
داچې دتل په شان نن بيا دکابل ادارې دکورنيو چارو وزارت
ادعا کړې چې دوي دهيواد په بیلابیلو سیمو کې ۱۴ مجاهدين شهیدان کړي ، ۴ يي ټپيا ن او ۹
تنه يي هم ژوند نيولی ، او زياته اندازه وسله اومهمات يي هم ترلاسه کړې ، همدا راز
دوي دعوه لري چې دغه په اصطلاح چاڼيز عمليات يي د کابل، کندز، کندهار، زابل او غور
ولایتونو په مربوطاتو کې ترسره کړي .
دافغانستان اسلامی امارت ددوي دغه پوچه ادعا په کلکه
ردوي او وايي چې په يادو سيموکې ددښمن لخوا هيڅ مجاهد ته هم زيان نده اوښتې بلکې
ددې پرخلاف دهيواد په بیلابيلو سيمو کې داسلامی امارت دمجاهدینو لخوا په بهرنيو
عسکرو ا و کورنيو اجيرانو بیلابیل درانه بریدونه ترسره شوی چې په ترڅ کې ېې
له لسو نه زيات بهرني او کورني عسکر قتل او همدومره سخت ټپيان شوي دې ، او ددښمن
ګڼې عرادې زغروال او رينجر مو ټرهم دانفجارونو او کمين بريدونه له امله
له منځه تللی ، زموږ عمليات په کنړ ، ننګرهار، لغمان ،کاپيسا، بدخشان
، خوست ، لوګر ،غزني ،بغلان ،کندهار، هلمند، روزګان ، هرات ،غور ، زابل ،او دهيواد
په يوشميرنورو ولايتونو کې ترسره شوي . دیادولو ده چې دنورستان کامديش او بدخشان
وردوج ولسوالیو کې ۲۱ تنه پوليس هم له وسلو
سره ژوندي نيول شوي دي ،او په کنړ کې زموږ دوه تنه مجاهدين هم په شهادت
رسيدلي دي .انا لله وانا اليه راجعون
ذبيح الله مجاهد داسلامی امارت ويندوی
2012/4/3 م