
عيسوي ټرمپ تر مسلمان غفوره په دروغو کې رېښتينی دی. د ۳۳ او ۱۲۳ ميليارده ډالرو تر مينځ ډېر توپير دی
درېواړه اسلامپال ملا فضلو، سميع الحق و سراج الحق دې په اسلامي ارزښتونو ((قرآن وحديث))، د فقهې او نورو مروجه علومو متونو کې بيا له سره کتنه وکړي
نوټ: ټرمپ: پاکستان پر موږ د ۳۳ ميليارده ډالرو دروغ پلورلي. له دروغو پرته يې بل څه نه دي راکړي، خو غفور وايی چې د تروريستانو ټولې ځالې يې ختمې کړي چې دا کار ورته په لوړه بيه پرېوتې دی. ۷۵۰۰۰۰ زره پاکستانيانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې او ۱۲۳ ميليارده ډالره لګښت پرې شوی. داسې برېښي چې نوموړی ښه پوخ دعوه جلاب دی، ځکه خو پوځ همدغسې بېمنطقه دروغو ويلو ته ساتلی دی.
پوښتنه:
پښتانه، بلوڅ وسنديان دې ان د افغانانو و امريکايانو، اروپايانو په ګډون اوس په ګډه له نوموړي وپوښتي چې له ورکړل شوي لګښت پورته نور ۹۰ ميليارده ډالره يې له کوم درکه، ولې او د چا پر وژنه او مينو ورانولو يې ولګول؟ پاکستان خو خپله پوروړی دی. IMF هم ورته د امريکا له تضمين پرته پور نه ورکوي، نو دا نوي ميليارده ډالره دوی ولې زياتي لګښت کړی دی؟ دوی خو د خپل شته پور سود هم ورکوي، نو زما پوښتنه او ننګونه د پاکستان ټولو هغو ديني واسلامي وسياسي بنسټونو ته ده چې ستاسې د سود پيسې په افغانوژنه او د افغانستان په ورانولو کې او همدارنګه د بلوڅو او سنديانو او نورو بهرنيانو په وژنه کې چې د همدې نړيوالې ټولنې سره د ترهګرۍ ضد ملاتړي هم ياست روا دي؟
تفخيم القرآن، قرآني پلوشې او فتاوی دارالعلوم حقانيه څه وايی؟
غفور بايد د دغو ميلياردونو ډالرو، ۷۵۰۰۰۰ مړو او زخمي پاکستانيانو او ۳۲۰۰۰ د ورکو پښتنو او همداسې د زرګونو مړو او ورکو بلوڅانو او سنديانو حسابي هم ورکړي. دا بايد وڅېړل شي چې چا زيات تاوان ګاللی او څوک يې ګټه خوري؟
دا نړيواله لوبه ولې پر پښتنو وتپل شوه؟ پښتانه اوس بايد وېښ شي او له غفور او له حکومته يې بايد د دې لوی دروغژنې لوبې سپيناوی وغوښتل شي چې دروغ و رښتيا روښانه شي. اسلام وسياست سره روښانه شي چې ولې دلته پښتانه، بلوڅ وسنديان، افغانستان، سيمه او نړۍ په دغسې يوه دروغژنه لوبه کې ښکېل شوه چې ګټه يې د نورو، تاوان و نوم بدي يې د پښتنو شوه. ان تر دې چې مشرف قبايلو ته د خپلې هغې وينا هم وپوښتل شي چې قبايل يې ورته راغوښتي وو، خو د څه ويلو حق يې ورنه کړ.
جنرال اصف غفور، طالبان او سياسي ملايان دې د پاکستان نېشنل پور ((Pakistan National Debt)) دلته وګوري چې هره ثانيه ورپسې لوړيږي :
https://www.nationaldebtclocks.org/debtclock/pakistan
https://propakistani.pk/2016/11/17/debtclock-every-pakistani-rs-115k-debt-thanks-government/
http://debtclock.pk/
https://medium.com/@primeinstitute/check-pakistan-national-debt-clock-with-debt-clock-5c82583a586
http://countrymeters.info/en/Pakistan/economy
مشوره و ننګونه:
مولانا فضل الرحمان، مولانا سميع الحق او مولانا سراج الحق درېواړه دې معقول ځواب ووايی، کنه نو د اسلامي ارزښتونو د سود جهاد تعريف کړی دی. زموږ له جهاده به تاسې درېواړو خپل سود خلاصول اولويت ولري. سبا وبېګاه پر سود اخته ياست، له سوده ځان خلاصول هم جهاد ته ورته عمل دی، نو ولې هغه مو شا ته کړی او زموږ له وژنې پسې مو رااخېستې ده؟
الله تعالی دې نور زموږ د وړندو طالبانو مغزونه خلاص کړي چې لږ پر ښو او بدو پوه شي. تاسې درېواړه به الله تعالی ته څه ځواب وايی؟ پښتانه پر تيز وطن پرېږدي، خو غيرت نه پرېږدي، خو نور بيا تيزونه وپسکې ولي او پرې وياړي، نو دروغ هم ورته بد نه ښکاري. برابره خبره ده چې له لاندې خولې يې تمجن بوي راپورته شي او که له پورته خوله يې د دروغو بوي راوخېژي. هندوان وسيکان هم لږ غيرت لري.
تاند:
دا کار په لوړه بيه تمام شو. د دې ترڅنګ چې په دې لاره کې د ۷ لکه ۵۰ زره پاکستانيانو وينې وبهېدې، ۱۲۳ مليارد ډالره لګښت مو شوی دی
د پاکستان پوځ وايي، د تروريستانو ټول پناهځايونه يې له منځه وړي
http://www.taand.com/archives/105081