پوتین د ځلورم ځل لپاره هم ولسمشر وټاکل شو

ويلادي مير پوتين د 76,6 % رايو په اخستلو د څلورم ځل لپاره به شپږ کاله نور هم د کريملن چارې سمبالوي.
 
د ټاکنو پايله کې پوتين اکثريت رايي ګټلي، په دويم قطار کې کمونستانو نوماند ګوردنين او دريم مقام کې ليبرال ديموکرات نوماند ژيرنوفسکي ځای لري.
 
پوتين د روسيي نړيدلي اقتصادي، مالي ، نظامي او ټولنيز حالت په پښو ودروه ، او ددي ټاکنو جالبه خبره دا چې له اوکراين څخه جلا شوې سيمه کريميا کې 99 % اوکرايني روسانو پوتين ته رايه ورکړې.
 
هغه تيره شپه ناوخته مسکو کې خپلو زرګونو پلويانو منځ کې راښکاره شوو او خپلو پلويانو څخه يي مننه وکړه چې ده ته يي ميليوني راي ورکړل او د ژوندي دي وي روسيه، رسيا، رسيا شعارونه يي ورکول.
 
پوتين د نړۍ د ځيرک او قوي سياستوال د لمړۍ مقام څو جايزې هم ګټلي او په شرقي اروپا او عرب هيوادونو کې يي امريکايانو سياست ته يي په څو جبهو کې ماته ورکړي.