د جلال اباد په ښار کې نادره پېښه شوې

د جلال اباد د امنیت د ساتلو په موخه د ملي اردو او ملي پولیسو موجودیت د ځینو بې منطقه شناندو د توقوع خلاف نادره سرښندنه وکړه.

له کله نه چې په ننګرهار ولایت کې تر بل هر وخت، ترورستي بریدونه زیات شول، د عامه او زده کړو دفترونه تر برید لاندې ونیول شول، مرګ ژوبلې پکې څو برابره زیاتې شوې، اوسېدونکو یې د پولیسو په موجودیت کې خپل ورځنۍ ژوند خوندي نه باله. له همدې امله مرکزي حکومت اړ شو چې د دغه ښار امنیت د ملي اردو سرتېرو ته وسپاري.

دا په دې مانا نه ده چې کواکې پولیس به نور د خیر په غونډۍ کېني او امنیتي چارې به یې پوځ سمبالوي؛ بلکې له دوی سره د مرستې او ملاتړ په توګه د ملي روحیې او مورال د قوي کولو په موخه دغه چاره د امنیتي منسوبینو او مسوولینو تر بحث لاندې ونیول شوه.

د جلال اباد امنیت اردو ته وسپارل شو. دغه چاره د یو شمېر بې منطقه استدلال کوونکو او یا په عامه اصطلاح د اوبو خړوونکو چارپوهانو له خوا داسې ډنډوره شوه چې کواکې مرکزي حکومت په لوی لاس په ننګرهار کې د نا امنیو د زیاتېدو او د دواړو امنیتي او دفاعي قوو (ملي پولیس او ملي اردو) تر منځ د نفاق هڅه کوي؛ په داسې حال کې چې د ننګرهار امنیتي وضعیت د پېچلې بڼې د اساسي بدلون لپاره، په لویه کچه هلې څلې روانې دي.

د کابل نیوز تلوېزیون په یوه سیاسي خپرونه کې (اردو ته د جلال اباد ښار د امنیت د سپارلو) په موضوع یو تن (جنرال زلمي وردګ) په خپلو خبرو کې د حکومت دغه پرېکړه ناسمه و بلله. ښاغلي وردګ په کراتو د خپرونې کوربه ته خطاب کاوه چې که ستا پر ځای په دغه چوکۍ کې ستاسې دا مخامخ ولاړ کمره مین کېښنول شي، تاسې ته به څومره د زغم وړ وي؟ تاسې به هیڅ کله هم دا پرېکړه قبوله نه کړئ او نه به هغه کمره مین ستاسې دنده اجرا کړی شي. د جلال اباد د امنیت سپارل له پولیسو څخه اردو ته همدا مانا لري.
د (امنیتي چارو) د کارپوه ښاغلي وردګ په خبرو که لنډ فکر وشي، هم سړی دې پایلې ته رسېږي چې تل په حکومت نیوکه کوونکی تلوېزیوني چاینلونه، د هغه سیاسي خپرونې چې زیات وخت ورته د حکومت ضد پلوي کارپوهان بلل کېږي، سړی دې فکر ته رسېږي چې د ننګرهار امنیت دې د بلا په خوله کې وي؛ خو په هر حال د دوی منفي مفکوره دې خلکو ته ورسېږي.

وردګ چې د یو نظامي متقاعد جنرال په توګه اردو له کمره مین او پولیس له کوربه سره تشبه کوي، د منطق او استدلال کمی ته او خدای نه پکې حس کېږي؟

بل، ښاغلی جنرال صیب وايی: که حکومت د اردو د استولو پرېکړه کوي، دا خاماخا په پولیسو بده لګېږي، پر ځای د دې چې له هغوی سره ګډ کار وکړي، هغوی به د دې ځواک پر ضد کړنو لاس پورې کړي؛ ځکه چې هغوی ځان کم نه حسابوي.

دا طبعي خبره ده چې جنرال صیب په لوی لاس پولیسو ته دا مفکوره وړاندې کوي چې باید د اردو پر ضد لاس په کار شي. هغه نورې خبرې چې د دغې خپرونې په اوږدو کې تر بحث لاندې وې، نه یوازې د دغو دوو ارګانونو ترمنځ د تفرقې او درز په رامنځته کېدو څرخېدې، بلکې د مخالفینو لپاره یې هم د امنیتي او دفاعي ځواک د کمزورتیا بر ناحقه شنه څراغونه روښانه کول او کابل نیوز بیا دغسې څرګندونو ته لکه په هره خپرونه کې هسې هم په اصطلاح د خوښۍ اتڼونه کوي.

یوازې کابل نیوز نه دی، بلکې د ماندګار او نورو یو شمېر ورځپاڼو او تلوېزیوني چاینلونو تر څنګ ویسا هم چې خدای شته ښه تمه ترې کېده، هم په خپلو مطالبو کې هره ورځ آن یو مثبت خبر ته ځای نه ورکوي.

دا دوی ته په دې مانا نه ده چې مثبت خبرونه نشته؛ بلکې ګڼې ملي فکره او خواخوږې رسنۍ د مثبت فکر لپاره شپې ورځې کار کوي؛ خو ورته کوم ارزښت نه لري.

خو په ننګرهار کې د تېرې (یکشنبې ورځې) د بهسودو د پله تر څېرمه د ځانمرګي بریدګر پر وړاندې د ملي اردو د سرتېرو مېړانه هغه څه دي چې په وطن د مینتوب وروستۍ کچه په ډاګه کولای شي.

په دغه پېښه کې د محمد عمر په نامه یو ځوان د پوځ سرتېري له تلاشۍ وروسته ځانمرګی وپېژانده، مخکې له دې چې بریدګر د خلکو منځ ته ځان غورځوي، د حُب الوطن په احساساتو ملالمال ځوان ور سره غېږ په غېږ شو او د ځان په قرباني کولو سره یې په اتلولۍ سره نور هېوادوال وژغورل. په دغه برید کې د اتل عمر په ګډون درې تنه د اردو سرتېري شهیدان او درې تنه نور ټپیان شول. د عمر په شان په بې شمېره ځوانان اوس هم د هېواد ساتنې په درشل کې داسې شېبو ته انتظار دي او څوک یې مخه هم نه شي نیولای.

داسې خبرونه که څه هم دا ډول رسنۍ په وروستیو مخونو کې خپروي، له محتویاتو یې بیا ښکاري چې هغه ډول رنګ او شرنګ نه لري کوم چې ورته پکار ده او واقعیت لري.

اوس هغه دلایل هم ټول له یوه سره تر خاورو لاندې حسابوي چې د نفاق بوی ترې خاته، دلته ملي پولیس او ملي اردو ملي روحیه لري او یوازې د (خدای، وطن، دنده) شعار تر ډېرو کارپوهانو او ډېرو روښان فکره رسنیو ښه ترسیمولای او ښه پاللی شي.

په ننګرهار همدا ډول بد وضعیت همدا ډول څرګندونو او د دغه ولایت غټ خېټو په نفاق اخته مشرانو راوستلی دی. داعش او نورې ډلې په داسې یو امن ولایت وزرې خورې کړي چې د امن او سولې کور او د ادب زانګو یادېده؛ خو اوس شخصي ګټې تر امن او سولې څه چې د ادب تر پولې هم ور اوړي. (وای به حال ما) چې د پرون ورځې د ناپوهه مشرانو او غاصبینو په خاطر، د وطن وراني راته ارزښت نه لري!!