که دوی بریالي وو؛ نو بیا؟

د ځمکې پر مخ ژوندیو انسانانو د تاریخ په اوږدو کې په خپلو کې د نظر اختلافونه لري او کړي یې دي، په ګټو کې یې سره ټکر رامخته شوی، جګړې یې کړي، بې شمېره انسانان په کې وژل شوي، سیمې یې د سرولمبو په تنور بدلې شوي او وګړي یې د هلاکت او بربادۍ کندۍ ته ټېل وهل شوي دي.

جګړو ورڅخه د ژوند هر څه لو لپه کړي، د ژوند تېرولو هر څه ورځنې اخستل شوي، تباهۍ یې په کلونو کلونو لمنې نیولي، جګړو او ورانیو یې د ژوند په مختلفو برخو تورې پردې غوړولي، د هوسا ژوند، په ارامۍ سره د ساه اخستلو او نفس تازه کولو لپاره ورته شیبې په داسې یوې خونه کې د ژوند کولو په مانا شوي، چې د خونې ټولې برخې په زهرجنو موادو مسمومې وي.

د هرې ټولنې تاریخونه د هغوی د نېکمرغیو او بریاوو تر څنګ د جګړو او وژنو د پېښو نه مالامال دي، هرې ټولنې د نوي ژوند او پرمختګونو تر شا بلا تورې ورځې تېرې کړي او وګړیو یې د دغو تورو پردو د څيرې کولو او د ابادۍ پر لور د حرکت لپاره بلا قربانۍ هم ورکړي دي.

دغه بریاوې د ولسونو د فکري رغونې، فکري پیاوړتیا، فکري پوهې، عامه پوهاوي او په ټوله کې د ولسونو د ويښتیا زېږنده ده؛ خو هېره دې نه وي، چې دغه ويښتیا او فکري پوهه په ټولنه کې د څو تنو ريښتینو په خپلو ولسونو او خاورې مین وګړیو له لوري رامنځته شوې.

موږ هم د دې خاورینې کرې پر مخ د هغو ولسونو او هېوادونو له ډلې یو یوو، چې له اوږدې مودې را په دېخوا مو پر خاورې جګړو او بربادیو خپلې تورې تيرې او پردې خورې کړي، د باروتو سرې لمبې مو کور په کور خپله ژبه ګرځوي او د ژوند هر څه راځنې لو لپه کړي.

پوښتنه دا ده چې په دې اوږدې موده کې موږ ولې لا هم په دې نه یو تواندېدلي، چې د جګړو لمن له خپلې خاورې راټوله کړو، د وینو توئېدو مخه ونیسو، د ویجاړۍ مخه ډب کړو، د ابادۍ، پر مختګ او هوساینې پر لور یون وکړو؟

دا هغه پوښتنه ده، چې ښایي په مختلفو برخو او مختلفو ډولونو یې وګړي تعبیر کړي او د خپلې پوهې برابر ورته لید لوري را وباسي؛ خو هره نظریه او لید لوری هرو مرو د ټولو وګړیو لپاره د منلو وړتیا نه لري، ښایي زما له لید سره هم ډېری وګړي همغږي نه وي؛ خو په دې لنډه لیکنه کې زما موخه دا ده، چې که بریالي زعیمان او مشران مو درلودای؛ نو هرو مرو به مو د سولې او ټیکاو دروازې د ټولنې پرمخ پرانستل شوې وې.

ډېر وړاندې نه ځم، چې خبره راځنې اوږده نه شي، په تېرو څلورو لسیزو کې موږ داسې کوم زعیم، رهبر او مشر پیدا نه شو کړای، چې هغه دې د دې وړتیا درلودلی چې د ملي پالیسیو په تطبیق، د ملي فکر په درلودلو سره یې د ملي سیاست لار غوره کړې وای، د سیاست په ډګر کې بریالی ثابت شوی وی او د جګړو لمن یې له هېواده ټوله کړې وای او که دوی ځانونه بریالي ګڼي؛ نو بیا د دې ټولو جګړو، ورانیو او یجاړیو پړه د چا پر اوږو اچولی شو او د دې عاملین څوک دي؟

زموږ رهبرانو او مشرانو که په یاده موده کې د فکر خبره کړې؛ نو هغه د جګړې فکر دی، دوی په یو ډول نه یو ډول هېوادوالو ته یو د بل پر وړاندې د جګړې او وژنو فکر ورکړی، یوې ډلې له بلې پسې راخستې او ښه په زور سره یې یو د بل پروړاندې د جګړې فکرونه روزلي او عملي جامه یې هم ور اغوستې.

دوی پخپلو کې تر هغې جګړې کړي، چې ګټې یې په جګړه کې لیدلي، او کله یې چې ګټې په خپل منځي جوړ جاړي کې لیدلي په خپلو کې یې سره ائتلافونه جوړ کړي او بیا هم یو د بل پر وړاندې درېدلي او جګړو یې د هېواد والو نه هر څه لولپه کړي.

په ټوله کې د دوی فکر د جګړې فکر و او تل یې د فکر برخه کې په جګړیزو فکرونو پانګه اچونه کړې، دوی خو یا په دې حقیقت نه دي پوهیدلي چې جګړه د حل لار نه ده، یا دا چې د پردیو په لمسون او پردیو ته په کار کولو دېته اړ وو او دي ، چې د نورو په ایشارو دلته د اور لمبې تازه او زورورې وساتي.

دا چې د پردیو او بهرنیو دولتونو لاسوهنې او د نورو دولتونو استخباراتي جګړې د دې ټولو ورانیو تر شا لاس لري، دا حقیقت دی؛ خو له دې هم سترګې نه شو پټولی چې د هرې جګړې تر شا د نورو لاس او ملاتړ وي؛ خو دغه حالت کې د پاک، سپيڅلي، پر خاوره او ولس مین، سوله خوښونکي، د یووالي او ابادۍ ملاتړي او د ابادۍ په برخه کې د فکر رغونکي مشرانو دنده او مسئولیت همدغه دی، چې هېواد له دغه ډول بهراني حالت ځنې را وباسي.

هره جګړه تر شا بهرني لاسونه او موخې لري، بریالي مشران هغه دي، چې په خپلو سیاسي مهارتونو او پوهې سره بهرني لاسونه لنډ او هېواد د ټیکاو پر لور رهي کړي، رهبران د پردیو د لاس اله ونه ګرځي او یواځې د ملي حاکميت، ځمکنۍ بشپړتیا او ابادۍ پر لور د پرمختګ په اړه فکر وکړي، نه د ځاني ګټو او په خپلو کې د جګړیزو فکرونو د پیاوړي کولو په تړاو.

د دې تر څنګ زموږ ولس هم ګرم دی، هغه دا چې دوی هم په دغه موده کې هغه څه چې په کار و ونه کړل، دوی هم خپلې ګټې په پام کې ونیولي، دوی هم د هغو زعمیانو په پېژندلو کې پاتې راغلل کوم چې د ټولنې او هېواد لپاره ګټور تمامېدای شول، ولسونه هم د فکري پوهې د کموالي او ځاني ګټو په پار د هغو مشرانو تر شا ودرېدل چې یوه شیبه یې هم په ريښتیني توګه د هېواد او هېواد والو په اړه فکر ونه کړ؛ خو تر بل هر چا د جګړې دروند غرامت همدغه ولس پرې کړ او مشرانو مو په هر څه کې ځاني ګټې و پاللې.

هو راځم خپلې خبرې ته، چې د هېواد جوړونې اړین او مهم اصل د ولسونو فکري رغونه، د معنوي قوه روزل او پیاوړي کول دي، ولسونه د ملي ګټو سره اشنا کول او په دې برخه کې ورته پوهاوی ورکول دي، چې دا د قدرت پر ګدۍ د ناستو مشرانو مسئولیت دی او تر څنګ یې ملت ته هم په کار ده، چې له تېرو تجربو ګټه تر لاسه کړي، د هېواد جوړولو لپاره د ملت جوړونې د چتر لاندې خپل اصلي رسالت ادا کړي، د کار خلک د خپلو زعیمانو په توګه وټاکي او د کړنو حساب ورځنې وغواړي.