورته خراب شو،وزيرته يې وويل:وزيره هرڅنګه چې کېږي شهزاده يوطرف ته که مړيې که،وزيرورته ويلي باچاصيب په دې خپله خبره لږفکروکه ډېره بې مناسبه ده،باچاورته ويلي بس مافکرکړى دى،دازماامردى، وزيرورته ويلي که شهزاده داسې مړکو نوستا نوم به ډېربدشي ،نوداسې به وکووچې شهزاده به له ځان سره دښکارپه بانه بوځو،بيابه هلته ورته څه غم کوو،ام داسې يې وکړل
شهزاده يې له ځان سره دښکارله پاره بوتلو،وزيروويل:دهرچاله مخې نه چې سويه پاڅيده
ام هغه به ورپسې ځي،مه کوه چې دشهزاده کم نصيبه له مخې سويه پاڅېدلې سويه مخکې ده شهزاده ورپسې دى داوړي سخته ګرمي ده،دلته يې يوکس پوى کړى دى چې ته به دشهزاده پسې ځې چې هروخت ډېرتږى شواوله تانه يې اوبه غوښتلې نوته به تې سترګې وباسې بيابه اوبه ورکې،سويه مخکې ده اوشهزاده ورپسې دى،هه،هه منډې ويي ډېرلرې تلي دي ،شهزاده ډېرتږى شوى دى،هغه سړي ته يې ويلي يوګوټ اوبه راکه،هغې ورته ويلي اوبه يوګوټ درکومه خوپه دې شرط چې يوه سترګه دې ماله راکې،شهزاده ورته ډېره زاري کړې خواخرمجبورشوى چې نورله تندې مړکېږي هغې سړي ته يې ويلي راشه يوه سترګه مې اوباسه اوبه راکه،سړي دشهزاده يوه سترګه ويستلې ده يوګوټ اوبه يې ورکړي دي،يوشيبه چې تيره شوې شهزاده چې تږى شوى بيايې هغه سړي ته ويلي لږې اوبه راکه، هغې ورته ويلي دي دابله سترګه به درنه اوباسم بيابه نورې اوبه درکم،شهزاده بيامجبوره شوى دى هغه بله سترګه يې تې ايستلې اوبه يې ورکړي دي ،شهزاده په دواړوسترګو ړوند شوى دى،دې شهزاده سره سپى ام راغلى ؤ،کله چې دې سړي دشهزاده سترګې ويستلې په ځمکه يې غورځولې دي سپي دواړه په خوله کې واچولې،په غومبورو کې يې ساتلې دي، سړى خولاړه پرباچايې زيرى وکړچې دشهزاده نه مې دواړه سترګې وويستلى،باچاسمدستې خپلواينګيندو له جواب وليږه چې شهزاده مړشواوستاسو دواړو واده به له ماسره کېږي، دشهزاده ښځې چې خبرې شوې،شهزادګۍ ته دښايست سره خداى عقل ام ډېرورکړى ؤ باچاپسې يې جواب وليږه چې زمونږ خوښه ده، خومونږله به دوه ورځې مهلت راکې باچاوويل:سيي ده شهزادګۍ يونوکر پټ بازارته ولېږه دوه ليندې اوډېرغشي اودوه ښې اصلي تورې يې پې راوغوښتلې،باچادواده تيارى کيي،په دريمه ورځ چې باچا اخوال ورولېږه دشهزاده ښځوورسره دجنګ اعلان وکه،جنګ ونښته ترمازيګردباچادونه ډېرعسکرمړه شول چې خلک يې په ښخولوستړي شول،جنګ خو روان دى خبرې دشهزاده کوه چې سپې له لمنې ونيوه په کشولو،کشولويې يوډېروړاندې يوه داوبوچينه ده اوخواسره يې يوه شنه ونه ده رايې وس
ته اول يې چينې له برابرکه اوبه يې وسکلې بيايې دهغې ونې دسوري لاندې کينوه،شهزاده سپي ته وويل:چې زه خوډېروږى شوى يمه که چيرته يومړۍ دخوراک څه راپيداکې، سپي هغه دشهزاده سترګې له غومبوري راويستلې دونې لاندې يې ښخې کړې اونوردکورپه طرف په منډه شو،هه،هه چې کورته راورسيده دلته جنګ ښه په زورکې دى شهزادګۍ له برج نه په سپي سترګې و لګيدلي هغى بلي ملګرې ته يې و ويلې هله دشهزاده سپى راغى ورشه په يوچل ورته دروازه خلاصه که،ښځې دروازه خلاصه کړې سپى راننوتى ددواړوښځوپه پښوکې توغليدلى سونګيدلى دى،شهزادګۍ دې بلې ښځې ته ويلي تبۍ باندې که غوړې ډوډۍ پخې که زماداسې ګومان دى چې شهزاده ژوندى دى ډوډۍ په يوه بسترخان کې تاوې که اودسپي ترملايې وتړه هغې، زر،زرغوړې ډوډۍ پخې کړې، دسپي په شايې تړلې دي دروازه يې نيمکخوکړې ،سپى په يوه منډه وتلى دى سپى منډې ويي هه،هه چې ځان يې شهزاده له رسولى ،شهزاده يې په ملا،لاس والى ډوډۍ يې رايله کړي دي ،ډوډۍ يې سپي له ام اچولې خپله يې ام خوړلې،په دې وخت کې يوطوطي اوښاروپه ونه کې ناست دي،طوطي ښاروته وايي چې يوه کېسه خوارله وکه،ښارو ورته ويلي څه کېسه به درته وکم ته وګوره څومره ښايسته ځوان دى په دواړوسترګو ړوند دى،شهزاده اوسپى دواړه طوطي اوښاروتÙ
‡ غوږنيولى دى،طوطي ورته ويلي دي که چيرته له دې سره هغه وتلې سترګې وى هغه يې دسترګوپه قالبوکې ايښى وى اوددغې ونې دپاڼو پۍ يې پې پورې کړى وى،ددې ځوان سترګې به خداى ښې کړى وى،سپي چې داخبرې اوريدلي په منډه تلى، سترګې يې له هغه ځآيه رايستلي د ي دچينې په اوبويې پاکې ينځلي دي راوړي يې دي دشهزاده په لاس کې يې يښې دي ،شهزاده چې پوى شوى دى چې دده وتلې سترګې دي خوشاله شوى،زر،زريې دسترګوپه قالبونوکې برابرکړي دي ،بيايې اخوا دې خوا لاسونه ګرځولي دونې يوه څانګه يې لاس ته راغلې له هغې يې پاڼې شکولي هغه پۍ يې په سترګوپورې کړي دي،دشهزاده سترګې خداى روغې جوړې کړي
دي،دخداى شکريې يستلى دى اودخپل کورپه طرف راروان شوى، دلته دجنګ شلمه ورځ ده،دباچايۍ ټول عسکرمړه شوي دي اوس باچاامر کړى دى په زور دکورونه سړي راوباسې اوجنګ ته يې ليږي،شهزاده چې ښارته رانژدې شوې ديوکوردروازه يې ټکولې هغه سړى ورته راغلى شهزاده ورته ويلي زه ډېروږى يم لږه ډوډۍ راکه ،سړي ورته ويلي وروره زه روان يم جنګ له دباچاخپلواينګيندو سره جنګ دى،عسکرټول مړه شوي اوس دکورونونه سړي په لمبر،لمبرجنګ ته بيايي نن ځما لمبر دى، شهزاده ورته ويلي ځه ماله ډوډۍ راکه ستاپه ځاى به زه لاړشم سړى خوشاله شوى دشهزاده ښه قدريې کړى يوه ښه توره يې ورکړې شهزاده روان شوى دى،چې ښارته راورسيدوچې خلک خبر و چې شهزاده ژوندى دى ټول په يوه منډه راغلل دشهزاده ترڅنګ ودريدل، باچااووزيريې ژوندي ونيول،خلکوته يې وويل:چې اوس ستاسو خوښه چې زمادپلارباچايي قبلوئ اوکه زما،خلکوورته وويل چې مونږ ستاباچايي قبلوو، پلارخودې دونه ظالم سړى دى چې ظلم يې تاله معلوم دى،شهزاده دباچايي تاج په سرايښى امريې کړى پلاراو وزيريې مړکړي دي،شهزاده ښځې خوشاله شوي دي،شهزاده ورته خپله ټوله کېسه کړې ده،ټولو دخداى شکر اداکړى چې شهزاده خداى له مرګه خلاص کړى اوخداى بيرته په سترګوبناکړى دى،دکټ پښې کېسه خلاصه شوې ده،پدې وخت کې ملادسهراذان کړى دباچالورهيبت کړى راپاڅېدلې ،ګوري چې پلاريې په دروازه کې ولاړدى،جنۍ فکر کړى چې دپلارمې زماپه ويښولو زړه نه دى شوى، باچاچې کتلي چې لوريې ده زر،زر خداى له په سجده پروت دى شکر يې يستلى چې په ناپويۍ کې کوم غلط کارت ې نه دى شوى له کوټې وتلى دسهرمانځه له پاره جومات ته تلـى دى.
وروستي