د حنيف اتمر لوړه حوصيله او سياسي ځيرکتيا د ځوان نسل لپاره د يو فکري مکتب مثال لری!


اتمر ډير وخت احساساتي خبرې نه کوي، ارام او د لوړې حوصيلې ځيرک سياستوال دی، په ورستيو کلونو کې د سياسي او تنظيمي رقيبانو تر سختو لفظي بريدونو لاندي وو، هغوئ په تمه ول چې اتمر به يي ځواب په تنده لهجه ورکوي خو د اتمر ځواب خاموشي او منطق وو.
 
 (( زه ستاسو د هرو خبرو لپاره ځواب لرم، زه ستاسو لپاره په کافي اندازه دلایل، رازونه او اسناد لرم، خو زه د هیواد د ملي ګټو په خاطر چپ یم))
 

هو همدا د يو قوي رهبر، ځيرک سياستوال، نظامي او امنيتي مدير نښه وي چې د خپل هيواد داخلي ملي امنيتي رازونه پټ ساتي او د پرديو لپاره خپل مخالف سياستوال په کنځاوو او غيري ادبي الفاظو نه بدرګه کوي. د نړۍ او سيمي د قدرتمندو هيوادونو ځيرک امنيتي چارواکې کلونه کلونه او ان تر مرګه دخپل هيواد استخباراتي رازونه او پلانونه پټ ساتي، هو ممکن کمزوري او پرديو هيوادونو ته وفاداره چارواکې چې له واکه لري شي نو بيا د تنظيمي او قومي تربګنۍ پر اساس خپل د هيواد ټول ملي استخباراتي پلانونه او کړنې د ګاونډيانو د ميزونو دپاسه قطار کيږدي.
 
له شمشاد ټلويزيون سره د ملي امنيت شوراي سلاکار حنيف اتمر وروستۍ هر اړخيزه مرکه دا وښوده چې نوموړی لا هم د خپلو کورنيو سياسي مخالفينو او منتقدينو په اړه هم له نرمه او پسته سياسي ادبياتو استفاده کوی او نه غواړي چې داخلي اختلافاتو او تنظيمي تربګنيو لپاره د بدو ګاونډيانو دخوشحالولو لپاره خپل د جګړه ځپلې هيواد ملي ارزښتونه تر پښو لاندي کړي.