د اسامه بن لادن په اړه د ملا محمد عمر خبرې د پاکستان د (ISI) له مشر سره

د اسامه بن لادن په اړه د ملا محمد عمر خبرې د پاکستان د (ISI) له مشر سره
ژباړه: ډاکټر نېک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن
سرچينه: د اېس رياست کتاب
لېکوال: ستیف کول

محمود احمد د سېپټمبر په ۱۵ مه نېټه له واشنګټن څخه را ستون شو. نوموړي خپل وخت د امريکا له سي ای اې سره په دې تير کړ، چې يو بل چانس هم ورکړي، ترڅو ملا محمد عمر په دې راضي کړي، چې اسامه بن لادن دوی ته وسپاري.

کله چې محمود احمد له واشنګټن څخه اسلام اباد ته ورسېد، نو د سي ای اې له يو غړي او خپل متحد (باب ګرېنير) سره يې لېدنه تر سره کړه.

ای اېس ای هيله درلودله، چې طالبان په داسې يو ډول سره راضي کړي، چې په امريکا د بېګانه او پرديو فکر ونه کړي. د سي ای اې غړي ته محمود احمد وويل، چې دی به د سېپټمبر په ۱۷ مه نېټه کندهار ته سفر وکړي او په خپله به، په مستقيم ډول له ملا محمد عمر سره خبرې وکړي.

محمود کندهار ته د خپل سفر په اړه هېچا ته مالومات ورنه کړل او همدا ډول امريکايي چارواکي له نوموړي سره د کندهار په سفر کې چې له ملا محمد عمر سره لېدنه وه، نه وو تللي. محمود د سېپټمبر په ۱۷ مه شپه باب او سېمت ته مالومات ورکړل.

محمود وويل، "له ملا محمد عمر سره زما خبرو څلور ساعته دوام وکړ. زما او د ملا عمر ترمنځ ښه اشنايي وه."

محمود وړاندې د سي ای اې غړو ته ويلي، "ملا عمر په کندهار کې په خپل کور کې، په يوې مستطيل شکله کوچ باندې کېناست، خپلې پښې يې راټولې کړې او ...."

محمود ملا عمر ته وويل، "بن لادن بايد عدالت ته راکش کړی شي او يا هم بايد له هېواد څخه وشړل شي او همدغه کړنې بايد د القاعدې د ۱۵ - ۲۰ نورو مشرانو په اړه چې په افغانستان کې دي تر سره شي او په افغانستان کې د القاعدې ټولې اډې او ځايونه بايد وتړل شي."
 
ملا عمر وويل، "کولی شو، له دوو تر درېيو ورځو پورې وخت ولرو، ترڅو د اسامه بن لادن د تسليمېدو په اړه فکر وکړ؟"

د پاکستان د ای اېس ای چارواکي محمود احمد او ملا محمد عمر ترمنځ د اسامه بن لادن د اخراج په اړه اوږد بحث تر سره شو. ملا عمر، محمود ته وويل، "زه نشم کولی، چې بن لادن کوم غېرې اسلامي هېواد ته ورکړم."

د ای اېس ای مشر له عمر سره حقوقي دليل پيل کړ، "لمونځ کول په مسلمان باندې فرض دی او بايد په هر صورت کې تر سره کړي، تر دې چې يو کس د مرګ په بستر پروت وي، خو بايد لمونځ وکړي. خو چېرې د لمانځه په جريان کې يو خطرناک مار پيدا شي، نو ته څه کوې؟ لومړي له مضر مار سره مبارزه کوې او که همداسې لمونځ کوې؟"

ملاعمر وويل، " ته دغه غټ ښامار نه ګورې چې افغانستان ته راغلی دی؟" د ملا عمر مطلب د امريکا متحد ايالت وو.

محمود بيا پوښتنه وکړه، "د يو امير په توګه، هغه هم د افغانستان د ۲۵ مېلېونه خلکو د امير په توګه، تا ته د اسامه بن لادن مېلماپالنه ډېر مقدسه او مهمه ده او که د خپلو خلکو ساتنه؟"

ملا عمر د يو څو شيبو لپاره فکر وکړ. او بيا يې په کندهار کې د ديني عالمانو د شورا د راغوښتلو وويل، چې د ای اېس ای مشر به دغه پوښتنه هلته له دوی څخه وکړي.

په بله ورځ په کندهار کې د ديني علماء ناسته تر سره شوه او دوی پرېکړه وکړه، چې اسامه بن لادن کولی شي په خپل خوښه که چېرې غواړي له افغانستان څخه بهر او لاړ شي.

محمود احمد، د ملا عمر په لارښوونه د کندهار د ديني علماء دغه پرېکړه مهم امتياز د اسامه بن لادن په اړه په فکر کې ونېولو، خو واشنګټن په دې اړه جدي فکر ونه کړ.

د سي ای اې غړيو (باب ګرېنير او سېمت) ته، د پاکستان د ای اېس ای مشر محمود احمد راپور ورکړ او ورته يې وويل، چې ملا محمد عمر وايي، "موجوده غوغا او کړکېچن وضعيت د خدای خوښه ده، د اسامه بن لادن مرګ زما مرګ دی او مونږ اړ يو، چې د يو مسلمان مېلمه ساتنه وکړو."