ارماني ښار


ټوله شپه واوره ووریده. سهار اسمان شین و. لمر ځلیده. د واورې سپینوالي او د لوبغړاندو ماشومانو اوازونو زما په زړه کې ویده تلوسه راويښه کړه. بهر ورووتم. کټ مټ د ماشومانو په شان هر څه راته پاک او سپېڅلې وبرېښیدل.
د دوی په لیدو مې زړه کې راتېره شوه، چې داسې ورځ به وي، چې زموږ ماشومان په ګېده ماړه، په تن پټ، په وړینو کالیو کې د ژمي د راتګ او د واورې د وریدو خوشحالي وکړي؟ د څو شېبو لپاره وطن راته ارماني ښار شو. کټ مټ د یوتوپیا په شان، چې جوړښت یې له خیالونو پورته وي. څوک له مور سره د واورې سړی جوړوي. چا ځان ته واوره ښویه کړې او پکې ښويږي. څوک په واوره کې غورځېدلې او په خپله ځان ته له خندا شنه دي.
ذهن مې د ماشومانو د تصویرونو په ننداره بوخت و. په غوږو کې مې د دوی خندا انګازې کولې. او ګامونو مې په سپینه واوره کې یو پر بل پسې نښې پرېښودې. تر لږ مزل وروسته مې ځای په ځای پښې ودریدې. په سپینه واوره کې د سرو وینو څاڅکي څڅیدلی وو. لږ وړاندې خړ پوستکی پروت و. اه مې وکېښ. له ځان سره مې وویل، (وینې) زموږ خیال هم په کراره نه پرېږدي. 
۰۸ـ۱۲۰۲۰۱۲