
د کورنۍ تر ټولو طبیعي بڼه دا ده، چې له مرګ پرته هېڅ لامل ونه شي کولای، چې د نکاح تړاو له منځه یوسي او د مېرمنې او خاوند ترمنځ جلا والی را منځته کړي.
د ټولنې د اصلاح کوونکو په ځانګړې توګه حضرت نبي کریم (ص) هڅه دا وه، چې کورنی نظام یو ټینګ او پایښت لرونکی نظام وي او هېڅ لامل ونه شي کولای، چې دا نېکمرغه ټولنه له منځه یوسي.
د نېکمرغه کورنۍ نښې:
نېکمرغه کورنۍ ډېرې نښې نښانې لري، چې موږ دلته څو بېلګو ته یې اشاره کوو، په دې هیله، چې ستاسو کورنۍ هم له دې نښو څخه برخمنه وي:
۱ ـــ د کورنۍ غړي په یو بل باندې باور لري او له دې باور څخه هېڅکله بده ګټه نه اخلي، باور او اعتماد د بریالي واده او بریالۍ کورنۍ یوه له ځانګړتیاوو څخه ګڼي.
۲ ـــ د کورنۍ د غړو ترمنځ په ما یې څه او په تا یې څه جمله هېڅکله نه ښکته پورته کېږي، ځکه چې د کورنۍ غړي په منطقي خبرو اترو او مشورو باندې باور لري او د مسئولیت احساس کوي.
۳ ـــ تر کومه ځایه چې امکان لري، له یو بل سره دي، مېلمستیاوو او په کورنۍ پورې اړوندو کارونو ته په یوازې توګه نه ځي. همغږي، همفکري، ملاتړ او همکاري د نېکمرغه کورنۍ پایښت ګڼي.
۴ ـــ له یو بل سره یووالی لري او په بېلابېلو مسایلو کې، په خبرو اترو او مشورې سره تفاهم ته رسېږي او هڅه کوي، که چېرې ناسم پوهای را منځته شي، هغه په خپل منځ کې پرته له دې چې څوک پوه شي، حل کړي.
۵ ـــ د یو بل له سلیقو او باورونو څخه خبر دي، هغو ته درنښت کوي او د هماغه درنښت پر بنسټ کړنې ترسره کوي.
۶ ـــ له یو بل څخه نه شرمېږي، یانې خپلې طبیعي غوښتنې، له اندېښنې او تاوتریخوالي پرته څرګندوي.
۷ ـــ د یو بل حریم ته درنښت کوي، او له خپلو مشخص شویو حدودو څخه وړاندې نه ځي.
۸ ـــ د یو بل روحي او جسمي روغتیا په اړه اندېښنه کوي او په یو بل باندې پام کوي. که چېرې دا ډول ستونزه را منځته شي، په ګډه یې حل کوي.
۹ ـــ ډېری وخت د خوښۍ په هغو شېبو باندې مرور کوي، کومې چې له یو بل سره وو؛ په بدو خاطرو پسې نه ګرځي، خوښېږي یې، چې تل په خوښۍ او خوشالۍ کې ژوند وکړي.
۱۰ خپلو کورنیو او ګاونډویانو ته ارزښت ورکوي او د یو بل د کورنۍ منونکي دي.
۱۱ ـــ د یو بل له مالي چارو څخه خبر دي او له یو بل څخه کوم څه نه پټوي. پس انداز او د کورنۍ له اړتیاوو سره سم لګښت، د نېکمرغه کورنیو د اقتصادي پروګرام برخه دی.
۱۲ ـــ د یو بل د ودې له پاره هڅه کوي او د کورنۍ د پرمختګ زمینه برابروي.
۱۳ ـــ افراد یو بل ته په افقي توګه ګوري، نه عمودي توګه، یانې هېڅوک له بل څخه ځان لوړ نه ګڼي. د دیکتاتورۍ، زور او ځواک غوښتنې فضا حاکمه نه ده.
۱۴ ـــ ټول غړي، د بریالي اوسېدلو او هیلې لرلو احساس کوي او په ژوند کې ځانونه بریالي ګڼي.
۱۵ ـــ د یو بل ترڅنګ د خوندیتوب او آرامتیا احساس کوي، نه د وېرې، خپګان، شخړې او جګړې احساس.
۱۶ ـــ یو بل ته هم په خبرو او هم په چلند کې مینه، لېوالتیا، همغږي او درنښت څرګندوي.
۱۷ ـــ له یو بل څخه بېځایه تمه او نا مناسبه هیله نه لري.
۱۸ ـــ که چېرې ستونزه را منځته شي، نو د حل په لارو چارو باندې یې فکر کوي، په ګرم او ګناهکار پسې نه ګرځي. د ستونزې په لامل او ریښې پسې ګرځي او د منطقي حل لارې وړاندیز کوي.
۱۹ ـــ دواړه لوري د یوبل د خوشاله کولو او خوښ ساتلو په فکر کې دي.
۲۰ ـــ مېرمن او خاوند د یو بل له پاره ژوند کوي: لومړی ځان وروسته نور. د هغوی ژوند د ماشومانو یا له طلاق او د خلکو له خبرو څخه د وېرې له پاره نه دی.
۲۱ ـــ ښځه او مېړه کولای شي، چې هره ورځ د یو بل ځانګړې نړۍ ته ور نږدې شي، د نورو په ځانګړو مسایلو او ژوند کې کار نه لري.
۲۲ ـــ د یو بل له غوښتنو سره مثبت او منطقي چلندونه لري.
۲۳ ـــ ښځه او مېړه یو د بل تر څنګ دي، نه د یو بل پر وړاندې او دغه راز نه د یو بل رقیب، بلکې یو د بل ملګري دي او له ځانه منفي غبرګون نه ښکاره کوي.
۲۴ ـــ نېکمرغه کورنۍ هڅې کوي، چې ټولنې ته ښه او نېکمرغه ماشومان وړاندې کړي.