ولې عمران خان واک ته ورسېد؟؟؟

هند او افغانستان په پاکستان کې د پوځي حکومت په پرتله د ملکي حکومت د پیاوړتیا پلوي دي او هر کله د داسې حکومتونو د جوړېدو تمه لري؛ خو د پاکستان په تاریخ کې د پوځ د ستراتېژیکو مسایلو واک او اختیار هیڅ کله هم ملکي حکومت وانخیستلی شو، کوم چې په ځانګړې توګه دغه هېواد یې د هند او افغانستان په اړه مفکوره لري.
 
دا ځل په خټه پښتون عمران خان د ملکی حکومت واک ته رسېدلی چې د افغانستان د توقع په تناسب به څومره اغېزناک تمام شي؟

د پاکستان د ټاکنو کمېسیون تېره چهارشنبه د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په ټاکنو کې بریالی او صدراعظم اعلان کړ؛ خو د خپل حکومت په جوړېدو کې ځکه پاتې راغلی چې د ځانګړي حکومت د جوړېدو لپاره یې د پارلمان څوکۍ نه دي پوره کړي؛ اړ دی چې اېتلافي حکومت جوړ کړي.

کوم چې د پاکستان د پوځ لپاره ډېر مهم او ګټور تمامېدای شي. په پاکستان کې د ځانته حکومت جوړولو لپاره ضروری ده چې د پارلمان ۱۳۶ چوکۍ تر لاسه کړي.
 
عمراخان د تېرې پنجشنبې په ورځ په وینا کې وویل چې د پاکستان ثبات د افغانستان په سولې پورې تړلی او زیاته یې کړه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ به سرحدي محدودیتونه له منځه یوسي.

د افغانستان او جنوبي اسیا په چارو کې یو پخواني امریکايي دیپلومات او لیکوال بارنټ روبین له امریکا غږ اشنا رادیو سره په ځانګړې مرکه کې واي چې اصف علي زرداري هم واک ته د رسېدو پر وخت د عمران خان په څېر خبرې کړې وې، هغه ویلي ول چې هند پاکستان ته خطر نه پېښوي، خو ډېر ژر په ممبیي کې ترورستي برید وشو او هند دې ته اړ شو چې په خپلې پالیسۍ کې بدلون راولي. همدا راز نواز شریف هڅه وکړه چې له هند سره سوله او له افغانستان سره همکاري وکړي؛ خو تاسې ولیدل چې له هغه سره څه وشول، عمران خان هم د خپلو پخوانیو خبرو برعکس د هغو په څېر خبرې کوي. ښاغلی روبین واي، فکر نه کوم. دا هغه وخت امکان لري چې د پوځ په ذهنیت کې بدلون راشي، ښايي عمران خان فکر کړی وي چې دی به د کرکټ د لوبډل مشر په توګه چې هر غړي ته به امر وکړي او هغه به یې تر سره کوی؛ خو دا کار داسې نه کېږي.

دې کې شک نشته چې د عمران خان واک ته رسېدل هم د پوځ کار و، ځکه چې هغوی کوښښ کوي چې د هند پر وړاندې نور ځان بریالی کړي او د دې چارې لپاره پکار ده چې نوی پاکستانی حکومت له افغان حکومت سره خپلې اړیکې ورغوي.

د افغان حکومت د غوره سیاست له امله په پاکستان باندې د امریکا او نورو هېوادونو د مرستو بندېدل او په دغه هېواد باندې د افغان سولې په اړه څه نا څه فشارونه، له افغانستان سره د دوی د تجارت په وروستۍ وضعه او دې ته ورته نور هغه چې د پاکستان وارداتي سېستم یې فوق العاده اغیز کړی، هغه څه دي چې په سیاست کې د دوی د بایلودې د مخنیوي لپاره باید داسې یو حکومت جوړ شوی وای چې تش په نامه پښتون یې مشري وکړي.

عمران خان چې په خټه پښتون دی، واک ته په داسې حال کې رسېږي چې تر دې مخکې یې د پاکستان له پوځ سره ډېرې ښې اړیکې درلودلې. وړاندوینه هم همدا کېده چې عمران خان به واک ته رسېږي.

پوځ لومړی د مسلم لیک مشر نواز شریف د یو لړ تورنو په لګولو سره له واک څخه لرې کړ او بیا یې په داسې حال کې دی او لور یې زندانیان کړل چې په دغه هېواد کې د ټاکنو تر سره کېدو ته خورا لږه موده پاتې وه، دا د دې لپاره چې په پاکستان کې له شک پرته پنجابي نژاد زیات دی او تر ټولو زیاتې څوکۍ هم په واک ته رسېدو کې د دوی دي، که پوځ عمران خان راوستل نه غوښتل، هېڅ کله به یې د اکثریت قوم د واک څخه د لرې کېدو پرېکړه نه کوله. دا هم د یادونې ده چې د یو اکثریت قوم د یو ځواکمن ګوند مشر زنداني کېږي، د دې حزب د بریا چانسونه وار په وار کمېږي؛ خو بیا هم په ټاکنو کې هیڅ ګډوډي نه رامنځته کېږي او اکثریت پینجابي پوځ یې نه یوازې دا چې مخنیوی نه کوي؛ بلکې د ټاکنو صندقونه او د رایې پاڼو د انتقال مسوولیت هم په غاړه اخلي.

له افغانستان سره باید د پاکستان پوځ او ملکی حکومت هم نوی فصل شروع کړي؛ ځکه چې له یوې خوا د هند او پاکستان ترمنځ تقابلي چارې چې د پاکستان پوځ به یې په هیڅ مانا ورته تېر نه شي او له بلې خوا هغه مرستې چې د افغان جهاد او یا نورو هغو په بهانه له پاکستان سره کېدې، د هندي او پاکستان ترمنځ د سرحدي سیمو په ځواکمنېدو به یې کارولې؛ خو د افغان حکومت او هند له خوا دغه هېواد د ترهګرو د روزونکي په توګه پېژندل او په هغوی د مرستو د لړۍ بندېدل او یا لږ تر لږه کمېدل هغه څه دي چې پاکستان اړ باسي څو په افغانستان کې د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي، هغه پیسې چې دغه هېواد یې په ترهګریزو فعالیتونو مصرفوي، رښتیا هم پاکستان په ګونډو کولای شي.

همدا اوس په پاکستان کې د اقتصادي ستونزو سر پورته کوي لکه د ډالر په مقابل کې پاکستانۍ روپۍ مخ په ځوړ روانه ده، پورونه یې ورځ په ورځ زیاتیږي په تیره د چین پورونه.

له بلې خوا په ننګرهار او د افغانستان په نورو سیمو کې د داعش ډلې رامنځته کېدل چې د ملاتړي شک یې پر پاکستان کېږي، د پاکستان د نېږدې ملګرو هېوادونو لکه چین او روسیې او ایران ته هم سرخوږی پیدا کړی او له دې سره به خپلې زیاتې مرستې چې چین یې پکې ونډه زیاته درلوده، پر دوی بندې شي.

له بلې خوا د امریکا او پاکستان تر منځ د اړیکو د خرابوالي او پر دوی د ترهګرو د پټڼځایونو د ورکړې د تور له امله دغه هېواد په نړیوال خړ لېست کې راغلي.

د ډیورنډ مسله چې افغانستان یې په ترلاسه کولو کې ډېره قرباني ورکړې ده، د پاکستان او افغانستان تر منځ د حلاتو د خرابوالي او نورو هغو ترمنځ له زغمه وتلې مسله ګڼل کېږي، د دې موخو لپاره پکار وه چې پوځ د داډول حکومت په ژبه او لاوډسپیکر اعلان وکړي چې دوی له افغانستان سره د سولې په راوستلو کې همکاري کوي او د دوی ثبات ورسره خوندي کېږي، پرته له پاسپورټه د دواړو هېوادونو ترمنځ تګ او راتګ هم د دې چارې یو بل اړخ دی چې افغانان ورته خوشبین دي.

دا چاره هم دوه خبرې له ځانه سره لري، یوه دا چې که افغان حکومت، مدني ټولنې، فرهنګپال شخصیتونو او نور وکولای شي د کوزې او برې پښتونخوا تر منځ اړیکې په عادي ډول ډېرې کړي او د هغوی باور لاسته راوړي، ژر ده چې مېشت قومونه به د ډیورنډ د مسلې د حل په موخه د لوی افغانستان غوښتنه وکړي؛ خو که خدای مه کړه دغه چاره له افغانستان مدریت نه شي او په پاکستان په واک کې پښتون دوی ده د پوځ د ستراتېژیو له مخې کار وکړي، د ډیورنډ په اړه به نورې ستونزې هم را ولاړې شي.

پاکستان اوس په دې پوه شوی چې افغانستان د جګړې د ختمېدو لپاره داسې یو پړاو ته رسېدلی چې تاریخي کارنامې یې پکې تر لاسه کړي دي، د دیني علماوو په کراتو داسې فتوا ګانې چې روانه جګړه پکې نا روا ګڼل شوې، بریالی اوربند چې ممکن په راتلونکي لوی اختر یې یې هم بېلګه ولیدل شي او تاریخ جوړ کړي.

کوم شرطونه چې طالبانو وړاندې کړي ول، هم اوس په پوره کېدو دي، که د امریکایي عسکرو د وتلو نېټه نه ده څرګنده شوې، خو له دوی سره د مخامخ خبرو په لړ کې چې ډیپلوماټانو یې یو له بل سره پیل کړي دي، مطرح شي.

د پاکستان اصلي موخه ځکه له افغانستان سره د اړیکو ښه کول دي چې غواړي بېرته د ناټو، امریکا او نړیوالو نورو هېوادونو باور خپل کړي او له اوسني منزوي خواته له تقربي حالت څخه ځان وژغوري.