په هره هېواد او ټولنه كې ملي رسنۍ دنده لري ترڅو خپلو خلکو ته په نړيواله او سيمه اييزه كچه پر حقيقت ولاړ معلومات او خپرونې وړاندي کړي، خپل د هيواد ملي منافعو او ارزښتونو ته ژمن وي، د خپل نظام د پياوړتيا لپاره کار وکړي، خپلو وسله والو ځواکونو ملاتړ وکړي او تعصب ته لمن ونه وهي.
لرې نه ځو که د افغانستان يو شمير ګاونډيو هيوادونو رسنيو ته وګورونو دوی تل خپلو خلګو ته ريښتنې كلتوري، معلوماتي، سياسي، اقتصادي او با کيفيته تعليمي خپرونې وړاندې کوي او د خپل هيواد ملي منافعو ته کار کوي.
د نورې نړۍ رسنۍ او مطبوعات هم د خپلو نظامونو د پياوړتيا لپاره فعاليت کوي او د هغو خبرونو له خپرولو ډډه کوې چې د دوی د ملي منافعو پرضد وي او په ټولنه كې كركه او وحشت خپروي.
دا چې نن سبا افغانستان او نړۍ کې د مطبوعاتو د خپلواكۍ خبره کيږي او رسنيو ته د خپلواك ځواك په سترګو كتل كيږي سمه خبره ده، رښتيا هم چې د مطبوعاتو خپلواكۍ ته بايد احترام وشي او هڅه وشي چې دغه ځواك همداسې خپلواكه پاتي شي خو بدبختانه بيا زموږ د افغانستان يو شمير رسنۍ له دغه خپلواکۍ ناوړه ګټه اخلي.
د افغانستان اوسني نظام او حکومت ټلويزيونونو، راډيوګانو، ورځپاڼو، مجلو اوانټرنټي ويب سايټونه ته کافي خپلواکي ورکړې خو بيا يو شمير رسنۍ له همدې فرصت څخه ناوړه ګټه اخلي، د افغانستان نظام تخريبوي، د وسله والو ځواکونو مورال کمزوري کوي، ملي منافعو پرضد خپرونې کوي او د يو شمير بهرنيو هيوادونو په اشاره ترهګرو مخالفينو د پياوړتيا لپاره د زړه له اخلاصه کمپاينونه کوي.
د افغانستان هغه ګاونډي هيوادونه چې غواړي د افغانستان سياسي ثبات او موجوده لاسته راوړنې وګواښي هر يو يي ځانته د خپلو پاليسو او نامشروع اهدافو ته د رسيدو لپاره مطبوعاتي استخباراتي كړۍ جوړې کړي او زموږ د يو شمير افغاني رسنيو پرمټ خپلو ناوړه اهدافو لپاره کاراو فعاليت کوي.
دا مهال په خپلو سترګو ګورو چې د مطبوعاتو او بيان ازادۍ د نوم نه په گټنې اخستني ډير داسې تلويزيونونو، راډيوګانې، ورځپاڼې او انټرنټي ويبسايټونه جوړ شوې چې زموږ د نظام، ملي هويت ، ملي كلتور ، وسله والوځواکونو او ملي ترمينالوژي پرضد خپرونې کوي، تعصب ته لمن وهي، زموږ ملي مشران پر ضد توطيي جوړوې او خپلو اهدافو ته کار کوي پس ويلي شو چې ددې ټولو تر شا د افغانستان هغه دښمنانان لاس لري کوم چې غواړي افغانستان د بي ثباتۍ لپاره هلي ځلي کوي.
يو شمير ټلويزيونونه تل خپلو خبرې او سياسي خپرونو کې زموږ د هيواد ملي منافعو پرضد تخريبي او کرکجن موضوعاتو ته لمن وهي او په لوي لاس کوښښ کوي چې افغانستان امنيت خراب کړي، ترهګر خوارج پياوړي کړي او د افغانستان قومونو ترمنځ كركه او نفرت پيدا كړى.
خوشبختانه بيا داسې ملي او فکري رسنۍ، ټلويزيونونه، راډيوګانې، ورځپاڼي او انټرنټي ويب سايټونه لرو چې د افغانستان ملي منافعو او سياسي ثبات ته ژمن دي او تل خپلو هيوادوالو ته د بيان ازادۍ اصولو پر اساس حقيقي خدمت کوي او موږ پري وياړو.
زه په اخر كې د يو ځوان په توګه د افغانستان له حکومت، استخباراتي ادارواو په ځانګړي ډول د ځوان او تحصيل يافته پوړ څخه هيله کوم چې د هغو رسنيو مخه ونيسي کوم چې زموږ د افغانستان د نظام تخريبوي او ترهګر خوارجوته کمپاين کوي.
څو چې دا ځمکه او اسمان وي
څو چې ژوند په دي جهان وي
څو چې پاتي يو افغان وي
تل به دا افغانستان وي
وروستي