د ډيپلوماتيکو نړيوالو اصولو او Vienna Convention on Diplomatic Relations) له مخې د کوربه هيواد هيڅ چارواکی حق نلري چې د بل هيواد په سفارتي او قنسلي چارو کې مداخله وکړي، په دې اړه Vienna Convention د ډيپلوماتيکو او سياسي اصولو منل شوې نړيوال قواعد او د سفارتي او قنسلي کارکوونکو د مصؤنيتونه قوانين واضح دی.
د سفارت او قنسلګرۍ دننه چارې او واک د همغه هيواد ډيپلوماتانو لخوا دهغوئ د قلمرو د جز په څير اداره کيږي ، خو له سفارت او قنسلګرۍ څخه د باندې چارې بيا د کوربه هيواد حق دي چې خپل د اتباعو ستونزو او مشکلاتو ته رسيدګی وکړی او ورسره اړوند چارې تنظيم کړي.
که د ننګرهار والی د قنسلګرۍ د باندې د خپل هيواد قلمرو ساحه کې د خپلو اتباعو د ستونزو د حل په برخه کې اقدام کړی دا يې حق دی او بايد مقامات خپل د ولس د ستونزو پوښتنه وکړی.
که والي د قنسلګرۍ دننه ډيپلوماتيک کاری ساحه او چارو کې مداخله کړی وي دا نو بيا په ريښتيا هم له ډيپلوماتيکو اصولو سرغړونه ده، خو باور لرم چې د ننګرهار والی به د قنسلګرۍ چارو کې مداخله نه وي کړی بلکي د خپلو خلګو د ستونزو حل لپاره اقدام کړی وي او کور يې اباد، او بايد مننه تری وکړو.
دا چې اوس جلال اباد کې د پاکستان قنسلګری د افغانستان اتباعو ته د ويزو له ورکولو ډډه کړی نو پکار ده چې پيښور کې د افغانستان قنسلګری هم بايد مشابه بالمثل عمل وکړي، او تر دې وروسته د دواړو هيوادونو د سفيرانو او بهرنيو چارو وزارت اړوند څانګو دنده ده چې دغه موضوع حل او فصل کړی.
خو احساساتي پريکړه، د قنسلګريو او سفارتونو تړل دحل لاره نده ځکه چې د دواړو هيوادونو اتباع دضرورتونو او اړتياوو له مخې تګ راتګ کوی، د بيلګي په ډول زموږ اکثريت ناروغان چې هند، ترکيي اونورو هيوادونو ته دتګ او درملنی مصارف نلری نو مجبور دي پاکستان ته لاړ شي، په همدی توګه تجاران، محصلين او پاکستان کې ميشت افغان ګډوال هم د ورته موضوعاتو سره مخامخ دي او پاکستانيان بيا هم زموږ ويزو ته اړتيا لری.
اوس راځو دې موضوع ته چې بدبختانه زموږ دافغانستان بهرنيو چارو وزارت ملي منافعو پر ځای پر تنظيمي منافعو او فعاليتونو بوخت دي او اکثره وخت دغسې ډيپلوماتيک قضاياو ته هيڅ پام نه کيږي او ډيپلوماسۍ دستګاه مو په نيشت او نهايت ضعيف حالت کې قرار لری، کنه له ګاونډيو هيوادونو سره زموږ اړيکې بايد د متقابل احترام او منل شويو اصولو پر اساس تنظيم شي.
وروستي