ستا نښې راسره دي

د ژمي واورین مازیګراو دباد سړې څپې. )مرید(  د ګیتار په تارونو سندره سر کړې ده. دی وايي:
بې ښایسته بې معنی مو زنده ګي ده
دواړه سوي زړونه ګرځو جدايي ده
اورسۍ ته ورتېره شوم، راخلاصه مې کړه. د واورې ساړه څپلکي مې په تاوده مخ ولګېدل.  سپینه ځمکه، خړ اسمان، د باد سړه څپه او د واورې لالهانده څپلکيو د طبیعت زړه ته وروستم. ژوره سا مې ویسته. ستا وږمې مې په کې حس کړې. یقیین مې راغی، چې ستا نښې اوس هم راسره دي. طبیعت اوس هم ښکلی دی. پوه شوم، چې لا مې ژوند بې معنی شوی نه دی.
۰۳ـ۱۲ـ۲۰۱۲