هغه وګړي څومره مینه ناک دي، چې خپلو خبرو ته ورته دي

نړۍ لویه او پراخه ده، د انساني لیدلوریو او تخلیقي پنځونو بېلابېلې هستۍ په کې ژوند کوي، ځنې یې د انساني روح د غوښتونو د معراج تر بریده رسېدلې وي، چې مینه، عاطفه، مهرباني، درناوی او سپېڅلتیا یې د انساني تمدن ماڼۍ ته د ښکلا او د رنګینیو رنګین مزاج ور په برخه کړی وي.

هو! ځېنې وګړي کټ مټ همغه ډول وي، چې خبرې کوي، د زړونو ځمکې یې هغو پاکو هندارو ته ورته وي، چې لکه د شنه اسمان په څېر یې ښکلا شیبه په شیبه زړونو ته لار پیدا کوي، د احترام او درناوي وړ ګرځي او پر زړونو خپله باداري چلوي.

همدغه وګړي دي، چې د بشري تمدن ماڼۍ ته نوی رنګ ورکوي، شړې او سپېرې دښتې په شنو او سممورو باغچو بدلوي او د ژوند له خوږو سره وګړي اشنا کوي.

هو! د دوی د زړونو دښتې هغو کروندو ته ورته دي، چې د انسانیت د بقا او پایښت ضمانت ور پورې تړلی دی، دوی دې چې د زړونو په کروندو کې بشریت او انسانیت پالي، د بشریت د ژوندانه او پایښت لپاره نړۍ ته د خپلو زړونو له درېچو خوشبویه وږمې ډالۍ کوي.

د انسانیت د قافلو په سر کې ولاړ دغه وګړي، د ژواندانه لوړو او ژوروته د مثبت لید لوري په کتو سره، د هر ډول کینې او نفرت پر مخ د خپلو زړونو دروازې کلکې تړي، یواځې د مينې هستي او ارزښت کولی شي، چې زړونو ته یې لار پیدا کړي او خواږه ووېشي.

د دوی خبرې او عمل کټ مټ سره ورته وي، د دوی د څېرو تر شا هېڅ ډول کاذبانه انځورونه او نور سیوري شتون نه لري، دوی چې څه وایي پخپله همغه ډول دي، دوه رنګي ته د کرکې او نفرت په سترګو ګورې او ژوند ته ريښتینی او حقیقي نوم ورکوي.

کله چې موږ د انسانیت پالنې خبره کوو، نو ورسره جوخت مو ذهن ته د درناوي، زغم، همدردۍ، مینې، زړه سوی او د یو بل منلو ارزښتونه را په زړه شي، چې تر څنګ یې هر یو بیا له بل هغه سره اړیکي لري او د انستانیت پالنې ستنې ګڼل کیږي، چې دا ټول بیا په هغو وګړیو کې تر سترګو کیږي، کوم چې زړونه یې د مینې او مهربانۍ له ارزښتونو مالامال وي.

هو! کله چې وګړي هغه واړه، بد بویه او بې ارزښته بڅري، چې زړونه تنګوي له خپلو زړونو لرې ګوزار کړي او پر ځای یې مهرباني او سپېڅلتیا حاکمه کړي؛ نو هله دی، چې د وګړیو د زړونو کروندې دومره پراخې شي، چې د لنډ او تنګ لید لرونکي وګړي په کې د لنډ او تنګ لید پر وزرو پرواز نشي کولی؛ بلکه دغه کروندې به هغه لید لوري تسخیروي چې د لید سترګې یې د پراخوالي له ارزښت سره اشنایي ولري او د هغې پر وزو یې پرواز کړی وي.

میلان کوندرا څومره ښه ویلي ((هغه وګړي څومره مینه ناک دي، چې خپلو خبرو ته ورته دي)) رښتیا هم همدغه وګړي د مینې او درنښت وړتیا لري، دوی په ريښتیني بڼه د ژوندانه او انساني روح د غوښتونو په حقیقت پوه شوي، دوی د درناوي، احترام او ستاینې وړ دي او باید ستاینه یې وشي.