اوله قضيه، A مکتوب:
موضوع؛ تقاضای اقدام انتقال پول سفارت به حساب شخصی يک ديپلومات؛
واشنګټن کې د افغانستان سفارت د 2017 کال د اکتوبر په 28 نيټه بهرنيو چارو وزارت ته د 1004 نمبر رسمي مکتوب په ترڅ کې د يو ډيپلوماټ د فساد په اړه داسې ليکلي؛
امريکا متحده ايالاتو کې د Garda World Federal Services کمپنۍ شکايت کړی چې د سفارت د ويزو بخش مسول او ډيپلومات دغه کمپنۍ ته ايميل کړی چې 2000$ امريکايي ډالره دده شخصي اکاونټ ته واستوي، خو نوموړي کمپنۍ د پيسو له استولو ډډه کړی او سفارت ته يي شکايت کړی، سفارت هم ددغه ډيپلوماټ د فساد په اړه بهرنيو چارو وزارت ته 1004 نمبر رسمي مکتوب استولی خو بدبختانه بهرنيو چارو وزارت په دې اړه هيڅ اقدام ندی کړی، او ويل کيږي ددغه ډيپلوماټ په اړه پخوا هم د شکايتونو مکتوبونه وزارت ته ليږل شوی وو.
دويمه قضيه، B مکتوب:
موضوع؛ د ډيپلوماتيکو ګمارنو سمونه او ملي هويت ته سپکاوی؛
واشنګتن کې د افغانستان سفارت د 2017 کال جولای په 17 مه نيټه 349 نمبر رسمي مکتوب په ترڅ کې ليکلي؛
د سفارت يو شمير ډيپلوماتانو دسفارت رسمي غونډو کې ګډون نکوی، غيری حاضری کوی، په ژبه نه پوهيږي، مسلکي وړتيا نلری، له خلګوسره ناوړه چلند کوی، تبعيض ته لمن وهي ، ولسمشر ته بی احترامی کوی او بهرنيانو ته د افغانستان وياړلی تاريخ جعلی معرفی کوی.
همدا راز ويل کيږي د افغانستان سفارت د همغه ډيپلوماټ د بد اخلاقۍ، دښځو زورونو او غيری مسلکي توب په اړ بهرنيو چارو وزارت ته د رسمي شکايتونو مکتوبونه ليږلي خو بدبختانه بهرنيو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه هيڅ اقدام ندی کړی.
درېيمه قضيه، پر فرهنګي اتشه بريد:
دا چې اوسمهالي واشنګټن کې افغانستان سفارت سفير نلری نو له دغې طلايي چانس نه په ګټې اخستنې سره سفارت کې همغه مشخصه تنظيمي کړۍ خپل بدمعاشي او له واک څخه ناوړه ګټې اخستنې ته زور ورکړی. او ويل کيږي په واشنګټن کې د افغانستان پر فرهنګي اتشه مجيد قرار همدغې ډلې بريد کړی.
فرهنګي اتشه مجيد قرار ليکلي : ټول دې خبر یاست، هغه په غلا تورن ډپلوماټګوټی چې ما یې د افغانستان د ولسونو خلاف د کرکې او نفاق عمومي داستان د مثال په توګه یاد کړی و، زما دفتر ته راغی، هماغه لنډه غري چې په کابل کې کوي، دلته زما په دفتر کې وکړه، پر ما یې د وار او حملې هڅه وکړه، فحش یې وویل او د مرګ ګواښونه یې را ته وکړل.
فرهنګي اتشه قرار وايي: د سفارت لخوا مرکز ته د نوموړي شخص لخوا د ښځو د آزار، غلا، او ناوړه چلند راپور هم ورکړل شوی خو بهرنيو چارو وزارت لخوا هیڅ ډول اقدام یې په اړه نه دی شوی.
بدبختانه دا يواځي واشنګټن سفارت ندی چې د تنظيمي او غيري مسلکي کارمندانو څخه د فساد ، تبعيض او جنسی زورونو شکايتونه کيږي بلکي په يو شمير نورو سفارتونو کې هم خلګ د تنظيمي کړيو څخه پوزی ته راغلی.
اوس پوښتنه داده چې حکومت د هيواد د ډيپلوماسۍ په دستګاه، بهرنيو چارو وزارت ، سفارتونو او قونسلګريو کې د تنظيمي مافيايي کړويو د خپلسريو او فسادونو مخه ولي نه نيسي او يا چې زور يې نه رسيږي؟
وروستي