اقتصادي وده، څه شوي؟ څه باید وشي؟

خود کفايي او اقتصادي ځواکمنتیا د هر هیواد لپاره حیاتي ارزښت لري، په اوسنۍ نړۍ کې سیاسي معادلات اکثره د یو هیواد د اقتصادي پرمختګ له مخې ټاکل کیږي، پدې مانا، هر څومره چې یو هیواد په اقتصادي لحاظ پیاوړی وي، په هماغه اندازه یې په نړیوال سیاست کې اغیزهم زیات وي. اقتصادي پرمختیا د بیلابیلو شاخصونو له مخې سنجول کیږي لکه: د بیکاري ټیټ ګراف، د سرانه تولید لوړوالی، تعلیم و تربیې او روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی، د مور او ماشوم د مړینې کمښت، د معلولینو، متقاعدینو او بې وزله وګړو ژوند ته پاملرنه ... او داسې نورې برخې دي، چې لوړ ګراف یې د اقتصادي ودې زیری راکوي او برعکس که پورته شاخصونه مخ په ځوړ روان وي؛ نو ویلی شو چې اقتصادي وده له خنډونو سره مخ ده. په لاندې لیکنه کې غواړو چې د اقتصادي پیاوړتیا په لاره کې ددولت، ملت او پانګه والو مسوولیتونو ته لنډه کتنه وکړو.

۱- د دولت مسوولیتونه:
که څه هم دولت د اقتصادي پرمختیا عامل نه؛ بلکه د اسانتیاوو رامنځته کوونکی دی، خو ددې تسهیلاتو رامنځته کول پخپله ستر مسوولیتونه دي، چې د اقتصادي پرمختیا په لاره کې د دولت په اوږه پراته دي، دولت باید هغه ټول امکانات برابر کړي، چې اقتصادي وده تآمینوي، لکه د انرژي تولید، د ترانزیټ لویو لارو رغول، د ریلوې پټلۍ جوړول، د اقتصادي بندرونو پرانیستنه، د پانګوالو د امنیت ساتنه، د پانګوالو جذب، په هیواد او سیمه کې د اقتصادي فرصتونو تشخیص او له نورو هیوادونو سره د ګټورو هوکړه لیکونو لاسلیکول... او داسې نور.

که وګورو په پورتنیو برخو کې څو موارد، لکه د چابهار بندر فعالیدل، د اقینې ریل پټلۍ پرانیسته، د سلما بند پرانیسته، د ټاپي پروژې او داسې نورو پرانیستل د روښانه اقتصادي راتلونکي زیری بللی شو، ددې تر څنګ د ولسمشر غني د دولت ځینې نور ګامونه هم د ستایلو وړ دي، چې د تیر کال په انکشاپي بودیجه کې د ۲۲ بریښنايي بندونو رغول، د ریلوې او سترو لارو د رغونې طرحې، د کورني اقتصاد د پیاوړتیا لپاره د زراعت وزارت په پالیسي کې اساسي بدلونونه او ځینې نورې اقتصادي برنامې چې تر اوسه تر کار لاندې دي یادولی شو؛ خو ځينې مسایل شته چې دولت باید جدي پاملرنه ورته وکړي، تر اوسه د افغانستان فضا د سترو پانګوالو لپاره د ډاډ وړ نده، دولت باید خپل ټول امکانات په کار واچوي، چې په هیواد کې سراسري سوله تآمین شي. ددې تر څنګ واړه پانګوال هم د ترور، تهدید او اختطاف له ګواښونو سره مخ دي، چې پدې برخه کې دولت باید یوه پریکنده، شفافه او په سرعت پلې کیدونکې پالیسي غوره کړي، تر څو پانګوال په ډاډه زړه پانګونه وکړي.

۲- د ولس مسوولیتونه:
داچي اقتصادي وده او تنزیل مستقیما په ولس اغیز لري، د خپل هیواد اقتصادي دریځ پیاوړتیا هم په ولس پورې اړه لري، ولس دا مسوولیت لري، چې په لاندې ډول اشاره ورته کیږي.

الف- هره اقتصادي پروژه خپله ګڼل: ولس باید د خپل هیواد د هرې زیربنا په وړاندې دومره حساس وي، لکه د خپل کور او شخصي مال په وړاندې، که واقعیت ووایو د زیربنايي پروژو اصلي ساتونکي همدا خلک دي، د نړۍ په هیڅ ګوټ کې حکومتونو پخپلو سرکونو، پلچکونو، ښوونځیو او بندونو عسکر ندي درولي، که چیرته اړتیا احساس شي، چې په هره زیربنا باندې دې پیره داران وګومارل شي؛ نو دا پدې مانا ده چې ولس داسې څه ته اړتیا نلري، مونږ وینو چې د بیلابیلو سیمو خلک له دولت څخه په ټینګار او جدیت د اقتصادي پروژو د پلي کیدا غوښتنه کوي، که چیرته دا جدیت ۲۰ فیصده د تخریبونکو په وړاندې وکارول شي، هیڅوک به زمونږ د زیربناوو د تخریب هڅه ونکړي.

ب: مالیاتي مقرراتو ته درناوی کول: لکه څنګه چې ګورو زمونږ په هیواد کې دولت ته مالیه ورکول، یو ډول نا اشنا پدیده ښکاري؛ خو که نورې نړۍ ته وګورو له مالیاتو تیښته بدترینه غلا بلل کیږي او عاملین یې د قانوني جزا تر څنګ د ولس له سختې کرکې سره مخ کیږي. ولس باید دولت ته د مالیې په ورکړه کې هیڅ شکایت ونلري، همداسې دولت هم باید ولس ته ددې ستر امانت د پرځای مصرف ډاډ ورکړي.

ج: ملي تولیدات خپل ګڼل: ولس مسوولیت لري، چې خپلو ملي تولیداتو ته په هر حال کې توجه وکړي، خلک باید تر اعظمي حده هڅه وکړي، چې خپل تولیدات مصرف کړي او تر څنګ یې هر افغان باید ددې ډول ذهنیت لپاره په کور او ټولنه کې تبلیغات وکړي.

د: پخپلو پیسو راکړه ورکړه: له بده مرغه زمونږ په هیواد کې اکثره خلک بې لدې چې پوه شي، ملي اقتصاد ته زیان اړوي، چې د نورو پولي واحدونو کارول یې یو مهم مورد دی، ولس باید په راکړه ورکړه کې همیشه خپلې پیسې وکاروي، تر څو پولي ثبات زیانمن نشي.

د پانګونکو مسوولیتونه:
الف- د ولس اعتماد لاسته راوړل: پانګوال باید هیڅکله داسې څه ونکړي، چې ولس پرې بدګومانه شي او هغوی ته یوازې د پیسو د تروړونکو او سودجویه پاړکي په سترګه وګوري.

ب- د تولیداتو کیفیت: پانګوال باید د خپلو تولیداتو کیفیت ته اعظمي پاملرنه وکړي، دا سمه ده ولس اخلاقي مسولیت لري، چې خپل تولیدات مصرف کړي؛ خو دا یوازې د ولس مسوولیت ندی، پانګوال هم باید داسې څه وړاندې کړي، چې خلک ورپورې زړه وتړلی شي.

ج- مشتري ته ریښتیا ویل: پانګوال باید د خپلو تولیداتو په اړه ولس ته ریښتیا ووايي، پدې مانا چې زهر پرې د اب حیات په نوم ونه پلوري، اوسمهال اکثره سوداګریز اعلانونه چې ګورو تجاران پکې ریښتیا نه وايي، د مثال په توګه د انرژیو او نوشابه باب او د ارایش توکو په هکله ددوی تبلیغات کاملا ناسم او اپوټه دي، دوی نباید د خپل تجارت لپاره د عامو وګړو روغتیا ته زیان واړوي.
وړاندیزونه:
۱- دولت باید اقتصاد د سیاست قرباني نکړي، بلخصوص په سکتوري وزارتونو کې باید داسې خلک په کار وګومارل شي، چې سیاست یې یوازې انکشافي پرمختیا وي، نه سیاسي سلیقې.

۲ـ قضایه قوه باید اقتصادي حقوقي قضیې کاملا عادلانه او بې پرې ډول وڅیړي، که د اقتصادي قضایاوو لپاره ځانګړې شفافه محکمه رامنځته شي لا به ښه وي.

۳- افغان دولت باید په سیمه کې اقتصادي سیاست غوره کړي او دا سیاست له ټولو هیوادونو سره د اقتصادي ګټو پر اساس بنا وي.

۴- د صنعت د پیاوړتیا لپاره باید څیړه نیزې اکاډمۍ رامنځته شي، چې اقتصادي فرصتونه تخشیص او عملي طرحې تولید کړي.