ته پخپله واوسه

له ناهیلۍ په کلکه کرکه وکړه، کله هم د ناهیلۍ احساس ونه کړې او نه هم دې ته اجازه ورکړې، چې ستا د هوډ مراندې کمزورې کړي، د ناهیلۍ پر وړاندې د خپل زړه او ذهن دروازې وتړه او د دې اجازه ور نکړې چې ستا د زړه او ذهن دروازې وټکوي، په دې پوه شه چې د ژوند رنګ او خوند د ناهیلۍ له کبله پیکه او بې خونده کیږي، زړونه ماتیږي او د حرکت توان له منځه ځي.

هو! ښایي همدا فکر به مې د دې لامل شوی وي، چې تل مې په خپل لرونکي هوډ درېدلی او ټینګ پاتې شوی یم، د هر ډول ناهیلۍ دروازې مې پر مخ تړلي او د نوي ژوند تېرولو لپاره مې وخت په وخت نوی فکر کړی او داسې مې انګېرلې، چې ګواکې له سره یې پیل کړم.

د ژوند هرې شېبې ته د تجربو د څلي په سترګه وګوره، له هرې ستونزې نوی رنګ واخله، نوی درس ترې زده‌کړه، نوي فکر ته ځان چمتو کړه، په تګلارې کې دې د بدلون او تغیر اراده پيدا، پیاوړې او عملي ګام پورته کړه، دغه چاره به دې لا نوره هم اراده او هوډ غښتلی او پیاوړی کړي.

تل په دې فکر او هڅه وکړه، له هغو لږو امکاناتو چې په لاس یې لرې په لوړه کچه ګټه پورته کړې، هېڅ کله هم ځان د چارو په تر سره کولو کې د ډېرو امکاناتو د نه درلودلو له کبله په شاه تګ ته مه اړ کوه ، د دې توان په ځان کې پیدا کړه چې له لږو امکاناتو چې لرې یې اعظمي ګټه پورته کړې.

هو! تل په دې هڅه وکړه هغه څه چې یې، کټ مټ په همغه ډول نورو ته هم ځان وښیه، د نورو د خوښېدو لپاره له ځانه کاذب شخصیت مه جوړ وه او نه د دې لپاره چې د نورو خوښ شې د غوړه مالۍ ډول پر غاړه کړې، تل هغه ډول نورو ته ځان ور وښیه په کوم ډول چې دې اصلي او حقیقي څېره ده.

دلته مې د ارنېسټو چګوارا خبره را په زړه شوه او فکر مې وکړ چې د (چګوارا) له همدې خبرې به مې رنګ اخستی وي، چې ویلي یې دي((خپله واوسه، که د چا نه خوښېدې، نه دې خوښېږي، دلته د مجسمه جوړونې کارخانه نه شته.)) خو بیا مې له ځانه سره فکر وکړ چې نه د چګوارا خبره مې له څو کلونو را په دېخوا تر سترګو شوې؛ خو ته له کوچنیوالي په دې ګروهه وې چې ته باید پخپله ته و اوسې نه د پردې تر شا څو ډوله او څو رنګه مصنوعي او بې ارزښته مجسمه.

کله مې د فکر تمرکز په ناڅاپي توګه هغو وګړیو ته را وګرځي او زړه مې هم پرې خوږ شي، چې تل یې خپل شخصیتونه د نورو د خوښۍ لپاره په ډېر لږ او ارزانه قېمت څو رنګه کړي وي، خپل شخصیت یې د نورو په شخصیت کې ورک کړی وي او د ځان پر ځای د نورو د شخصیت جوړونې لپاره یې مټې رانغاړلي وي، نا خبره له دې چې خپل شخصیت یې په ډک سیند لاهو کړی دی.

راځم اصلي موضوع ته، چې هېڅ کله هم له راتلونکي وېره ونه کړې، تل په دې فکر وکړه چې څنګه کولی شې په نوي فکر او د نوښت په درلودلو سره ګام پورته کړې، راتلونکي ته په ښه سترګه وګوره او تل ورته هیلمند پاتې شه.

هو! د برازیل نامتو لیکوال پاولو کویلیو دا خبره څومره په زړه پورې او هیله بښونکې ده، چې ویلي یې دي ((که چېرې له خپل تېر ژوند څخه ناراضي وې، ټوله ماضي هېره کړه، نوی داستان جوړ کړه او په هغو باور وکړه.))