د راين کراکر دبي مسؤليته څرګندونو په اړه  داسلامي امارت دوياندغبرګون

تیره ورځ به کابل کې دامریکاسفیر راین کراکر له رسنیو سره په څرګندونوکې وویل چې که  بهرني ځواکونه له افغانستانه  په وتلوکې بیړه وکړي داهیواد به  ددوئ په اصطلاح دتروریستانو په مرکزبدل شي او بیا به  د امریکې په شمول  په  نوره غربي نړۍ کې د سپتمبردحادثې  په څیر خونړۍ پیښې رامنځته  کړي.
درایان کراکر له دغو بی مسؤلیته څرګندونو څخه  په افغانستان کې داسلامي امارت  په مقابل کې  دامریکایانو او دهغوئ  دټلوالې بی حوصله ګې ،لویدلی مورال  اوخسته کن وضعیت ښه مالومیږي ؛ځکه امریکایانو اوس درک کړې چې ددوئ لخوا دافغانستان جګړه ګټل ناممکن اودناټو تړون غړيو هیوادونو چې دامریکا په دستور افغانستان ته ځواکونه راوستي  ول  اوس  په دې پوه شوي چې ددوئ ځواکونه  له افغانانو سره ددفاع په جګړه کې دامریکايي مصالحو لپاره قرباني کیږي اودوئ ته له بشري او اقتصادي زیانونو  پرته بله هیڅ ګټه نه لري .
هماغه دی چې دناټوتړن غړي هیوادنه ددغه واقعیت په درک کولو سره  لګیادي چا مخکې له افغانستان څخه خپل ځواکونه بیرته وایستل او څوک يې اوس باسي چې دتیرې چارشنبې په ورځ  یې دفرانسې هیواد د۲۰۰ پوځیانوبیرته وتل نیږدې بیلګه ده .
امریکایان پوهیږي چې دافغانانو په خلاف نامشروع جګړه کې په خالي میدان  پاتي کیږي  او په دې سره يې  ټول غرور ترپښولاندې کیږي ؛ ځکه نو لګیادي دکراکر دناموجهو څرګندونو په  څیر بي مسؤلیته  خبرې کوي او غواړي نورهم  دخپلو نامشروعو ګټو دترلاسه کولو په غرض په افغانستان کې  دخپل نامشروع اشغال دوام ته پلمې لټوي  ترڅو له دې لارې  هم افغانان او هم  هغه څوک  چې دافغانانو په خلاف  په دغه ناروا جګړه کې ګډون لري    دامریکا لخوا دبل شوي اور په لمبو کې نورهم  دزیات وخت لپاره  وسوځوي .
اسلامي امارت په داسې حال کې  چې  دامریکا دسفیر دغه  څرګندونې دهغوئ  دبي سدي  اپلتې بولي یوځلې بیا په وضاحت سره وايي چې  په افغانستان کې  دامریکایانو او دهغوئ دایتلافیانو په خلاف روان اسلامي جهاد دمسلمانوافغانانوله خپل دین،خاورې اوعقیدې څخه ددفاع مقاومت دی او دافغانانو له خاورې څخه دبهرنیویرغلګرو  تروتلو وروسته  افغانان  هیچاته هم  دضرر رسولو اراده په خیال کې نه لري .
والسلام
دافغانستان اسلامي امارت  ویاندذبیح الله مجاهد
۹/۵/۱۴۳۳هـ ۱/۴/۲۰۱۲
۱۳/۱/۱۳۹۱