د یاغیتوب بهترینه حل لاره

د رسنیو د راپورونو له مخې نړیوال او ملي امنیتي ځواکونه پلان لري چې په کابل ښار کې د نا امنیو او جنايي قضیو د مخنیوي لپاره کور په کور تلاشي پیل کړي.

تیره اوونۍ افغان او نړیوالو استخباراتي سرچینو په کابل ښار کې د زورورو چاودنو د احتمال خبر ورکړ. د ناټو ځواکونو قوماندان جنرال نیکلسن واشنګټن پوست ته پخپله مرکه کې په ډاګه کړه، چې د دولت مخالفین په کابل ښار کې د اوسیدو ځالې لري او ددې خطر د له منځه وړلو لپاره افغان او نړیوال ځواکونه غواړي، چې د کابل ښار کور په کور تلاشي کړي. ددې پلان له مخې دولت غواړي چې د کابل ښار شاوخوا دوه امنیتي کمربندونه رامنځته کړي، چې یو کمربند به ښار او دوهم کمربند به تجارتي او ډیپلوماټیکې سیمې احاطه کړي.
که څه هم ځینو کړیو بلخصوص په ولسي جرګه کې ځینو وکیلانو ددې پلان مخالفت کړیدی او هغه یې د کابل ښاریانو په نسبي ازادي یرغل بللی دی؛ خو اصلي خبره داده چې دا کار نه یوازې د ترهګریزو کړنو د مخنیوي لپاره اغیزمن دی؛ بلکه په کابل ښآر کې د بیلابیلو جنایتونو د مخنیوي لپاره بهترینه لاره ده.

قتلونو، تښتونو، غلاوو او د ناقانونه وسلو شتون د کابل ښاریانو ژوند تر دې حده تریخ کړی، چې حتی یو عادي ټیکسیوان پدې ښار کې په ډاډه زړه مزدوري نشي کولی. له بله پلوه مونږ په کال کې حد اقل څلور پنځه ځله پدې له ګڼې ګوڼې ډک ښار کې د لنډغرۍ او یاغیتوب د نمایش شاهدان یو، چې کابل ښار پکې د یو هیواد د پلازمینې پر ځای د یاغیستان بڼه خپلوي.

زه په ډاډ وایم که په کابل ښار کې د هرې ورځې جنايي پیښو دقیق ارقام راټول شي، مونږ هر کال په ترهګریزو بریدونو کې دومره ځاني تلفات نلرو، لکه د ناقانونه وسله والو، اختطاف چیانو، غلو او لنډه غرو بانډونو له لاسه چې رامنځته کیږي. په کابل ښار کې بلا ناغه هره ورځ د یو جنایت خبر اورو، په نړیوالو سیالیو کې د کریکټ، فوټبال او نورو رزمي لوبو له بریا نه وروسته د کابل ښار فضا د وحشت جامې اغوندي او د بالفعل جنګ په ډګر بدلیږي، له بله پلوه د پخواني قوماندان احمدشاه مسعود پلویان د شهید اوونۍ د لمانځلو په پلمه په ښار کې داسې څه تر سره کوي، چې ولس په امنیتي ارګانونو کاملا باور له لاسه ورکوي. زما په اند دا ډول خپلسرۍ نه یوازې د ښاریانو روحیه تحدیدوي؛ بلکه په لسګونو خلک پکې ټپیان یا وژل کیږي او له کلونو را پدیخوا شکایتونه موجود دي، چې ددې خپلسریو مخه باید ونیول شي. که څه هم د امنیتي ارګانونو دا اقدام لږ ناوخته دی؛ خو پر ځای اقدام دی، چې په دقیق ډول باید عملي شي. ددې ترڅنګ داسې راپورونه هم شته، چې د کابل په شاوخوا سیمو کې ځینې جنګسالاران او قانون ماتونکي د وسلو پټ ډیپوګان لري، دولت ددې تر څنګ چې شخصي کورونه باید بې وسلې کړي، د دا ډول زورورو پر ضد هم باید جدي ګام پورته کړي.

ددې تر څنګ دولت ته پکار دي، چې د کابل په امنیتي ارګانونو کې اساسي تغیراتو ته جدي پاملرنه وکړي، بلخصوص د دې ښار د پولیسو او ملي امنیت په کارکونکو کې سترو بدلونونو ته سخته اړتیا لیدل کیږي؛ ځکه

چې:
۱- د کابل ښار اکثره امنیتي مسوولین له عسکر نیولې تر د حوزو امرینو ټول د زورواکو په خوښه مقرر شوي او ددوی په فرمایش دندې اجرا کوي.

۲ـ د مسلکي زده کړو له اړخه کاملا بې سویې دي. ددوی پرځای باید هغه مسلکي ځوانان چې نوي له اکاډمیو فارغیږي او په لوړه کچه تعلیم او تربیې څخه برخمن دي باید په دندو وګمارل شي.

۳ـ اکثره یې د نشه یي توکو له کاروباریانو سره اړیکې لري او یا ورسره شریکان دي، چې له امله یې په کابل ښآر کې د معتادینو شمیر ورځ تر بلې زیاتیږي.

۴- څو کاله وړاندې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې حتی د هغه وخت د کابل امنیه قوماندان د ځانمرګو او چاودیدونکو توکو په انتقال او ترافیک کې تورن بلل شوی وو، که وګورو اکثریت د ټیټې کچې پولیس هم د هماغه ټیپ خلکو د پرې خلک دي، چې باید تصفیه شي.