مسکا

د ځوانانو نوې هېلې او تازه غږونه د انسان سترګو ته ژوندۍ نړۍ دروي. هغه نړۍ، چې واقعي انسانان په کې اوسیږي. له اندیښنو او غمونو لرې، ځانته د یو ژوند او سکون لپاره؛ د ژوند له ستړیاوو سره ـ سره څو دمې او نازک حوسونه. انسان ته یوه جلا قوه بښي. دا ځواک تر پوځي ځواکه یو په څو چند قوي دی ځکه دا قوه ذهني پراختیا رامنځته کولی شي او ذهني پراختیا بیا د ژوند ټولې چارې را سمبالولي.
 
هغه انسانان چې مینه یې ژوند وي. په خوله یې خندا او مسکا خپره وي نو څنګه به څوک د امن احساس نه کوي!؟
 
د همدغسې انسانانو له امله، نور هغه خلک چې له دردونو او ارمانونو سره یوازې ژوند کوي، هغوی د ژوند د سړو دمو لپاره، هره ثاینه د یو ډول ډاډ احساسات یې په وجود کې په نڅاوو راځي.
 
زموږ غوندې انسانان په نوره نړۍ کې ډير کم دي. موږ د مسکا او ژړا توپیر په مرګونو او ودونو کوو. موږ مسکا له حالاتو سره تړلې. زموږ ترمنځ داسې انسانان کم دي، چې له مسئلې پرته په شونډو مسکا راولي او نور همځولي خوشاله کړي.
 
ولې به زموږ څیره خندونکې ولیدل شي؟ دلته خو هر یو نیمه ورځ بلا مرګونه دي. له مرګونو پرته ډير وطنوال مو د ژوند په نړېدلو هېلو پسې للهانده او بې زاره شپې او ورځې تیروي. د خوشالۍ احساس یې هېڅ نه پارېږي. همداسې په اصطلاح مړه انسانان؛ خوري او څښي، د ژوند نورې چارې یې هم تر وخت پورې محدودې دي.
 
ورځه! نن به هسې وبولو، خو د سبا او بلې ورځې پایله هم نن ورځ ده. کار نشته، فکر نشته او هڅه نشته.
 
کله په داسې شرایطو کې تشه مسکا هم جرم وي، کله ترې جنګ جوړ شي او کله ترې په همدې پلمه انسانیت وتښتي.
 
دلته داسې هم شوي، چې ځينو انسانانو په زور سره، د خلکو له احساسه او وضیعت ته په کتو په دروغجنه مسکا خندلي. د ډيرو انسانانو دا ډول مسکاوې له دردونو او هېلو ډکې را څپړل شوي دي.