ولسمشر غني او عطا محمد نور په څه شي سره هوکړه کړي او موافقې ته رسېدلي؟

ولسمشر غني او عطا محمد نور په څه شي سره هوکړه کړي او موافقې ته رسېدلي؟
ډاکټر نېک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن
 
عطا محمد نور د درېيو مياشتو په ترڅ کې د ولسمشر محمد اشرف غني د هغه حکم پر وړاندې مقاومت وکړ، چې ولسمشر د نوموړي له خوا ورکړل شوې استعفا لاسليک کړه او عطا يې د بلخ له ولايت څخه لېرې کړ. د عطا محمد نور ياد مقاومت د اسلامي جمعيت ګوند له خوا هم وستايل شو.

عطا نه يوازې په تېرو درېيو مياشتو کې د حکومت او ولسمشر د پرېکړې پر وړاندې مبارزه وکړه، بلکې نېږدې هر ورځ يې ناستې او غونډې جوړې کړې، حکومت ته يې ګواښونه وکړل، له سپکوي، توهين او خندا ډکې خبرې يې وکړې او هره ورځ يې خپل زرو ننداره کړ.

حکومت هم د عطا د خبرو او ګواښونو په اړه داسې چوپ وو، چې له رسنيو او عام خلکو سره يې خپل پلانونه او وړاندې تګ نه شريک کول، خو بلې خوا له عطا او جمعيت ګوند سره د حکومت لوړپوړو کسانو له لسو زياتې ناستې تر سره کړې او بې پايلې به پای ته ورسېدې.

د حکومت او جمعيت ګوند غوښتنې څه وې؟
جمعيت ګوند له حکومت نېږدې ۱۲ غوښتنې درلودې:

- جمعيت ته په حکومت کې پوره ونډه ورکول.
- د بريښنايي پېژند پاڼو د وېش لړۍ د پخواني توشيح شوي قانون مطابق.

- د حکومت د ډول بدلون.

- د هېواد د اساسي قانون تعديل او د اساسي قانون د لويې جرګې راغوښتل.

- د بلخ لپاره لوړپوړې ولايتي چارواکې د جمعيت کسان او د جمعيت په خوښه ټاکل کېدل.

- او داسې نور.

له بلې خوا، حکومت بیا له رسنيو سره يوازې په يوې خبرې ټېنګار کولو، چې په حکومت کې تغير او تبديل يو اصل دی او د عطا پر ځای به بل کس د بلخ د والي په توګه معرفي او وټاکي.

د نوي لمريز کال څخه وړاندې حکومت او عطا يوې مثبتې پايلې ته ورسېدل او د نوي کال په دويمه ورځ د عطا محمد نور په شتون کې د بلخ ولايت لپاره نوی والي او امنيه قومندان د مرکزي حکومت څخه د تللي پلاوی له خوا معرفي شول.

عطا له حکومت سره په لاندې امتيازونو موافقه وکړه.

۱- د جمعيت ګوند له خوا ولسمشرۍ ماڼۍ ته په وړانديز شويو درېيو کسانو څخه چې د جمعيت غړي دي او عطا ته نېږدې کسان دي، محمد اسحاق رهګذر د بلخ د والي په توګه.

۲- د عطا نېږدې کس او د جمعيت ګوند غړی تورن جنرال اکرام سامع د بلخ ولايت د امنيه قومندان په توګه.

۳- فرهاد عظيمي په قزاقستان کې د افغانستان د سفير په توګه.

۴- ولسمشر به ميرويس بلخي د پوهنې د وزير په توګه ولسي جرګې ته معرفي کوي.

۵- نجيب فهيم به بيړنيو پېښو ته د رسېدو په برخه کې د دولت د وزير په توګه معرفي کيږي.

۶- ويل شوي، چې ولسمشر د عالي مشورتي شورا فرمان هم لاسليک کړی، چې جهادي مشران به يې غړي وي او حکومت ته به په بېلا بېلو برخو کې مشورې ورکوي.

جميعت ګوند تېره ورځ يوه خبرپاڼه خپره کړه، د حکومت او عطا ترمنځ د شوې هوکړې ملاتړ يې وکړ او د ياد ګوند د نورو غوښتنو د عملي کېدو يې ويلي وو. خو له بلې خوا په غېرې رسمي ډول سره د جمعيت ګوند يو شمېر کسان د حکومت او عطا ترمنځ د شوې هوکړې او موافقې سره مخلافت ښيي او دغه هوکړه د جمعيت ګوند د يو شمېر محدودو غوښتنو په اساس بولي.

همدا ډول نور سياسي کسان په ولسمشرۍ ماڼۍ نېوکه کوي، چې حکومت د قانون په عملي کېدو کې پاتې راغلی او زورواکو ته سياسي امتيازونه ورکوي.

اوس تحليل دا دی، چې پښتون وي او يا بل هر څوګ، د جمعيت ګوند کس وي او يا د بلې سياسي ډلې، خو چې وړ د کار وي، نو افغان دی بايد پرته يې له قومي او ژبني تعصب څخه يې ملاتړ وشي او په دې برخه کې ورسره همکاري تر سره شي.

لکه څه ډول چې ولسمشر غني جنرال عبدالرشيد دوستم په ټاکنو کې خپل لومړۍ مرستيال اعلان کړ، له ټاکنو وروسته يې له ډاکټر عبدالله عبدالله سره سياسي وېش وکړ او د ملي يووالي حکومت يې رامنځ ته کړ، خو په ډېريو برخو کې يې هغه واک او صلاحيتونه له دوی بېرته واخېستل، چې دوی يې په تر سره کولو او عملي کولو کې پاتې راغلي و.

همدا ډول محمد اسحاق رهګذر، اکرام سامع، فرهاد عظيمي او نور که جميتيان دي او يا نور څوګ، خو چې په خپلو چارو کې پاتې راشي، نو پايله او ځای به يې د جنرال دوستم او ډاکټر عبدالله عبدالله په څېر وي.