
سږ کال بیا هم د هېواد د سړو سیمو نوی ښوونیز کال په داسې حال کې پیل شو چې د هیواد په ډیری سیمو کې زده کوونکي او ښوونکي دواړه له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.
دا ستونزې لکه د امنیت نه شتون، ښوونکو ته پر وخت د معاش نه رسیدل، د ښونځیو لپاره د ودانیو نه شتون، د با تجربه او مسلکي ښوونکو کموالی او همدا ډول د ښځینه ښوونکو کموالی، هغه مسایل او ستونزې دي چې له بده مرغه هر کال یې مونږ شاهدان یو، خو د کلونو په تېرېدو سره بیا هم پکې کموالی رانغی.
په داسې حال کې چې معارف د یوې ټولنې د ملا تیر حیثیت لري، د زده کړو بنسټ او د هیواد راتلونکي نسلونه روزي، ولسمشران، وزیران او داسې نور لوړپوړي چارواکي د همدې ښونځیو څخه فارغ شوي خو له بده مرغه زمونږ په هیواد کې کلونه کېږي چې دا مهمه برخه له ګڼو ستونزو سره مخ ده چې چارواکي تر دې دمه ندي توانیدلي چې په بشپړه توګه هغې ته د پای ټکی کیږدي.
که څه هم.په وار وار د دې ستونزو د پای ته رسولو په موخه هرکال د حکومت او مشرانو لخوا غوړې وعدې ورکول کيږي او ژمنې کېږي خو تر دې دمه په عملي بڼه دا ډول ستونزې ندي حل شوې او لا هم زمونږ د معارف خوار سکتور له دې ډول ستونزو سره لاس او ګریوان دی.
د امنیت نه شتون د ټولنې د نورو سکتورونو او عام ژوند تر څنګ د معارف پر وړاندې هم یو لوی خنډ ګڼل کېږي، چې د هیواد په ډېرو سیمو کې یې ماشومان او زده کوونکي له زده کړو محروم کړي دي، په افغانستان کې ځینې داسې سیمې هم شته لکه پکتیا ولایت چې له یوې لیسې څخه چې په تیرو پنځلسو کالونو کې د لومړي ځل لپاره لس تنه فارغان ورکړي، ځینې سیمې بیا داسې هم شته چې لیسې نلري او زده کوونکي له خپلو سیمو تر ډیرو لرې پرتو سیمو په ساعتونو مزل کوي ترڅو ښونځي ته ورسیږي.
د هیواد په لیرې پرتو سیمو کې چېرته چې د وسله والو مخالفینو نفوذ ډير دی نجونې او ان هلکان نشي کولای چې په سمه توګه خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، ځکه نو دا هم هغه ستونزه ده چې په دې برخه کې نه یوازې د پوهنې وزارت باید لاس په کار شي بلکه د حکومت او امنیتي چارواکو ونډه هم پکې مهمه ګڼل کېږي.
همدارنګه د پوهنې وزارت تر دې دمه نه دی توانیدلی چې د هیواد په لرې پرتو سیمو کې د نجونو لپاره په کافي اندازه ښځینه ښوونکي په دندو وګماري، چې دا په خپله د سیمې د خلکو او هغو نجونو چې ښونځيو ته د تلو اراده لري روحیه کمزورې کوي او په راتلونکي کې پر نورو ماشومانو هم منفي اغیز له ځانه سره درلودای شي.
ځکه دا جوته خبره ده چې د هېواد په لیري پرتو کلیوالي سیمو کې، کورنۍ دا نه خوښوي چې ددوی لوڼې دې د نارینه ښوونکي تر لاس لاندې زده کړه وکړي او پدې توګه د ښځینه ښوونکو نه شتون له زده کړې څخه د ډېرو نجونو د محرومیدو سبب کېدای شي.
د پورته یادو شویو ستونزو ترڅنګ یوه بله ستره ستونزه دا هم ده چې په هېواد کې مو ډير ښونځي لا ودانۍ نه لري او زده کوونکي په یخنۍ او ګرمۍ کې تر شنه اسمان لاندې درس وايي او په همدې توګه ډيری ښوونکو ته پروخت د معاش نه رسیدل هم هغه بله ستونزه ده چې زمونږ په هېواد کې یې د پوهنې بهیر له خنډونو سره مخ کړی دی.
ستونزې خو ډيرې دي خو د حل لارې پیدا کول او د دې ستونزو له منځه وړل هغه څه دي چې هر کال د پوهنیز کال په پیلیدو سره یې د چارواکو لخوا ژمنه کېږي خو له بده مرغه دا وعدې تر اوسه د عمل په ډګر کې نه دي پلې شوې. د سږني کال په پیل سره یو ځل بیا د چارواکو له خوا ان تر ولسمشره د پوهنې وزارت اړوند ستونزو حل کیدو په اړه کلکې وعدې ورکړل شوې، خو دا نه ده معلومه چې آیا دا وعدې به بیا د تیرو کالونو په شان یوازې تشې وعدې پاتې کیږي که به عملي بڼه هم له ځانه سره ولري.
ولسمشر اشرف غني هم د پوهنې وزارت اړوند ستونزو حل کیدو په اړه یو ځل بیا ټینګار وکړ او همدا ډول زیاته یې کړه چې سږ کال به میاشتینیو ناستو کې د پوهنې وزارت اړوند شته ستونزې او پرمختګونه په جدي توګه څیړي او د حل لارې به ورته پیدا کوي.