دتش په نوم مشورتي جرګې په غونډې باندې دترسره شوي بريد دمؤثريت په هکله د ذبيح الله(مجاهد) څرګندونې

بسم الله الرحمن الرحيم

داسلامي امارت دمجاهدينود اغیزمنو اوتندريزو استشهادي بريدونو په مقابل کى ماتې خوړلې دښمن دخپل عادت له مخې تل هڅه کړې چې خپلې امنيتي نیمګړتیاوې په دروغوپټې او حقائق تحريف کړي؛ دهمدې منافقانه عادت له مخې کله چې په اصطلاح دسولې مشورتې جرګې غونډه داسلامي امارت داستشهادي مجاهدينولخوا تراتلوال برید لاندې ونیول شوه او دنړیوالو تلویزوني شبکو دمستقیمو خپرونو دنشرکړل شویو تصویرونو په اساس دهغې ګډونوال له سختې ویرې اوهیښتیاسره مخامخ شول اویوشمیریې دکرزي دپرانیستونکي وینا پرمهال دځان ژغورنې په غرض په ډیرې وارخطایي سره دجرګې له خیمې نه بهرته پÙ
‡ منډوشول تردې چې خپله کرزي له هغوﺉ نه دبیرته راګرځیدو او دده ویناته دکیناستلو الحاحي غوښتنه وکړه .
خو ماتې خوړلی دښمن هڅه کوي چې د مجاهدینو دغه اتلوال برید بي اغیزې وښیې اوکوښښ کوي چې دخپلوتبلیغاتي وسایلو له لارې په فرمایشي جرګې باندې ددغو تکتیکي عملیاتو تاثیر بي ارزښته تعبیرکړي.
خوکه حقیقت ته وکتل شي نو دغه پوځي برید داسلامي امارت دنورو مؤثروبریدونو په څیر یوداسې کاري بریدووچې دجرګې لپاره د۱۵۰۰۰ زرو عسکرو پوځي ،دفاعي او استخباراتي وړتیا یې تر اغیزې لاندې راوستله.
دوارخطادښمن تبلیغاتي رسنیو په نوبت،نوبت سره دبرید دکم ارزښته ښودلوپه غرض دهغه جزییات اعلانول یوځل یې وویل چې له جرګې نه ډیرلیري دباغ بالاپه سیمه کې دمخالفینو یو توغندی ولګیده ترهغه وروسته یې اعلان وکړ چې دقمبرپه څلورلاري کې امنیتي ځواکونه له مخالفینوسره په جګړه کې ښکیل دي خو هغه څه چې واقعیت وه اودخبري رسنیوژورنالیستانو هم په خپلو سترګو ولیدل هغه داوه چې مجاهدینو دابشارودسیمي له کورونوپه ډیرې نیږدې فاصلې کې دجرګې خیمه دارپي جي راکټ په وسیله تراور لاندې ونیوله اوله هغه سره سم یې وکوکولای شول چې دخیمې لومړني دفاعي کرښې ته ځان ورسوي او
همدغه په راکیټونو اوکلاشینکوپونوسمبال مجاهدین په دې وتوانیدل چې دجرګې په ۱۵۰۰۰ امنیتي ځواکونوبرسیره په کابل کې ټول میشت بهرني عسکراودهغوﺉ هوايي ځواکونه تر دریوساعتونوپوري مشغول وساتي .
د وارخطا دښمن له دغوټولو حقیقت پوشیوسره سره دمجاهدینو د دغه پوځي برید اغیزي په بهرنیورسنیوکې په داسې توګه راڅرګندیږي چې دهغې ورځې دټولونړیوالو رسنیو دخبري سرویسونو ترټوله توده موضوع همدغه دبرید خبروو.
که چیري ریښتیاهم دمجاهدینو دغه اتلوال برید بي اغیزې وو نو ولي ډارن کرزی دجرګې له خیمې نه په وارخطا حالت کې د زغره لرونکوپوځي موټرونوپه مرسته تر ټاکل شوې څرخکې پوري بدرګه اوله هغه ځایه په بیړني وضعیت کې ترارګه پوري ورسول شو .
ایا دوﺉ له دې خاطره په جرګې ترسره شوی برید بي تاثیره بولي چې کرزي دهغه په لومړنیو شیبوکې دخیروخیرت کلمې استعمال کړي ؟
کرزی بیوزله خو اوس په هیستریایي حالت کې ددغو تورو له ویلوسره عادت شوي هغه خو په ۲۰۰۷کال کې دجشن په مراسمو باندې دمجاهدینودمرګونو ګذارونو له ترسره کید وروسته چې په ډیرې رسوایۍ پوري ترارګه ورسول شوهم دخیروخیرت توري بي اختیاره په تکراري ډول ترخوله وتلو.
دغې جرګې ته له تیرو شپږومیاشتو راهیسې امنیتي ترتیبات نیول کیدل سره له دې چې هغه دوه ځلې ترخپل ټاکلي وخت وځنډیدله خوبیاهم په زرګونه بهرني اوکورني ځواکونه دهغې دامنیت لپاره ګمارل شوي ول .دهغې دافتتاح په ورځ په ټول کابل کې عمومي رخصتي اعلان شوی وه ،دښارټول واټونو اوټولې سیمې ترسختې امنیتي څارنې لاندې وې دجرګې فضا دبهرنیو ځواکونو پوځي الوتکو په سراخیستې اودجرګې خواشاسیمه دبهرنیوځواکونومخصوصوامنیتي کیمروپه وسیله څارله کیدله خو له دغو ټولو امنیتي اودفاعي شپاږمیاشتنیو هلوځلوسره سره داسلامي امارت سرښندونکي مجاهدین وتوانیدل چې دجرګي لومړني امنیتي کرښې ته ځان ورسوي اوهلته دامریکې اوناټوپه شمول دبي شمیره قوتونو اودهغوﺉ د۱۵۰۰۰ زرو اجیروځواکونو په منځ کې دسولې دمشورتي جرګې ترنامه لاندې راټول شوي لوړپوړي بهرني اوکورني خاینان ترخپلو ګذارونولاندې ونیسي.
له جرګې نه وروسته دمجاهدینو ددغه سرښندونکي برید په زړه پوري او اغیزمنې پایلې هغه وخت لا ټولوته ښې څرګندې شوې چې کله دکرزي دمزدورې ادارې ترټولو خوله ور اجیران هریو حنیف اتمر او امرالله صالح د دغې جرګې دامنیت دنه خوندیتوب په جرم دبهرنیانو له لوري له خپلو دندوڅخه وشړل شول خو دوﺉ ورته دخپلې آبرو ساتنې په منظور داستعفا نوم ورکړ .
اسلامي امارت به نورهم دلوي خدای په نصرت دالفتح دبریالیوعملیاتو په تکتیکي لړۍ کې دوراخطا دښمن په ځالو ددغسې مؤثرو عملیاتو ترسره کولوته دوام ورکوي او ددغو عملیاتو لپاره دکابل په شمول دهیواد په لویوښارونوکې مخکې ترمخکې کاري ترتیبات په کاراچول شوي.
که څه هم چې دښمن دهرې ورځې په تیریدوسره په کابل اودهیواد په نوروسیموکې دلسګونو مجاهدینو دنیولو دعوې کوي خوهغه ټول پروپاګنډ اوله حقیقت نه لیري تبلیغات دي چې یواځې خپلو ماتې خوړلو ځواکونو ته دمورال ورکولو په نیت ترسره کیږي .
هغوﺉ دجرګې په بریدکې هم دیوه تن مجاهد دژوندې نیولو دعوه کوي خوهغه بلکل له حقیقت نه لیري دعوه اونیول شوی شخص په اسلامي امارت پوري هیڅ تعلق نه لري همدارنګه له برید ورسته دغلامي اداری ناکامه امنیتی چارواکی په کابل کې دهمدی برید دترتیبونکواو نورو مجاهدینو دنیولو دروغجن تبلغات کوی چي هيڅ حقیقت نلری .
والسلام
ذبيح الله مجاهد دافغانستان داسلامي امارت ويندوي