
ویسا ورځپاڼې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په حواله یو مطلب خپور کړی چې وايي امریکایي ځواکونه به په کابل کې شپني عملیات او کور به کور چاپې اچوي.
مطلب د واشنګټن پست امریکايي ورځپاڼې د وروستۍ ګڼې له مخې لیکلي چې ځانګړي امریکایي ځواکونه به له دې وروسته په کابل کې شپني عملیات او کور په کور تلاشي کوي. واشنګټن پست د جنرال نېکولسن له قوله لیکلي: ”طالبان او د هغوی تسهیلاتي شبکې په کابل ښار کې دي، دا شبکې باید وپېژندل شي او ختمې شي. له دې وروسته باید د هغوی امن کورونه وپېژندل شي او له منځه یوړل شي.”
دغې امریکایي ورځپاڼې وړاندې لیکلي چې د امریکا د ځانګړو عملیاتو سرتېري به په دې شپنیو عملیاتو او کور په کور تلاشیو کې ګډون کوي. د ورځپاڼې په خبره، د امریکا څارګره اداره به افغان حکومت سره په کابل ښار کې د دغو سیمو په پېژندلو کې هم مرسته کوي. جنرال جان نېکولسن تېره اونۍ په بګرام هوایي اډه کې د خبرو پر مهال وویل چې د کابل ښار د امنیت ټینګښت یې لومړیتوب دی او په دې برخه کې به د یوه نوي امنیتي پلان پر اساس اقدامات وکړي. د امریکا دغه اقدام چې د کابل ښار د امنیت ټینګښت یې په لومړیتوب کې دی، پر ځای دی، همداراز ښه ده هغه کورونه او ودانۍ چې د ترهګریزو بریدونو مرستندوۍ دي او یا دا چې د هغوی لپاره د وسلو په ترتیب او تنظیم کې لاس لري، باید چې تلاشي او تصفیه کړل شي؛ خو د دغو عملیاتو د ترسره کېدو بڼه او د تر سره کېدونکو څرګندېدل اړین دي. ښايي امریکا په کابل کې د نوي جنګي پلان له مخې د جګړې شکل ته بدلون ور کوي؛ مثبتي او منفي پایلې لرلای شي.
که امریکايي عسکر غواړي په کابل او یا نورو سیمو کې په یو شمېر کورونو چاپې اچوي او تلاشۍ کوي او یا له افغان ځواکونو سره د دوی څارګرې شبکې د کورنو په نښه کولو کې مرسته کوي که سپینه وویل شي، په شپنیو عملیاتو کې د امریکايي عسکر او یا کوم بل بهرني شتون به په هیڅ ډول د افغان کلتور او عنعنې پر بنسټ هیڅ افغان ته د زغم او منلو وي؛ او بیا د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د مطلب له مخې چې د نوي امنیتي پلان پر اساس به لومړی امنیتي کمربند د ښار په څنډو کې اچول کیږي؛ خو دویم کمربند به د ښار په زړه کې له حساسو امنیتي او دولتي ودانیو، د بهرنیو ځواکونو له پوځي اډو او بهرنیو سفارتونو تاو وي. هیڅ کامیابېدلای نه شي. ځکه چې افغانستان ته د امریکايي ځواکونو په راتګ سره که څه هم چې د دوی په لاس لرلو طالبان له واکه ولوېدل، د بېرته پورته کېدو پلان به یې ممکن و؛ خو ښايي دومره ژر یې وده نه وای کړې؛ بلکې اصلي علت یې د امریکايي ځواکونو سرتمبه ګي او کمربندونو تشکیلات ول چې د افغان او مسلمان ملت لپاره له هرې نګاه د بد بینۍ سبب کېدل، له یوې خوا دوی په وسلو سمبال ځواکونه ول، له بلې خوا د طالب رژیم له نسکورېدو وروسته پخه اسلامي عقیده چې هر افغان یې د سر په بیه ساتلی شي د دې ځواک پر وړاندې ورځ تر بلې متنفرکاوه او له دوی سره یې عقده زیاتېده.
په دې ځواکونو کې اکثره هغه کمپنۍ وې چې د یو هېواد د منظم عسکري قوانون درلودونکي نه وې، هغومره چې د یوه منظم دولت او حکومت پوځ باید په معیار برابر او تر مسوولیت لاندې وي، نه ول. د میلیارډونو ډالرو قرارداد په اساس راغلۍ کمپنۍ وې چې د انسانیت او اخلاقو پولې یې چندان په شرافت برابرې نه وې چې بالاخره یې یو وخت د ډېر سرخوګي او بې بارویو په جوړېدو سره خپل شتون وګواښه.
په ۲۰۱۱ کال کې پخواني ولسمشر حامد کرزي د یو ځانګړي فرمان په اساس په افغانستان کې په فعالیت ټولې خصوصي کمپنۍ د دې لپاره لغوه اعلان کړې د نا امنیو په رامنځته کېدو او د مافیاوي ډلو په وده کې يې لاس درلود. همدا راز د لیو لارو په اوږدو کې د پخو سړکونو او پولچکونو د الوزولو او له منځه وړلو لپاره کارېدونکي مواد ورسره پیدا شول. دوی نه یوازې دا چې په قاچاق او چاپو وهلو کې یې خپلې داړې سرې کړې وې، د راپورنو له مخې طالب وسله والو ته یې پرېمانه ډالر ورکول؛ څو د دوی په سرتېرو بریدونه ونه کړي.
دا تورنې او شر زېږوونکې ناکام پایله کمپنۍ د همدې پاټکونو، کمربندونو او نورو ځانګړو عملیاتو لپاره را منځته شوې وې چې تر ټولو لویه هغه یې د بلک واټر (تورو اوبو) کمپنۍ وه چې د ملکي وکړو په وژلو او ژر په قتل رسولو یې شهرت درلود.
نو که خدای مه کړه په داسې حالاتو کې چې د سولې لپاره تازه نوي وړاندیزونه او د ترهګرو په تمیلوونکو هېوادونو څه نا څه فشارونه زیات شوي، وسله وال طالبان هم تر اوسه د هو او نه ویلو په ځواب کې زړه نا زړه دي، داسې کمربندونه چې د امریکايي سرتېرو شتون پکې د عام فکر او نظر لاندې شي، بیا که خصوصي یو شمېر کمپنۍ ترې استفاده وکړي، حالات به یو ځل بیا هغه لور ته سوق کړای شي چې یو بل بیا به د اشتباهاتو د تکرار زمینه برابره شي او جنګ خوښي به بیا د لنګو غواګانو څښتنان شي.
نو ښه دا ده چې نور دې افغان حکومت وړاندې شي، په افغان ملي او دفاعي ځواکونو دې نه یوازې هغه کورونه او ودانۍ چې شکمنې دي تلاشۍ کړي، بلکې ټول هغه تجارتي مرکزونه چې له ګاونډیو هېوادونو سره د راکړې ور کړې معاملې لري، په دقیق ډول تلاشۍ او وڅارل شي؛ پرته له شکه د امنیت په ټینګښت ګې مرسته کولای شي؛ خو له امریکا یي ځواکونو دې د افغان سرتېرو لپاره د وسلو او نورو امتیازاتو په جلبولو کې مرسته وکړي، کوم چې په دغو کمربندونو او عملیاتو نو کې برخه اخلي؛ خو په یاد دې وي چې دغه خړې موزې دې نه پرېږدي چې د افغان ملت له غرور سره لوبې پیل کړي.