
افغانستان په وچه کې را ګیر هیواد دی، چې زما په نظر د طبیعي شتمنیو له جملې څخه ښايي یوازینی محرومیت وي، چې مونږ ورسره مخ یو؛ خو له نیکه مرغه د طبعیت نورې ډيرې لورینې دي، چې زمونږ په ښکلي هیواد یې کړیدي، چې د هغو له جملې څخه یوه ستره شتمني خوږې اوبه دي.
افغانستان د خوږو اوبو ډیرې پراخې منابع لري، چې له بده مرغه د لسیزو جنګونو له امله دا بې پایه سرچینې تر اوسه ددې پر ځای چې زمونږ پراخې دښتې خړوب کړي، په بې پروايي نورو هیوادونو ته روانې دي، جالبه داده چې اکثره افغانان تر اوسه ددې عظیم سروَت په ارزښت ندي خبر. لکه څنګه چې ولسمشر غني څو ورځې وړاندې پخپله وینا کې وویل چې (اوبه زمونږ ابرو ده) د بشر لپاره اوبه لومړنۍ اړتیا ده، چې د هر ساکښ د ژوند له بقا سره مخامخ اړیکه لري... د ملګرو ملتونو او نړیوالې تحقیقاتي ادارې فاسفیک د څیړنو سره سم، په ۲۱ پیړۍ کې به د نفتو په سر جګړه سړه او د اوبو په سر جګړې به زور واخلي او له بده مرغه ددې جنجالونو اصلي ډګرونه به افریقا، منځنی ختیځ او اسیا وي، په واقعیت کې د خوږو اوبو کمښت د اوسني بشري تمدن لپاره درېیم ستر خطر بلل شویدی. لکه څنګه چې ګورو د افغانستان د اوبو اکثره سرچینې په وچ زور جنجالي کیږي او د ګاونډیانو خواهشات هم په بې قید او شرطه سخاوت ولاړ دي، له بله پلوه د ترسره شویو څیړنو له مخې تر ۲۰۴۰ کال پورې به ۳۳ هیوادونه د خوږو اوبو له شدید کمښت سره مخ شي، چې پدې کې د افغانستان ځینې ګاونډي هیوادونه هم شته، چې په اغلب ګومان به دا هیوادونه خپلو ځمکو ته د افغانستان د اوبو د مخنیوي په وړاندې اعظمي مقاومت وکړي. پورتنیو خطراتو ته په کتو ویلی شو، که چیرته افغان ولس د یو هوښیار ملت په توګه ددې پیښیدونکو خطرونو په وړاندې ونه دریږي، خدای مکړه دا ستره شتمني به نه یوازې وړیا ضایع کیږي؛ بلکه که چیرته ډیر زړه راباندې وسوځوي، زمونږ له خپلو اوبو حاصلیدونکې بریښنا او محصولات به بیرته په مونږ پلورل کیږي، چې د ایران او ترکمنستان څخه واردیدونکې بریښنا یې ښه بیلګه ده، چې هم پیسې ورکوو او هم یې ناز په اوږو وړو.
دا چې افغان دولت دخپلو اوبو د مدیریت لپاره لومړني ګامونه پورته کړیدي، په سیمه کې یې د ځینو خودخواه هیوادونو سخت غبرګونونه را پارولي دي، څه موده وړاندې د ایران ولسمشر د چاپیریال ساتنې یوې سیمه ییزې جوړې شوې غونډې ته په وینا کې وویل، چې افغانستان او ترکیه به په سیمه کې د اوبو پر سر د را پورته کیدونکو شخړو سرچینه وي. جالبه داده چې ایراني چارواکي داسې مهال له مونږ څخه د مفتو اوبو غوښتنه لري، چې پخپله خاوره کې یې یوازې عراق ته د ۴۹ وړو او سترو بهیدونکو سیندونو د اوبو د مهارولو چارې عملا جریان لري او پدې سره یې د عراق میلیونونه هکتاره زراعتي ځمکه په شاړه دښته بدله کړیده. ددې تر څنګ ایران د ټولو نړیوالو قوانیو خلاف د (زاب) په نوم د یوه مهم سیند طبیعي مسیر هم بدل کړیدی، چې د عراقي چارواکو له پرلپسې شکایتونو وروسته یې هم خپل کار ته دوام ورکړی. د راپورونو له مخې کله چې ایران په ترکیه کې د فرات او نیل سیندونو په سر د سترو بندونو د جوړیدو په وړاندې غږ پورته کړ، ترکانو لنډ خو داسې ځواب ورکړ، چې د اوبو د ارزښت کلي فلسفه یې بیانوله او هغه دا چې: "که تاسو خپل تیل او ګاز له مونږ سره شریک کړل، مونږ به هم خپلې اوبه وړیا در پریږدو" لدې نه معلومیږي، چې په نړیوال اقتصاد کې د اوبو ارزښت تر نفتو لوړ دی، افغانان باید د خپلو طبیعي شتمنیو سره برسیرن چلند ونکړي، هر افغان که په هره ډله پورې تړلی وي، حتی که د دولت وسله وال مخالف هم وي، باید د خپل ذاتي مخالفت په وجه د خپلو اولادونو راتلونکی سرنویشت له خطر سره مخ نکړي، مخالفت پخپل ځای خو په هر حالت کې د سترو اقتصادي پروژو ملاتړ باید وشي، هر څوک هغه څوک چې ددې هیواد د زعامت فکر په سر کې لري، اقتصادي منابعو ته اړتیا لري، هیله ده چې ټول افغانان د اوبو د مدیریت په برخه کې له دولت سره لاس یو کړي او دا منابع خپلې وګڼي.