هیلې په بې ارزښته څیزونو پسې مه تړئ

که د ژوند خوږوالي او هیلو په تړاو خبره کیږي؛ نو ویلی شو، چې همدا هیلي دي، چې ژوند ته خوږوالی او ښکلا ور بښي، هیلې د بشري ژوندانه د دوام نوم دی، چې وګړي په کې د خپل راتلونکي مسیر ټاکي او رسېدو ته یې پر لارو چارو فکر کوي.

که په بل ډول یې ووایو، د راتلونکي ژوند دوهم نوم هیلي دي، چې وګړي یې د رسېدو په موخه د ژوند لوړې ژورې وهي، د ژوند هره شیبه یې هیلو ته د رسېدو په موخه درومي او خوږوالی ورته له همدغه ځایه سر چینه اخلي.

له همدې ځایه څخه ده، چې موخې، هیلې، شیبې او فکر د زنځير د کړیو په څېر یو له بل سره تړاو پیدا کوي، ځکه ښه فکر د انسان د ژوند جوړونکی دی، په همدې توګه د هیلو کوچنیوالی او لوی والی د وګړیو د فکر زېږنده ده، چې دوی د روانو شیبو په هنداره کې د راتلونکي ژوند لپاره انځورګري کوي، چې غواړي په حقیقت یې بدله کړي.

هو، موږ همدغه شیبې لرو چې په کې ژوند کوو، دا شیبې وروسته نه ګرځي، انتظار نه کوي او نه دریږي، هره شیبه د ژوند یوه برخه ده او همدې شیبو ته د ژوند نوم ورکوو، چې بیا نو شیبې له هیلو سره د تړلو له کبله ژوند ته خوږوالی ور بښي او هره شیبه یې له همدې کبله خورا قیمتي او ارزښت لرونکي وي.

له بله اړخه هیلې، فکر، د وجدان غږ او پر زړه واکمني بیا سره تړلي هغه موضوعات دي، چې یو د بل په شتون کې وده کوي او د ژوند شیبې ورته فرصت برابروي، چې تکمیلي بڼه خپله کړي.

کله چې هیلې، شیبې او ارزښت لرونکي څيزونه سره تړاو پیدا کوي او هر یو یې په خپل ځای کې مهم او قیمتي دي؛ نو له همدې ځایه دی، چې یو په بل پسې تړل او پالل یې هم خورا مهارت ته اړتیا لري، چې له هر هغه نه یې څه ډول چې لازمي ده ګټه واخستل شي.

تر ټولو مهمه خبره دا ده، چې که هیلې په بې ارزښته څیزونو پسې وتړل شي؛ نو په ټوله کې مو مهم او ارزښت لرونکي څيزونه چې د ژوند خوږوالي نوم مو ورکړی له لاسه ورکړي، چې ټول هغه یې مهم ارزښتونه او شیبې دي.

له همدې ځایه څخه دی، چې د یوه هغه له لاسه ورکول یې د پاتې نورو د لاسه تللو په مانا دی او که لنډو کې یې ووایو، موږ پخپله ژوند بې مانا کړ او ارزښتونه مو پخپله ونړول.

دلته بله مهمه موضوع چې باید یادونه یې وشي، هغه دا ده، چې هېڅ کله هم باید د هغو موضوعاتو په تړاو، خواشیني او ناهیلي نه شو، چې لا پېښ شوي نه دي، دغه ناهیلي او خواشیني هیلو ته د رسېدونکي کاروان مخه ډب کوي، مهمه دا ده، چې ستاسو هوډ او زیار هیلو ته د رسېدو په موخه ستاسو په لاسونو کې هغه کیلي ده، چې هیلو ته د رسېدو دنګې ماڼۍ دروازې درته پرانستلی شي. 

ځنې وګړي په دې فکر دي، چې تېر باید هېر شي؛ خو مهمه دا ده، چې د تېر په اړه منطقي فکر وشي، که داسې ونه شي، د بیا بیا درېدو هوډ په کې ماتیږي، له تېر نه باید د روان او راتلونکي حالت د ښه والي په موخه ګټه واخستل شي؛ خو هېڅ کله هم باید د دې سبب ونه ګرځي، چې ناهیلي وزیږوي او د بیا حرکت مخه ډب کړي.

موږ محدودې او ټاکل شوې شیبې لرو چې د ژوند نوم مو ورکړی، د دې شیبو هره یوه یې قیمتي او ارزښت لرونکي ده، چې په هېڅ دول سره نه جبرانیږي، له همدې ځایه دی، چې وایو، هیلې په بې ارزښته څيزونو پسې مه تړۍ او دغه ارزښت لرونکې شیبې د بې ارزښته څیزونو په لټه کې له لاسه مه ورکوئ.
لیکنه: نظیف الله نظیف