دردونه پرهــرونه یوځل بیا کړې راتازه
سترګې چې دلبر کړي تکې تورې نازدانه
د غم کاسه مې ګرځی نوی غم له یاره غواړي
مخ په پلو پټ کــــړي تکـــــه سپینه در دانــه
سبحان الله که به دې حورې سیالي وکړي
سپین مخ دې شغلې کاندي لکه ماه تابانـــه
تاب مې دومره نشته چې په غبرګو دیدن وکړم
د سترګو له کونجو نه دې نګاه کړم دزدانــــه
بس یادګار راسره پاتې هغه ستا وړې خبرې
عتیق زیه ګلورینې مې شیبې کړي نازدانـــه
عبدالبصير عتيق زی
کابل ، شيرپور سيمه
د ۱۳۸۹ پسرلی
وروستي