د هستۍ مانا مې څه ده ؟

ښه شوه ، ښه شوه چې لمبه شوم ، دا رڼا مې له تاواخيسته
خير دی ، خير دی که ايــره شوم ، دا فنا مې له تا واخيسته
ته نګهت يـــې د ګل منځ کې ، زه دې څنګ کــــــې لکه پاڼه
حُسنه ، حُسنه اې ګــــلابه ، دا ښکـــــلا مې له تا واخيسته
د ژوندون په نامــــــه راغــــلې ، د مرګــــي په نامــه درومې
درومـــه ، درومــــه اې نادانه ، دا خطا مــې له تا واخيسته
دا جــــهان ، جــــهان لفظونه او دا ښکــلي ، ښکــلي توري
لـــوله ، لـــــوله اې انسانـــه ، دا نُما مــــې لــــه تا واخيسته
د هستۍ مانا مــــې څــــه ده ؟ بـــــې لـــه هيڅه نور څه نه يم
نشـــته ، نشــــته بقا نشـــته ، دا مانا مـــــې له تا واخيسته