پاکستان بیا د کبانو نیولو ته اوبه خړوي

دا ځل چې د افغان سولې په اړه د خبرو اترو بهیر تر بل هر وخت پر مخ تللی او جنګي معلوم لوري پکې یو بل ته د غوښتنو په منلو او نرمو غاړو وړاندې شوي؛ د هېواد دښمنان بیا هڅه کوي چې په دغه نسبي بریالۍ پروسه خپل شوم تسلط ولري او د ځان ګټې پکې خوندي کړي. 
 
طالب وسله والو به د سولې په تړاو خبرو کې بیا بیا غوښتنه کوله چې دوی له امریکا سره خبرو اترو ته کېني او له افغان حکومت سره خبرې ورته په ګټه نه دي. امریکا چې د دغو غوښتنو پر وړاندې یې د جنګي او نظامي غرور په دبدبه کې ځواب ور کاوه او له طالب استازو سره یې د مستقیمو خبرو اترو له موکې ځان لرې ګاڼه، ویل به یې چې دا د افغان حکومت کار دی او باید د سولې په مذاکراتو کې دوی دواړه (افغان لوري) سره کېښني او امریکا به یې د منځګړي په توګه ملاتړ وکړي. خو اوس چې یې نرمښت څرګند کړی او دا دی په کراتو یې استازو له طالب استازو سره خبرې وکړې، امریکا په خټه افغان امریکايي استازی زلمی خلیلزاد ورته د سولې په تړاو ځانګړی استازی رالېږلی، د دوی په غوښتنه یې په ابوظبۍ کې ورته د مخاخ خبرو کولو لار پرانیسته، ښايي د رښتینې سولې لپاره امریکا خپل چمتوالی ولري، یا په حقیقت کې په افغان جګړه کې د امریکا د ماتې د پټولو یو ډول تکتیک او له شرمه د ژغورنې چاره او یا به له افغان ملت سره په لومړي ځل وفا کول وي.
ګر چې پکار همدا وه چې له طالب استازو سره افغان حکومت کېښناستلی وای او مخامخ خبرې یې کړې وای؛ خو حکومت چې د سولې د بهیر د بریالیکېدو لپاره تر بل هر چا ډېر لکه د افغان جنګ ځپلي ولس غوندې لېوال دی، د خپل دې ډول ارزښت د ټیټېدو او لوړېدو په کیسه کې نه دی؛ بلکې غواړي د سوله چې په هر قیمت وي، راشي.

د ویسا ورځپاڼې د ۱۳۹۷ کال د مرغومې د ۲مې نېټې په ګڼه کې (۳۳۳۲) د اماراتو درې ورځنۍ غونډه او د پاکستان ګټه تر سرلیک لاندې د میرویس افغان په نامه د لیکوال د لیکنې له مخې چې متن یې د عیني شاهد په توګه د ابوظبۍ په غونډه کې د ګډوال په توګه څرګندېږي، لیکلي چې په دغه غونډه کې یو ځل بیا تکراري غوښتنې وشوې. لومړۍ: له افغانستان نه د امریکا د وتلو مهال وېش. دویمه: د نه وتلو په صورت کې د ماموریت د بڼې بدلول. درېیمه: پر ولسي وګړو د بمباریو بندول. څلورمه: د طالب زندانیانو خوشې کېدل. پینځمه: له تور لېست څخه د طالبانو د مشرانو وېستل.

په لویدیځو او افغان رسنیو کې او په ځانګړي توګه په فسبوکي پاڼو کې دا خبره ډېره وشاربل شوه چې کواکې امریکا طالبانو ته د شپږ میاشتني اوربند مسله یاده کړې چې په دغه وخت کې دې موقت حکومت ته چمتو شي. له دې اوازو سره جوخت د افغان حکومت د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په یو ټویټ کې ویلي ول چې د موقت حکومت رامنځته کېد د افغان حکومت کار دی او هیڅ کوم هېواد نه شي کولای، په دې اړه پرېکړه وکړي.
خو د ویسا ورځپاڼې د نشر شوي یاد مطلب له مخې، یوازې د سعودي عربستان د استخباراتو د مرستیا له لوري د درې میاشتني اوربند غوښتنه شوې وه. نور نو د موقت حکومت د رامنځته کېدو او همدا راز د اوربند خبره هیڅ کوم رسمي ادرس په رسمي ډول تایید کړې نه ده.

که دا چاره هم وي، شوم موخي هېوادونه لکه پاکستان، غواړي په دغه مسله کې په لوی لاس اوبه خړې او د کبانو نیولو ته چال خپور کړي.

د میرویس افغان د لیکنې له مخې د ۲۰۱۸ کال د ډسمبر میاشتې په ۱۶ مه نېټه د ابوظبۍ پر هوایي ډګر د پاکستان د پوځ یوه وړه الوتکه را کوزه شوه. له الوتکې نه د پاکستان د استخباراتي ادارې آی ایس آی د بهرنیو چارو د بورډ غړی جنرال حسن او د افغانستان لپاره د پاکستان د اسختباراتي ادارې آی ایس آی د چارو مشر کرنل عبدالله له خپل یوه بل پوځي سره را کوزل شول.

ورپسې د همدي الوتکي له دروازي نه د طالبانو د دفتر د اداري چارو رییس چې د طالبانو او د خپل مشر مولوي هیبت الله اخوند تر منځ د رابطې مسډل دی امیر خان متقي، ملا عباس اخوند، حافظ یحیا، مولوي حماس او د متقي صیب ورور احمدالله متقي، چې د اطلاعاتو او کلتور کمېسیون مشر دی، راکوز شول. (حافظ یحیا او مولوي حماس دواړه د طالبانو د حقاني ‌ډلې سره تړاو لري.) دوی مخامخ ابوظبۍ ته لاړل او هلته یې لومړی د قطر نه امارات ته له راغلیو طالب مشرانو سره وکتل. له قطري طالب مشرانو مولوي عبدالسلام حنفي، ملا فاضل اخوند، ملا خیرالله خیرخوا، مولوي شهاب الدین دلاور، قاري دین محمد او سهیل شاهین امراتو ته تللي وو.

د طالبانو د سیاسي دفتر مشر مولي عباس ستانکزی له وړاندې په اماراتو کې و؛ ځکه د نوموړي کور او کار وبار هلته دی او ابوظبۍ کې اوسېږي.

دلته د پاکستان شرارت څرګندېږي چې د مطلب په یوه برخه کې راغلي: یوې معتبرې سرچینې راته وویل چې پاکستان افغان حکومت وربللی و چې له طالبانو سره به یې مخامخ کړي؛ خو طالبانو ته یې ویلي وو چې تاسې به له افغان پلاوي سره هېڅ ډول لیدنه نه کوئ.

د پاکستان څارګرې ادارې آی ایس آی په دې غونډه کې درې مهم هدفونه لرل.
لومړی: پاکستان ټولې نړۍ ته یو ځل بیا روښانه کړه چې طالبان یې په لاس کې دي او هر لور ته چې وغواړي بېولای یې شي.

دویم: پاکستان د افغانستان د سولې ټاکلی بورډ په اماراتو کې د طالبانو په مټ مسخره کړ او طالب مشرانو ته یې په ټینګار سره وویل چې له افغان پلاوي سره ونه ګوري.

درېیم: پاکستان، افغانستان، قطر، عرب اماراتو، سعودي عربستان او امریکا متحده ایلاتو ته وښودله چې د افغانستان د سولې کیلي د پاکستان په لاس کې ده او د لږ امکاناتو په بدل کې دا کیلي چاته نه سپارل کېږي.

پاکستان چې په افغانستان کې د روس د یرغل پر وخت یې له امریکا سره هوکړه کړې وه چې یا به د دوی په وسیله د افغان مجاهدینو په مټ روس ورته ماتوي او دوی به د اتوم خاوندان کېږي او یا دا چې د افغان مجهادینو له لپاره به د امریکا په مرسته کې ونډه نه اخلي.

امریکا چې د روس په ماتې یې په ستونې کې نښتې مړۍ تېره شوه، پاکستان د اتوم څښتن شو؛ خو له دې وړاندې هم پاکستان له امریکا څخه د مرستو په جلب او جذب کې خپل مکارت او جادو نه ده پرېیښې. اوس هم هماغه پاکستان او هماغه د موږک پسته لکۍ.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان څو ورځې وړاندې ویلي ول چې دوی د افغان سولې په بهیر کې مرسته کړې او دومره ډاډ لري چې کواکې دا ټوله پروسه دوی پيل کړې؛ که څه هم افغان پلاوي ته په ابوظبۍ کې د طالب استازو لخوا د کتلو د فرصت نه ورکولو له امله سپکاوی وشو؛ پاکستان بیا هم ځان په دغه بهیر کې یو مهم غړی بولي. د دوی په غوښتنه چې د دغې لیدنې مخنیوی شوی، ښايي دا ویره هم وي چې پاکستان به یو ځل بیا د افغان حکومت له خوا لاس تر زنې کېني او هغه لمسون به یې بې پایلې پاتې شي چې طالب وسله والو ته یې په کراتو تر سره کړی و (باید له افغان حکومت سره خبرې ونه کړي؛ بلکې له امریکا سره دې د مستقیمو خبرو اترو هیله له خولې نه غورځوي.)

ښکاره ده چې پاکستان د امریکا د بیا خپلولو په موخه چې هر ډول کړنه وي، تر سره کوي یې، دلته له افغان حکومت څخه پاکستان ته امریکا مهمه ده چې بندې مرستې یې په دغو اقتصادي بحران کې را پیل شوي.

خو طالب بیا تاوان کوي چې له امریکا سره مستقیمې خبرې کوي، د پاکستان خبرو ته غوږ نیسي او په لارښوونو یې عمل کوي؛ خو له افغان سره د دایمي سولې او ثبات په اړه چې د دوی، افغان حکومت او افغان ولس لپاره د خیر کار دی، زړه نه ښه کوي. دا په خپله له هېواد او خلکو سره جفا ګڼل کېدای شي. اوس نو باید افغان حکومت د پاکستان د شومو موخو د تر سره کېدو مخنیوی وکړي او طالبان دې د سولې د بهیر د بریا په موخه د پاکستان له خولې هر شرط پر ځمکه وغورځوي او خپل استقلالیت او مېړانه دې روښانه کړي.