
د شمال مشهور زورواکی عطا محمد نور چې له یوې نیمې لسیزې زياته موده یې نه یوازې د بلخ ولایت څوکۍ برمته کړې وه؛ بلکه ددې ولایت په اقتصادي، ټولنیزو او سیاسي جریانونو یې هم د استبداد منګولې خښې کړې وې، بلاخره نن له خپلې څوکۍ لرې شو. هغه نه یوازې دا چې خپل سیاسي رقیبان له صحنې ویستل، بلکه ډيری وخت یې ددوی په وړاندې له زور زياتي، دسیسو او ترور څخه هم کار اخیسته، چې ددې ولایت د بانفوذه مشر جمعه خان همدرد د موټرو په کاروان حمله او دوو ساتونکو وژل یې د یادولو وړ دي، ددې ترڅنګ څو میاشتې وړاندې هغه په یوه نادر حرکت سره ددې ولایت د ولایتي شورا له غړي څخه لدې امله غوږونه په غاښونو پرې کړل، چې دده په خلاف یې څرګندونې کړې وې.
ښاغلي نور د خپل کار په موده کې ددولتي سرچینو څخه په ملیاردونو ډالره سرمایه راټوله کړه او د همدې نا مشروع پانګې په مټ یې د مرکزي دولت هیڅ ډول اصلاحي اقدام ته غاړه نه کیښووده، ولسمشر غني څو وارې هڅه وکړه چې د خبرو او تفاهم له لارې هغه له خپلسریو راوګرځوي؛ خو هغه هیڅکله هم اعتنا ونکړه، چې بلاخره درې میاشتې وړاندې ولسمشر د هغه استعفا لیک لاسلیک کړ او پر ځای یې انجنیر داود د بلخ ولایت والي وګوماره، د ولسمشر دې ګام د جمعیت ګوند او عطا محمد نور سخت غبرګونونه راوپارول، دده د استعفا لیک څخه راپدیخوا هغه څو څو ځله مرکزي حکومت تا اخطارونه ورکړل چې اکثره وخت دا اخطارونه د ملي سیاست د غوښتنو خلاف او دده د کمزوري اخلاقي موقف ښکارندوی ول.
هغه په ډير ټينګار سره ویل چې د ملي یووالي حکومت ترپایه به په خپله څوکۍ پاتې شي او هیڅوک یې د ګوښه کولو توان نلري... که څه هم رسمي سرچینو نده تاﺉيد کړې؛ خو داسې راپورونه موجود دي چې حکومت ورته دده د لرې کیدو په مقابل کې دوه وزارتونه منلي دي، حقیقت خو دادی چې عطا محمد نور به پخپله خوښه د پنځو وزارتونو په بدل کې هم لدې څوکۍ څخه نه وو تیر شوی، لکه څنګه چې دده پلویانو هم همیشه د همدې ورد ګردان کاوه ''امپراطور شمال'' د هغه لپاره د بلخ ولایت څوکۍ یوه امپراطوري وه، څه موده وړاندې نیویارک ټایمز ورځپاڼې دده دپراخ فساد په اړه یو راپور خپور کړ، چې په هغه کې یوازې د حیرتان له ګمرک څخه په میاشتني ډول په ملیونونو ډالر دده جیب ته غورځيدل؛ زما په اند ولسمشر غني او ټيم یې پدې برخه کې له نرمښت او صبر ډکه خو ځپونکې ډيپلوماسي وکاروله، چې پدې سره یې هم د ګډوډيو مخه ونیوله، هم یې د بیت المال سره اوږدمهالي خیانت ته د پای ټکی کیښود او هم یې له مرکزي دولت څخه د نورو زورواکو د بغاوت ژبه پرې کړه، زه پدې باوري یم چې د عطا محمد نور لخوا معرفي کیدونکي وزيران او والي به هم د خپل مربي برخلیک بابیزه ونه ګڼي او تر ډيره به هڅه وکړي چې مرکزي حکومت پرې حتی د بغاوت او نافرماني شک هم ونکړي.