نوی کال، نوې هیلې او د نیالګیو کینولو جشن

نوی کال چې هر کال د هېواد په ګوټ ګوټ کې په بېلابېلو ډولونو دودونو او رواجونو سره لکه میلې، د نیالګیو کینولو جشن او همدا ډول د بزګرانو د کرنیز فصل پیلیدو سره لمانځل کېږي او په دې سره د ژمي سړې هوا فصل ټغر په ټولیدو او د پسرلي زرغون او سمسور موسم په راتګ سره خلک د نويو هیلو او نويو پلانونو سره د دې کال هرکلی کوي او په ډېرې خوشالۍ سره یې لمانځي.

د پسرلي موسم په راتګ سره طبیعت په خپله سمسورتیا او زرغونتیا سره چاپیریال او سیمې ته لا ډېره ښکلا وربښي، ونې د ژمي له سختې سړې هوا د خوبه را وېښیږي، غونچې په ګلانو بدلیږي او میوه داره ونې لکه ناوې په شان په شنو پاڼو او ګلانو سینګار یږي او بالآخره دا چې د کال تر ټولو ښکلی فصل راځي چې د نورو فصلونو په پرتله یې خلک ډېر خوښوي.

نو د داسې یو ښکلي او سمسور فصل د راتګ د هر کلي په موخه اړینه ده ترڅو د ټولنې ټول وګړي د دې له طلایي فرصت نه په ګټې اخیستنې سره خپل مسؤولیت ادا کړي، خپله سیمه او چاپیریال ته د نیالګیو په کینولو سره ښکلا ور وبښي چې په دې سره د دې ښکلي فصل هرکلی وکړي.

نو موږ ته په کار ده چې لومړی له خپله کوره پیل کړو، بیا د ښار نورو سیمو ته پام وکړو او چېرته چې د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره وي هلته د نیالګیو او بوټو لګول پیل کړو ترڅو له دې لارې وکولای شو د چاپیریال په سمسورتیا او پاکې هوا په رامنځته کیدو کې مرسته وکړو. له بلې خوا د دې کار په ترسره کولو سره به مو دوه ګټې کړي وي چې هم به مو په دې دنیا د چاپیریال په ښکلا کې برخه اخیستې وي او هم به مو خپله دیني وجیبه ترسره کړي وي.

هر کال د ښاروالیو او خصوصي سکتورنو لخوا د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د نیالګیو کینولو کمپاینونه په لاره اچول کېږي چې په زرګونه ونې کینول کېږي خو له بده مرغه د کال په تېرېدو سره د هغې له ډلې څخه د ګوتو په شمېر ونې یې شنې پاتې کېږي او پاتې نورې یې په سمه توګه د نه ساتنې او اوبو نه ورکولو له امله له منځه ځي.

دې ته په پام سره نه یوازې دا چې د نیالګیو کینول اړین کار دی، بلکې بله مهمه مسله دا ده چې د شته ونو ساتنه کې باید د ټولنې ټول وګړي پوره ونډه واخلي او چاته اجازه ورنکړي ترڅو ونو او بوټو ته ضرر ورسوي. او که چا په دې برخه کې ناغیړي کوله نو ژر تر ژره یې اړونده چارواکو ته خبر ورکړي چې د قانون منګلو ته یې وسپاري ترڅو د نورو لپاره عبرت شي او راتلونکي کې په ټول هېواد کې د چاپیریال پاک ساتلو او د ونو ساتنې فرهنګ مروج کړو.

نو راځئ چې سږ کال، نوی کال او پسرلی په نوي بڼه ولمانځو او لږ تر لږه د ټولنې هر وګړی دې ته وهڅوو چې یو نیالګی کینوي او د عامه پوهاوي له لارې خلکو ته دا مسله ورسوو چې څنګه کولای شو خپل چاپیریال سمسور او پاک وساتو چې په دې برخه کې د ښاروالۍ همکارۍ ته هم اړتیا لیدل کېږي.