د پېښو او واقعاتو په تړاو هر اړخیز او بې پرې قضاوت کولی شي، وګړي د حقیقتونو پر لور رهي او هغه وموندل شي، همدغه چاره کولی شي، د ټولنې د وګړیو سیاسي شعور پیاوړی کړي او د ښه و بد ترمنځ بېلوالی ثابت کړي.
د پرېوتي سیاسي شعور یوه نښه دا وي، چې د کړنو او پېښو ترمنځ پرتلهییز اصل ته کتنه له پامه وغورزول شي، د کړنو او پېښو تر منځ اړیکه او تسلسل و نه ارزول شي، پر مثبت لوریو پرده واچول شي او کتنه یواځې منفي اړخونو ته وي.
که چېرې وګړي د ژوندانه په اموراتو کې تر دې برېده پرېوتی لید ولري، چې په کړنو کې یواځې او یواځې منفي لوری د ځان لپاره د تګ لارې په توګه وټاکي، د مثبت لید سترګې یې د حقیقتونو په لیدو ړندې شوي وي، حس یې یواځې هغه بویناکې او ورستې ډډوزې ځان ته راکاږي، چې د دوی وجود له همدغو بویناکو او ورستو مادو نه مالامل وي او د وجود هره برخه یې پخپله له همدغو بویناکو او ورستو مادو نه جوړه شوي وي؛ نو د دغه ډول لید لرونکي وګړيو په وجو کې چې هغه د تفکیک قوه نه پېژني، د کوم معیار لمخې به وکولی شي، د حق او باطل، ښه او بد او په ټوله کې د تور او سپین د تفکېک او بېلوالي توان ولري؟
هو! دا رښتیا ده، چې وګړي هله د ډېرو ارزښت لرونکو معیارونو سره پریکون اعلان کړي، چې د وجدان او ضمیر غږونه یې په درانه خوب ویده شي، د پېښو هر اړخیزه څېړنه ترې پاتې شي او نړۍ ته هم د خپل ویده وجدان او ضمیر له عینکو په هغه ډول سره چې پخپله یې د وجدان زیرمې په بویناکو، چټلو او ورستو ډنډونو کې لاهو کړي، نظر واچوي.
دا له پامه نشو غورزولی، چې موږ د همدغو یادو شوو عواملو له کبله د بشریت په ژوندانه کې خپله واقعي لاره ونشوه نیولی، چې د هغې لمخې مو ځانونه د بشري فطرت د غوښتنو سره برابر عیار کړي وای او د بشري ټولنو د ژوندانه حقیقتونو ته مو ځانونه رسولي وای.
دا به هم له عدالته لري وي، که ووایو، چې زموږ د ټولنې هر وګړی د همدغو پرېوتو کړنلارو په لومو کې راګیر دي او په دغو بویناکو ډنډونو کې تیندکونه او غوټې وهي؛ بلکه شته داسې ويښ او د پراخ نظر لیدونکي فطرتونه چې د سیاسي شعور، تفکیک او حقیقت لیدونکې تګلاره یې په تصوراتو او عقایدو کې ټینګې ريښې غزولي او ثابت پرې ولاړ پاتي دي.
که یو څو ټکي نور هم پرې ور زیات کړو؛ نو ویلی شوو، چې دلته لا هم سیاست او سیاسي شعور ملي شوی نه دی، هر څوک مسایل او ورځني موضوعات د خپلو ګټو پر محور را څرخوي او د لید زاویې یې هم پر همدغو ټکو راڅرخي؛ ځکه خو په مسایلو او کړنو کې د سیاسي شعور او تفکیک پر ځای د پرېوتو اخلاقي معیارونو کړنلارې د مثبت هغه په پرتله ډېر ټاکو او هغه تعقیبوو.
لیکنه: نظیف الله نظیف
وروستي